افراسیاب خټګ: سیاستوال هم د خبریالانو په څېر شړل کېږي

Image caption افراسیاب خټک وايي، له خپل ګوند سره مناظره نه کوي او یوازې خپل دریځ وړاندې کوي.

د عوامي نېشنل ګوند یو پخوانی مهم مشر افراسیاب خټک وايي، پاکستان کې د هغو سیاستوالو پر ضد فعالیت پیل شوی، چې د جمهوریت خبره کوي.

له بي بي سي سره مرکه کې نوموړي وویل، د رسنیزو ادارو په څېر سیاسي ګوندونه هم د هغو سیاستوالو پر ضد لمسول کېږي چې برالا د ولسواکۍ خبرې کوي:

''د خبریالانو په څېر د سیاستوالو خوله پټولو لپاره دوی له ګوندونو شړل کېږي. ''

نوموړی وايي، له خپل ګوند سره مناظره نه کوي او یوازې خپل دریځ وړاندې کوي.

عوامي نېشنل ګوند چې پاکستان کې د پښتنو تر ټولو لوی ګوند بلل کېږي، د نومبر پر دوولسمه د یوه خبرداري خپرولو له لارې د افراسیاب خټک او بشرا ګوهر د ګوند غړیتوب معطل کړ.

افراسیاب خټک او بشرا ګوهر له "اې اېن پي" و ایستل شول

پښتون ژغورنې غورځنګ ته ولې ځوانان او مشران ور مات شوي؟

د ګوند اعلامیه کې ویل شوي، دواړو ګوندي مشرانو له ګوندي ډسپلینه سرغړونه کړې، د ګوند ضد فعالیتونو کې یې لاس درلود او د ګوند کارکونکو منځ کې یې انتشار رامنځته کاوه.

خو افرسیاب خټک د دغې معطلۍ سبب پر ګوند باندینی فشار بولي.

نوموړی وايي:

''دا چې پاکستان کې د غیر جمهوري قوتونو فشار دی، د همدې پایله ده. ''

د ښاغلي خټک په خبره تر څو چې ټول سیاسي ګوندونه یو موټی نه شي او پاکستان کې د فدرالي جمهوري سسټم لپاره اتحاد و نه کړي، یوازې سیاستوال به نه شړل کېږي، بلکې په وینا یې سیاسي ګوندونه به هم له منځه لاړ شي.

د یادونې ده چې پاکستان کې یو شمېر رسنیو د ځینې خبریالانو خپرونې په ټپه درولې او دغه خبریالان یې له دندو ګوښه کړي دي. د خبریالانو ټولنو هم دغه کړنه 'د غیر جمهوري قوتونو ' د فشار پایله بللې.

ځینې سرچینې وايي، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر له څه مودې راهیسې په ګوند کې دننه ځکه څنګ ته شوي وو، چې دوی د ولسواکۍ برالا ملاتړ کاوه او همدا سرچینې د پښتون تحفظ تحریک (پي ټي ایم) ملاتړ هم له ګونده د دواړو ګوښه کېدو سبب بولي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES / TWITTER
Image caption افراسیاب خټک او بشرا ګوهر روانه میاشت له عوامي نېشنل ګونده و ایستل شول

خو افراسیاب خټک وايي په جمهوري ګوندونو کې د نظر اختلاف کېږي او ښايي د پي ټي ایم ملاتړ هم یو لامل وي.

سیاستوال افراسیاب خټک زیاتوي، د پي ټي ایم له رامنځته کېدو مخکې هم د دوی پر ګوند داسې فشار و، چې د ده خوله باید پټه کړي:

'د پي ټي ایم له رامنځته کېدو مخکې هم د ا خبرې وې او هغه وخت هم د ځینو نه خوښېدې. '

د پاکستان پښتون ملت پاله ګوندونو پاکستان کې د پښتنو حقونو تر څنګ افغانستان کې هم د خپلواک او باثباته جمهوري حکومت خبره کړې، خو افراسیاب خټک وايي، دغه ګوندونه له یوې مودې راهیسې د قبایلي سیمو تر څنګ افغانستان کې هم د نورو هېوادونو پر لاسوهنه پټه خوله دي، چې په وینا یې له کبله یې پي ټي ایم رامنځته شو.

اړونده مطالب