"سعودي ښايي د ولیعهد د لرې کولو یا یې د واک کمولو پرېکړه کړې وي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د دغه هېواد لپاره د ۲۰۳۰ کال لرلید په نوم پرمختیايي پروګرام لري.

نيويارک ټايمز ليکلي د پاچا سلمان کشر ورور شهزاده احمد بن عبدالعزيز لندن کې له اوږدې مېشتېدا وروسته بېرته سعودي ستون شوى، د ورځپاڼې په باور د خاشقچي له وژل کېدو وروسته دا گام په سلطنتي کورنۍ کې د مهمو مانورو څرگندونه کوي.

ورځپاڼې د ځينو کارپوهانو په وينا ليکلي چې په شهزاده احمد سعودي له بېرته ستنېدو ډارېده خو اوس چې بېرته ستون شوى په دې مانا ده چې يو څه روان دي.

کارپوهان وايي سلطنتي کورنۍ ښايي د وليعهد د لرې کولو او يا د هغه د واکونو د محدودولو پرېکړه کړې وي. "

افغان سولې بهیر ته د طالب مشرانو ور ګډېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۳ کال د جون پر ۱۳ قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شو.

هندۍ دې رېپبلېک برېښنايۍ ورځپاڼې ليکلي د افغان سولې په بهير کې د امريکايي سرتېري بو برېگډال د پرېښودو په بدل کې له گوانټانمو د خوشي شويو طالب مشرانو ور گډېدل سولې لپاره د طالبانو د لېوالتيا نښې نښانې څرگندوي.

ورځپاڼې د طالبانو وينا پاڼې ته اشاره کړې چې وايي دغه کسان به اوس په قطر کې د طالبانو د استازۍ غړي وي.

ورځپاڼې همداراز هغو اندېښنو ته هم اشاره کړې چې ځينې وايي دوى د طالبانو د غورځنگ بنسټگر ملا محمد عمر ته نژدې کسان دي او ښايي خپل توندلارى فکر بيا په دې ډلې کې حاکم کړي.

خو ورځپاڼې بيا د سولې د عالي شورا غړي حکيم مجاهد چې پخوا د طالبانو د غورځنگ غړى هم و، څرگندونې راخيستي چې وايي په قطر دفتر کې د دغو پنځو کسانو شتون او په طالبانو کې يې دريځ او اعېز د دې لامل کېداى شي چې د سولې يوه معامله د طالبانو په ليکو کې شته جنگياليو لپاره چې ډېرو يې د خبرو اترو مخالفت کاوه د منلو وړ وگرځوي.

ښاغلي مجاهد ويلي دا پنځه کسان، ملا محمد فضل، خيرالله خيرخواه، عبدالحق وثيق، ملا نورالله نوري او محمد نبي په طالبانو کې ډېر درناوى لري او د ده په وينا د طالبانو پر مشرتابه يې اغېز شته.

دوى په ٢٠١٤ م کال کې له زندان پرېښوول شول خو په قطر کې تر څار لاندې يې ژوند کاوه.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پېښور د مرافعې محکمې هغه پرېکړه مهمه بللې چې وايي د قبايلي سيمو د ادارې لپاره د غوره شويو لنډ مهالو مقرراتو گڼ يې له قانون سره په ټکر کې دي.

د نويو مقرراتو پر بنسټ قبايلي سيمو لپاره د اېف سي ار په نامه قانون چې پر دغې سيمې د برتانيا د واکمنۍ د مهال و لغوه اعلان شو.

خو د خيبر پښتونخوا ايالتي ادارې ويلي دا يوه لنډمهالې حل لاره وه ځکه د اف سي ار له لغوه کېدو سره هلته قانوني تشه رامنځته شوې وه.