مولانا سمیع الحق په دارالعلوم حقانیه کې خاورو ته وسپارل شو
- رحمان الله بي بي سي
- پېښور
مولانا سمیع الحق په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې خاورو ته سپارل شوی دی
د مولانا سمیع الحق جنازه پېښور ته نژدې د نوښار سیمې په خوشحال خان کالج کې ادا شوه او مړی یې په دار العلوم حقانیه مدرسه کې خاورو ته سپارل شوی دی.
پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، پښتونخوا حکومت د مولانا سمیع الحق وژل کېدو په مناسبت صوبه کې یوه ورځنی ویر اعلان کړی دی.
د نوموړي جنازي لمانځه امامت د هغه زوی حامد الحق ادا کړ او جنازې کې یې لسګونو افغانانو هم ګډون کړی و.
د جنازې مراسمو لپاره کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو. مراسمو کې د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکو په ګډون زرګونو کسانو ګډون کړی و.
په جنازه کې د مولانا سمیع الحق د شاګردانو لوی شمېر ګډون کړی و.
د جنازې یوه ګډونوال ډاکټر اسدالله خان بي بي سي ته وویل:
''دا ډېره لویه غمیزه ده او د تحفظ ختم النبوت لپاره یې خدمت کولو او د دې مبارزې په لار کې یې ساه ورکړه، د پېښې څېړنه باید ژر تر ژره بشپړه شي. ''
په جنازه کې د مولانا سمیع الحق د شاګردانو لوی شمېر برخه اخیستې وه.
مولانا سمیع الحق د جمعې پر ماښام د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې نامعلومو کسانو وواژه. امنیتي چارواکو ویلي، نومړی بحریه ټاون سیمه کې د خپل کور په دویم پوړ کې و، چې نامعلومو کسانو پرې د چړو ګوزارونه کړي.
چارواکي وايي، د مولانا سمیع الحق پر مخ، سینه او اوږو ټپونه وو. د مسوولینو په وینا د بریدګرو شمېر معلوم نه دي، خو لومړنۍ معلومات ښيي، چې بریدګر په لسو دقیقو کې د مولانا سمیع الحق کور ته اوښتي او پر هغه له ګوزارونو وروسته بېرته تښتېدلي دي.
د جنازې مراسمو لپاره کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو.