اورکزیو سیمې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی

کلایه بازار د انځور حقوق KP POLICE

تازه رپوټونو کې ویل شوي، د پاکستان شمال لوېدیځ یوې درنې چاودنې کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

وژل شویو کې یو شمېر ماشومان هم شته.

د پولیسو څېړنه لا هم روانه ده، خو ځینې رپوټونو کې ویل شوي، باروت په یوه موټر سایکل کې ایښي و چې یوې مدرسې ته څېرمه مارکیټ ته لېږدول شوی و.

برید اورکزی ایجنسۍ سیمه کې شوی، چې پخوا قبایلي سیمه وه او اوس د خیبر پښتونخوا صوبې برخه ده.

د سیمې ډېر اوسېدونکي شیعه مسلمانان دي، چې له دې مخکې هم پاکستان کې پرې خونړي بریدونه شوي دي.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، چاودنه د کلایه مېله(اونیز بازار) کې شوې، چې ډېر شمېر خلک ورځي.

د ځايي خلکو په خبره هره جمعه دغه سیمه کې مېله وي. دې برید کې د وژل شویو په هکله هم ډول ډول رپوټونه دي.

په دې پېښه کې له شلو ډېر کسان ټپیان هم دي چې کواټ ته د درملنې لپاره لېږدول شوي.

د عمران خان غبرګون

د انځور حقوق KP POLICE
Image caption چاودنه کې موټرو او ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

کلایه ته نږدې هنګو کې ځايي خبریال صالح دین وايي، د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی، ځکه ټلېفون هم کار نه کوي.

ځايي چارواکو خبریالانو ته ویلي، داسې ښکاري چې اېښودلي ماین چاودنه کړې، خو لا هم پلټنې روانې دي.

د پاکستان لومړي وزیر ټوېټر کې دا او د کرچۍ پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

عمران خان ویلي، هېواد کې د ګډوډۍ جوړولو لپاره دا دواړو بریدونه د پوره پلان له مخې شوي:

"هیچا ته لږ شک هم پکار نه دی، موږ ترهګر ختمول غواړو، یو څه به کوو".

اورکزۍ کې طالبان

له دې مخکې هم اورکرزۍ ایجنسۍ کې ورته پېښې شوې چې پیل یې پر ۲۰۰۶ کال شوی و.

کله چې دې سیمې ته طالبان لاړل، ځینې خلکو یې مخالفت وکړ او ور سره حالات خراب شول.

د اورکزۍ بره کلایه هغه سیمه ده چې ډېر شیعه هم پکې اوسی، خو نورو سیمو کې یي سنیان دي.

له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو تر یو ځایولو وروسته اورکزۍ ایجنسۍ هم روان کال په ضلع یا ولسوالۍ بدله شو.

دې سیمې ته له ۱۹۷۳ کال مخکې د کواټ قبایلي سیمه ویل کېدل.

د انځور حقوق KP POLICE