د پاکستان پوځ لاریونوالو ته؛ داسې حالت نه غواړو چې پوځ لاس په کار شي

Image caption پاکستان کې له تېرې چارشنبې راهیسې دا لاریونونه روان دي.

له مظاهرو پیلېدو راهیسې په لومړي ځل د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور غبرګون ښودلی او د دې ادارې پرضد یې د لاریونوالو شعارونه افسوسناک بللي دي.

دا مظاهرې تېره سې شنبه هغه وخت پیل شوې چې د پاکستان سترې محکمې د عالي محکمې پرېکړې لغوه کولو سره د اسیه بي بي د مرګ سزا ختمه کړه.

اسیه بي بي د اسلام پېغمبر ته د سپکاوي له امله له ۲۰۱۰ کال راهیسې د مرګ په سزا محکومه وه.

اصف غفور پر مظاهره چیانو غږ وکړ چې داسې ګام اوچتولو ته یې اړ نه کړي چې قانون یې هم اجازه ور کوي.

* اسیه بي بي څوک ده او څه تور پرې لګېدلی و؟

* "پاکستانۍ ناوې ۱۵ کسانو ته شېدو کې زهر ورکړي"

ښاغلي غفور دا هم وویل، داسې حالت نه غواړي چې مسوولیت پوځ ته وسپارل شي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې حکومت له مظاهره چیانو سره خبرې کوي چې په امن سره دا لاریون ختم کړي.

اصف غفور وايي، دا خبرې د حکومت په کچه دي او دا د حکومت خوښه ده چې خبرې کوي او مخته څنګه ځي.

"حکومت مختلفې پرېکړې کولی شي، اول پولیسو بیا رېنجرز او بیا پوځ د کارولو پرېکړه کولی شي".

څلورو ښارونو کې موبایل کار نه کوي

د انځور حقوق Reuters

پاکستان کې د تحریک لبیک په نوم ډلې د جمعې په ورځ ټول هېواد کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

له همدې امله د پاکستان څلورو ښارونو- اسلام اباد، لاهور، ګوجرانوالا او روالپنډۍ- کې پر ملفون یا موبایل ټلېفون شبکه پرچاو شوې ده.

د دې مظاهرو له امله له تېرو ورځو راهیسې لارې تړل شوې چې خلک یې په تګ راتګ کې له خنډ سره مخ کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چارشنبې په ورځ خپل قوم ته تلوېزوني وینا کې وویل، چې د لارو بندولو سره د خلکو د روزګار مخه نیول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، کومې ډلې چې دا مظاهرې کوي اتلونکو ټاکنو ته ملاتړ پیدا کړي.

ورته مطالب