فرهاد بي بي: د پښتونخوا یوازينۍ ټېکه داره او یوه بریالۍ مور

فرهاد
Image caption فرهاد بي بي ټېکه داري یا ساختماني شرکت چلوي

"شاوخوا ۲۴ کاله وړاندې یوه ورځ له خپل مېړه سره په غرمنۍ ناسته وم، چې راته يې وویل، ماستاسو لپاره یو لایسنس جوړ کړی دی، تاسو چې هر ځای یاست، د ټېکه دارۍ کار کولی شئ. بیا د هغه تر مرګه ما دا فکر لا نه و کړی، چې زه به هم کله له کوره بهر ووځم او کار به کوم ".

دا د پښتونخوا د کوز دیر د یوازينۍ ټېکه دارۍ فرهاد بي بي خبرې دي. نوموړې نالوستې ده، خو له تېرو لسو کلونو راهیسې د یوې بریالۍ ټېکه دارې په توګه کار کوي. فرهاد بي بي وایي:

"ما یو ټولګی هم نه دی لوستی، خو اوس مې په پښتو کې انجینري زده کړې او د سلګونو زره کلدارو حساب هم خپله کوم ".

د فرهاد بي بي مېړه شمس القمر په ۲۰۰۸ میلادي کال کې ومړ. فرهاد چې تر هغې ورځې یوه د کور ښځه وه، بهر را ووته او نه یوازې يې د خپل مېړه کاروبار پرمخ روان کړ، بلکې څلور لوڼې او دوه زامن يې هم لوی کړل.

Image caption فرهاد بي بي وایي، له مېړه نه ورته پاتې کاروبار اوس پخپله چلوي

په څلور لوڼو کې يې درې دا وخت په خپلو خپلو چارو بریالۍ بلل کېږي. مشره لور يې سایره شمس نومېږي، چې له معلولیت سره سره په پاکستان کې د نورو معلولو کسانو لپاره کار کوي،

دویمه لور يې ډاکټر سمیره شمس ده، چې اوس مهال د پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړې او درېیمه لور يې نورینه شمس ده، چې د سکواش نړیواله لوبغاړې ده.

اغلې فرهاد وايي، د مېړه تر مړینې وروسته چې لومړۍ ورځ کار ته ووته، نو د کلي ښځو به ورته ویل، چې د نارینه و کارونه دې نارینه و ته پرېږدي.

له بي بي سي خبرو کې فرهاد بي بي وویل، په لومړۍ ورځ چې کار ته لاړم، نو خلکو راپسې خندل، ښځو به راته ویل، ته خپله له کوره مه وځه، بلکې دغه کار دې لېوره ته پرېږده چې هغه يې وکړي.

محمد سلیم خان له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې له فرهاد بي بي سره کار کوي. نوموړی وايي، فرهاد بي بي په ډېر لږ وخت د ټېکه دارۍ کار زده کړ او د مېړه تر مړينې وروسته يې د هغه کار هماغسې پر مخ وېوړ.

نوموړی وایي، فرهاد بي بي ورسره تل د خپلو زامنو غوندې چلند کړی او دوی هم کله دا احساس نه دی کړی، چې دا دې کله په ټېکه دارۍ کې له کومې ستونزې سره مخامخ شوې وي.

اغلې فرهاد وایي، په سیمه کې ښځې ان له چا سره پر ټيلي فون لا خبري نشي کولی او له کوم نارینه سره لیدل خو بېخي لوی شرم ګڼل کېږي.

خو د دې په خبره، کله يې هم دا فکر نه دی کړی چې خلک به ورپسې څه خبرې کوي. هغه وایي:

"ما به خلکو ته ویل، تاسو خبرې کوئ، زه به کار کوم، ما او خپل خدای سره پرېږدئ ".

د فرهاد بي بي په خبره د پښتنو په دودیزه ټولنه کې د نجونو پر زده کړو چندان غور نه کېږي، خو له دې سره سره يې هم خپلو لوڼو ته ټولې زمينې برابرې کړې او کله يې هم له کوم کاره منع کړې نه دي.

هغه زیاتوي، په لوڼو پسې خپله پوهنځي او پوهنتون ته تله او هڅه يې کړې، چې ماشومانو ته يې د پلار کمی محسوس نشي. هغه وایي:

"ما خپلو لوڼو ته تل دا ویلي چې ستاسو قدم باید تل مخ پر وړاندې وي. شاته به بېخي ګورئ نه ".

د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړې ډاکټره سمیره شمس د خپلې مور په اړه وايي، که یې مور باور پرې نه وای کړی، نو نه یوازې دا، بلکې یوه خور به يې هم تر دې ځایونو رسېدلې نه وای. د هغې په وینا:

"زموږ مور تل پر موږ باور کړی دی. کله نا کله چې به د خلکو خبرو لږ غوندې خپه کړو نو همدا مور مو وه، چې موږ ته به يې همت راکاوه ".

د فرهاد بي بي په خبره د مېړه تر مړینې وروسته یې ډېر کړاوونه وګالل، خو کله هم ناهیلې شوې نه ده. د هغې په خبره په لومړیو کې چې به کله له کومې ستونزې سره مخامخ شوه، نو له خپلې ماشومې لور سره به يې مشوره کوله. هغه د خپلې لور په اړه وایي:

"ډاکتره سمیره هغه وخت په دولسم ټولګي کې وه، ما به ورسره مشوره کوله، ځکه چې هغه لوستې وه او زه نالوستې وم ".

د ۴۷ کلنې دغې ټېکه دارې یوه لور نورینه شمس د سکواش نړیواله لوبغاړې ده. په پښتونخوا کې تر ډېره نجونې تر زده کړو وروسته د روغتیا یا تعلیم څانګو ته ځي او اکثره وخت له نورو برخو څخه د کورنۍ لخوا منع کېږي.

فرهاد بي بي وايي، د نورینه پر لوبې او د لوبې پر جامو يې ډېر خلک نیوکې کوی، خو هغې کله هم خپله لور له دې لوبې راګرځولې نه ده.

"ما نورینې ته ویل، د خلکو په خبرو پسې مه ګر ځه، که څه وخت کوم مشکل درته پيدا کېده، ماته وایه، زه به درسره د سکواش لوبه کوم ".

ورته مطالب