د مولانا سمیع الحق ژوند، سیاست او مرګ

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د مولانا سمیع الحق نفوذ تر افغانستان پورې غځېدلی و

اتیا کلن مولانا سمیع الحق له لسیزو راهیسې د پاکستان د مذهبي او سیاسي ډګر یوه وتلې څېره وه، چې نن اسلام اباد ته نژدې په راولپنډۍ کې ووژل شو.

نوموړی د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند او د پاکستان د یوې تر ټولو لویې او نامتو مدرسې، دارالعلوم حقانیه، مشر و.

د مولانا سمیع الحق نفوذ تر افغانستان پورې غځېدلی و. په تېرو څو لسیزو کې په لسګونه زرو افغانانو د ده په مدرسه، دارلعلوم حقانیه کې درس لوستی دی.

جلال الدین حقاني، چې په عمومي توګه د حقاني شبکې مشر بلل کېدی، د همدې مدرسې له شاګردانو څخه و.

مولانا سمیع الحق په ۱۹۸۰ مو کلونو کې د شوري پر ضد د افغان جهاد کلک ملاتړی و او له افغان جهادي مشرانو سره یې نژدې همکاري درلوده.

پاکستان: مولانا سمیع الحق د چړې برید کې وژل شوی

م. سمیع الحق: پاکستاني مشران په سوله کې څه نه شي کولی

نوموړي په ۱۹۹۰ مو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د راټوکېدو او د حکومت جوړېدو پر مهال د هغوی مادي او معنوي مرسته کوله. د ده د مدرسې یو شمېر زده کونکي افغانستان ته تلل چې د طالبانو په لیکو کې وجنګېږي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته نوموړي په ښکاره د امریکا د یرغل پر ضد شعارونه ورکول، په ډاګه یې د طالبانو د وسله والې مبارزې ملاتړ کوی او د هغو د جګړې د دیني مشروعیت لپاره یې فتواوې ورکولې.

نوموړي به د طالبانو غوندې له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو غوښتنه کوله. د افغان طالبانو یو شمېرغړي او مشران د حقانیه مدرسې شاګردان پاتې شوي او له همدې کبله ده طالبان خپل بچیان بلل.

مولانا سمیع الحق ته له همدې کبله په لویدیځ کې ''د طالبانو پلار '' او حقانیه مدرسې ته د ' 'د ترهګرۍ روزنتون '' ویل کېږي.

منځګړی که ملاتړی؟

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption مولانا سمیع‌ الحق د پاکستان راولپنډۍ ښار کې په چړې وهل شوی او بیا ډزې پرې شوې

له افغان طالبانو سره د مولانا سمیع الحق د نژدې اړیکو او پر هغو د ده نفوذ د دې سبب و، چې د افغانستان د سولې پروسه کې له ده څخه د همکارۍ غوښتنې کېدې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال له ده څخه غوښتي و چې په افغانستان او سیمه کې د سولې راستو لپاره خپل رول ولوبوي او افغان طالبان وهڅوي چې د جګړې پر ځای خبرو ته کښېني.

د افغانستان اوسني حکومت هم له ده څخه د سولې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه کوله او په پاکستان کې د افغانستان سفیر د ده مدرسې ته په همدې هیله ورغلی و چې دی په سوله کې همکاري ته راوبولي.

د ځینو لوېدیځو هېوادونو چارواکو هم له ده سره تماسونه نیولي ول او له ده څخه یې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

پر افغان طالبانو د ده نفوذ ته په پام سره په سوله کې ده ته د یوه منځګړي په توګه هم کتل کېدل.

مولانا سمیع الحق په داسې وخت کې وژل شوی چې له یوې خوا په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخت ډېر زور اخیستی او له بلې خوا د طالبانو او امریکا تر منځ د افغانستان د لانجې د هواري لپاره خبرې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د سولې امکاني تړون د عملي کېدو او د هغه د مذهبي مشروعیت د ډېرېدو لپاره هم د نوموړي ملاتړ مهم ګڼل کېدی.

د دې تر څنګ د افغانستان او پاکستان حکومتونو موافقه کړې چې په نژدې راتلونکي کې په پاکستان کې د سولې په اړه د افغان او پاکستان دیني عالمانو غونډه جوړه کړي چې په هغه کې د مولانا سمیع الحق ګډون خورا مهم ګڼل کېدی.

"جهادي ملا"

که څه هم د مولانا سمیع الحق د ګوند د غړو شمېر او ولسي ملاتړ لږ و، خو د ده د نفوذ اصلي سرچینه د ده مدرسه وه.

د انځور حقوق JAMIAHAQQANIA
Image caption حقانیه مدرسه د پاکستان یوه له لویو مدرسو څخه ده، چې ویل کېږي د افغان طالبانو ګڼو غړو او مشرانو هلته درس ویلی دی

پېښور ته نژدې د نوښار په اکوړه خټک کې د دارالعلوم حقانیه بنسټ د مولانا سمیع الحق پلار مولانا عبدالحق د پاکستان تر جوړېدو مخکې ایښي و.

نوموړي ته سیاست او مذهبي رول له پلار څخه په میراث پاتې شوي وو.

مولانا سمیع الحق په همدې مدرسه کې لوست کړی و او له تېرو دېرشو کلونو راهیسې یې د دې مدرسې مشري کوله.

دی ۱۹۸۰ مو او ۱۹۹۰ کلونو کې دوه ځله د پاکستان مشرانو جرګې یا سېنټ غړی هم پاتې شوی و.

نوموړی د پاکستان پوځ ته هم نژدې ګڼل کېدی.

مولانا سمیع الحق په پاکستان کې مېشتو 'جهادي ' ډلو سره نژدې اړیکي درلودل چې په هندوستان او افغانستان کې فعالیتونه لري.

ده ته د یوه سخت دریځي ملا په سترګه کتل کېدل. خو د ځینو په نظر ده یو نرم اړخ هم درلود.

د پاکستان طالبانو تحریک چې کله د پولیو واکسین پر ضد اعلامیه ورکړه او خلک یې له واکسینو څخه راګرځول، د مولانا سمیع الحق مدرسې د پولیو واکسین په ملاتړ کې فتوا ورکړه او دا یې له اسلام سره په ټکر کې و نه بلی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ده ژمنه کړې وه چې د خپلې مدرسې په نصاب کې به اصلاحات او بدلون راولي

نوموړی د پاکستان د اوسني لومړي وزیر عمران خان ملاتړی و چې ده ته یې د مدرسې لپاره لسګونه میلیونه روپۍ ورکړې وې.

ده ژمنه کړې وه چې د خپلې مدرسې په نصاب کې به اصلاحات او بدلون راولي او خپلو طالبانو ته به عصري مضمونونه هم ورښيي.

د پاکستان پلازمېنې ته نژدې راولپنډۍ ښار کې دا ډول مرموزې وژنې مخکې هم شوې دي.

پنځه کاله مخکې (۲۰۱۳) د جلال الدین حقاني زوی نصیر الدین حقاني، چې د حقاني شبکې د مالي چارو مسوول بلل کېدی، په راولپنډۍ کې خپل کور ته نژدې په ډزو ووژل شو.

په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شوه او په ۱۹۵۱ کال کې د پاکستان اولنی لومړی وزیر لیاقت علي خان هم په همدې ښار کې وژل شوی و.

ورته مطالب