'۳۲ کاله مې زندان کې د کور غوندې تېر کړل''

توحید د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption توحید بیګم له زنداني ښځو سره د زندان یوه خونه کې

د زندان له نوم اورېدو سره معمولاً دعا کېږي، چې خدای تعالی مو دې وساتي. ان په زندانونو کې دنده هم یوازې د نارینه وو لپاره مناسبه بلل کېږي. دغه راز په سیمه کې معمولاً دوه مسلکونه داسې بلل کېږي، چې ګواکې لوستې ښځو ته مناسب دي، چې یوه یې طب او بل هم د ښوونې او روزنې مسلک دی.

توحید د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption زنداني ښځې خپل بارکونه پاکوي او توحید بیګم یې څارنه کوي

خو لږ تر لږه مې یوه ښځه داسې هم ولیده، چې له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې زندان کې دنده لري او د لیدو لپاره یې د خیبر پښتونخوا تر ټولو لوی مردان زندان ته ورغلم.

توحید د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption زنداني ښځو ته درې وخته خواړه وړیا ورکول کېږي

مردان زندان کې دا مهال ۱۷۲۰ زندانیان ساتل کېږي، چې ۸۰ ښځې دي او ډېرې یې له خپلو ماشومانو سره زندان کې شپې، ورځې تېروي.

مردان سینٹرل جیل د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption د هغو ښځو تالاشۍ اخیستله کېږي، چې له محکمو بېرته زندان ته استول کېږي

توحید بیګم خپله د چارسدې اوسېدونکې ده او ۳۲ کاله یې د صوبې بېلا بېلو زندانونو کې پر مختلفو پوسټونو فعالیت کړی. توحید بیګم اوسمهال د مردان همدې زندان کې د (هېډ کانسټېبل) په حیث کار کوي او ژر به تقاعد شي.

توحید بیګم له بي بي سره خبرو کې وویل، په زندان کې نوکري د ښځو لپاره د لا زیات عزت او درناوي ډکه ده، ځکه د ښځینه زندان برخې ته هېڅ نارینه نه ورځي او مرستیالانې یې هم ښځې دي.

مردان زندان د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption زنداني ښځې له توحید بیګم او د هغې له مرستیالانو سره مسایل شریکوي

د توحید بیګم په خبره ۱۹۷۷ کال کې یې لسم ټولګي پورې زده کړې بشپړې کړې او ۱۹۸۶ کال کې یې په خپله خوښه زندان کې د څارندوی په توګه فعالیت پیل کړ. هغه وايي:

''هغه وخت تعلیم ډېر نه و، خپلوانو او د چم ګاونډ خلکو ډېر اعتراضونه وکړل، زما په هکله به یې تمسخر کاوه، ویل به یې، هغه ده جېلره 'د زندان مشره ' روانه ده، له نارینه وو سره یو ځای کار کوي، خو ډېره توجه مې نه ورته کوله، ځکه که انسان خپله پر سمه لاره ځي، څوک هېڅ نه شي ورته ویلای. ''

مردان زندان د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption زندان کې یو کوچنی دکان هم شته او له هغه راوړل شوي توکي تالاشي کېږي

مردان کې یې مرستیاله رابعه امین وايي:

''د توحید په څېر زړورو ښځو ته په کتو سره نن سبا ځوانې ښځې او نجونې زندانونو کې نوکري کولو ته رامخکې کېږي. توحید مسلکي افسره ده، له زندانیانو سره په خورا زغم چلند کوي. ''

مردان زندان د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption زنداني ښځې د ډوډۍ لپاره توحید ته ورځي

توحید وايي، داسې هم کېږي، چې ناڅاپه له خوبه راکېنم او داسې ګومان د زندان کومه خونه کې د زنداني ښځو تر منځ لفظي شخړه روانه ده، چې باید زه یې مخه ونیسم. ټول عمر مې دلته تېر کړ، ځکه اوس دا خلک راته خپل ښکاري.

مردان زندان د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption توحید له نګرانو ښځو سره غونډه کې

توحید بیګم هر ګهیځ نژدې شپږ بجې خپله ورځ پیلو چې په چارو کې یې د زنداني ښځو لپاره له کورونو راغلي څېزونه پلټل هم شامل دي.

مردان زندان د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption دا د اعدام په سزا محکوم شوې زنداني ښځې خونه ده، چې یوازې توحید د ورتلو اجازه لري

ماسپښین مهال پر زنداني ښځو خواړه وېشي. مردان زندان کې درې داسې ښځې هم شته، چې د اعدام په سزا محکومې شوې دي. یوازې توحید بیګم اجازه لري، چې دغو ښځو خونې ته ننوځي، مسایل یې واوري او افسرانو ته یې ورسوي.

مردان زندان د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption توحید مازدیګر مهال له زنداني ښځو سره خبرې کوي

توحید بیګم وايي، د زندان هره خونه کې مې یوه ښځه ټاکلې چې نورې زندانیانې څارې او 'نمبرداره ' بلله کېږي. دغه ښځه وروسته ما ته حال راکوي او زه هره ورځ له دوی سره پر حالت خبرې کوم.

توحید د انځور حقوق SABA REHMAN
Image caption توحید له ۳۲ کلونو راهیسې د زندان افسره ده

توحید بیګم وايي، زندان کې یې ۳۲ کاله داسې تېر شول، چې د پرون خبره ورته ښکاري:

''''کله چې لومړی ځل راغلې وم، بې زړه نجلۍ وم، خو نن یوه خپلواکه او زړوره ښځه یم، چې ټولنه کې یې د ژوند کولو طریقه زده کړې. ''''