جمایمه اپریدۍ: د خیبر له غرونو د کرېکټ تر غوره لیګ

Image caption جمایمه اپریدۍ د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې له پخواني لوبډلمشر شاهد اپریدي اغېزمنه ده.

جمایمه اپریدۍ د داسې سیمې ده چې ښځې ان په خپل سر د کور له انګړ هم وتلی نه شي او نه ورته د زدکړو او لوبو فرصت شته.

۱۷ کلنه جمایمه د خیبر د لنډي کوتل یا لواړګي اوسېدونکې او هلته د منځني ښوونځي زدکوونکې ده.

هلته د غیرت په نوم د ښځو د پرمختګ مخه نیول شوې، خو دا اپرېدۍ په دې ټولو ستونزو برلاسې او کرېکټ کې نوم جوړول غواړي.

* پښتون جهاز

* د کوټې ناهیده اڅکزۍ: ما به له هلکانو سره تمرین کاوه

پېغله اپریدۍ پېښور کې لومړی ځل د ښځو د کرېکټ شل اوره غوره لیګ کې د قابیلو د ډلې استازي کوي.

دا لیګ د پاکستان د کرېکټ‌ دغوره لیګ په څېر دی.

د قبایلو لوبډله کې یوازې جمایمه اپریدۍ داسې لوبغاړې ده چې په ریښتیا هم قبایلۍ او هلته زېږېدلې ده.

د نجونو غوره لیګ

Image caption جمایمه له کوم مسلکي کرېکټر دا لوبه زده کړې نه ده.

دې شل اوره اتلولۍ کې د قبایلو او کشمیر په ګډون د پاکستان اتو ډلو ګډون کړی دی.

جمایمه اپریدۍ وايي، د داسې سیمې ده چې کرېکټ پرېږده له کور د نجلی وتل او بل ښار کې اتلولۍ کې ګډون یو لوی خوب دی:

خو د خپل پلار د ملاتړ او زیار له امله اوس زما دا خوب ریښتیا شوی دی.

* د کرېکټ ښځينه ملي لوبډله ولې مهمه ده

* د ښځينه کرېکټ نړيوالې اتلولۍ لومړنۍ لوبه پيل شوه

دا وايي له ماشومتوب یې له لوبو سره مینه وه، خو کله یې چې شاهد اپریدی ولید د کرېکټ لوبه یې پیل کړه.

هغه یوازې زما د خوښې بولغاړی نه دی، بلکې د هغه په څېر تکړه لوبغاړې جوړېدل غواړم.

جمایمه څنګه لوبغاړې شوه؟

Image caption جمایمه اپریدۍ وايي له خیبر پېښور ته تلل او لوبېدل یو خوب دي.

جمایمه اپریدۍ نه کله لوبغالي کې لوبه کړې او نه یې دا لوبه زده کړې نه هم کوم روزونکي ورته ټرینینګ ور کړی، خو دا هرڅه یې خپل کور کې له خپل پلار زده کړي دي.

دا خپل پلار د خپلو ستونزو په مخ کې ډال بولي او د کرېکټ لوبې روزونکي یې هم دی، خو پلار یې کوم مسلکي لوبغاړی نه دی.

زه کرېکټ خپل مسلک جوړوم، زه نه غواړم ډوډۍ پخه کړم، ډوډۍ پخول وروسته هم زده کېږي، خو لوبغاړې جوړېدل خپل وخت لري، زه هڅه کوم چې لومړیتوب لوبې ته ور کړم، ځکه دې برخه کې نوم جوړول غواړم.

* کندهارۍ باسکېټبال لوبغاړې وپېژنئ

* د يوې افغانې دنمارکۍ فوټبال لوبغاړې کيسه

خو د پلار له ملاتړ سره سره بیا هم چې هغې کرېکټ پیل کړ، له ډول ډول ستونزو سره مخ شوه، خو وايي، اوس هم که له ستونزو سره مخ کېږي، ورته تیاره ده.

چا به مې د کرېکټ کالیو ته ګوته نیوله، چا به ویل چې ولې له کوره بهر ځم، خو ما یې پروا نه کوله، چې پلار مې را سره وي، دا چټي خبرې به مې د موخې خنډ نه شي او نه به یې پروا وکړم.

ګلپاڼه ولې جمایمه شوه؟

Image caption د جمایمه نوم ګلپاڼه و، خو پلار یې د عمران خان له پخونۍ مېرمنې په اغېز دا نوم کېښود

جمایمه اپریدۍ چې پیدا شوه، پلار یې ګلپاڼه نوم ورته غوره کړه.

کله چې یو یا دوه کلنه وه، اوسنی لومړی وزیر عمران خان له خپلې پخوانۍ مېرمنې جمایمه خان سره خیبر ته لاړ.

له خلکو سره د جمایمه خان له سلام کلام د ګلپاڼې پلار اغېزمن شو او لور یې جمایمه کړه.

جمایمه اپریدۍ وايي، قبایلۍ مېرمنې د لوبو او زدکړو په ګډون مختلفو برخو کې ډېرې وړتیاوې لري، خو اسانتیاوې او فرصتونه نه لري، ځکه هر ډګر کې وروسته پاتې دي.

جمایمه اپریدۍ تېزه توپ اچوونکې یا فاسټ‌ بالره ده او هیله لري چې په نړیواله کچه ولوبېږي.

هغه وايي دې اتلولۍ کې ګډون سره قبایلي نجونو ته لار پرانیځي چې د خپلې خوښې لوبو ډګر ته ووځي.