پېښور: پر زدکوونکو جنسي تېريګر مدیر ته ۱۰۵ کاله بند سزا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، نوموړي د قانون بېلا بېلو مادو له مخې مجرم پېژندل شوی

پېښور کې یوې ځايي محکمې د یوه شخصي ښوونځي څښتن عطاالله مروت ته ۱۰۵ کاله زندان سزا ورکړې، چې پر ماشومانو د جنسي تېري تورونه پرې لګېدلي دي.

محکمې دغه راز نوموړی ۱۴ سوه زره روپۍ جریمه کړی هم دی.

د عطاالله مروت خلاف د ۲۰۱۷ کال جولای کې یوه زدکوونکي د ماشومانو جنسي ځورونې او د هغوی تصویرونو ثبتولو شکایت کړی و.

د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، نوموړي د قانون بېلا بېلو مادو له مخې مجرم پېژندل شوی، د هرې مادې له مخې ځانګړې سزا ورکړل شوې چې ټولټال ۱۰۵ کلونو ته رسېږي.

پر نوموړي تور دی، چې د پټو امنیتي کمرو له لارې یې د ماشومانو نامناسب کلیپونه ثبت کړي او ساتلي دي او د وژنې له ګواښونو وروسته یې یو شمېر ښځو سره جنسي اړیکی ساتلي دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې پروسږ کال جولای کې له نیول کېدو وروسته عطاالله مروتیوازې دومره منلي و، چې یو شمېر ښځې یې ښوونځي ته راوستې او په خپل شخصي کمپیوټر کې یې د هغوي ویډیويي کلیپونه ساتلي دي.

هغه ویلي و د جنسي فعالیتونو ویډیويي کلیپونو چمتو کولو (شوق) یې درلود.

د مروت خلاف عریضه کې ویل شوي وو، چې نوموړي نه یوازې پر یو شمېر زدکوونکو ماشومانو، بلکې د ښوونځي پر یو شمېر ښځینه ښوونکو هم جنسي تېری کړی او له بهره یې هم ښوونځي ته د جنسي اړیکو لپاره ښځې راوستې دي.

ځايي پولیسو د نوموړي نیولو پر مهال ښوونځي کې د هغه له دفتره یو شمېر ویډیويي کلیپونه هم موندلي وو.

ورته مطالب