د پېښور روغتون کې څوکيدار ناروغان معاینه کړي

  • 5 دسمبر 2018 - 14 لیندۍ 1397
د دغې پېښې تصویرونه په سیمه کې پر خواله رسنیو هم لاس پر لاس شوي دي. د انځور حقوق ANWAR ZEB/FACEBOOK
Image caption د دغې پېښې تصویرونه په سیمه کې پر خواله رسنیو هم لاس پر لاس شوي دي.

د خیبر پښتونخوا دویم لوی دولتي روغتون 'خیبر ټیچینګ هسپتال ' کې د ادعا له مخې د یوه څوکيدار په لاس د ناروغانو معاینه کولو له پېښې وروسته د څېړنې امر شوی.

د روغتون ویاند فرهاد خان بي بي سي ته وویل، تېره شپه ناوخته د روغتون ساتونکی یا څوکيدار د ډاکټر یا نرس لپاره پر ځانګړې څوکۍ ناست و او د ناروغانو وینې فشار یې معاینه کاوه.

د دغې پېښې تصویرونه په سیمه کې پر خواله رسنیو هم لاس پر لاس شوي دي.

د انځور حقوق ANWAR ZEB/FACEBOOK
Image caption د ویاند په خبره دا روغتون بېړنیزو طبي مرستو څانګې ته څېرمه یوه ځانګړې خونه ده، چې پکې د ناروغانو له لومړنیو معایناتو وروسته ناروغان متخصص ډاکټر ته استول کېږي

د ویاند په خبره دا د روغتون بېړنیزو طبي مرستو څانګې ته څېرمه یوه ځانګړې خونه ده، چې پکې د ناروغانو له لومړنیو معایناتو وروسته ناروغان متخصص ډاکټر ته استول کېږي.

د روغتون له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د پېښې په تړاو شپږ طبي کاروکونکي چې ډاکټران او نرسان په کې شامل دي، معطل شوي دي او د ناروغانو معاینه کونکی څوکېدار له دندې شړل شوی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د روغتون ویاند وویل، د روغتون چارواکي څوکېدار د روغتون هرې برخې ته لېږلی شي.

د انځور حقوق KTH PESHAWAR
Image caption روغتون په یوه اعلامیه کې ویلي، د پېښې څېړنه کوي

ښاغلی فرهار زیاته کړه، کېدای شي یو چا شوخي کړې وي او د نرس پر څوکۍ یې د څوکېدار له کښېنولو وروسته د هغه تصویرونه اخیستي وي، خو په وینا یې دا به د څېړنې له بشپړېدو وروسته معلومه شي، چې څه پېښ شوي دي. هغه وايي:

'دا هم کېدای شي، چې د اړتیا له مخې نرس بهر ته وتلې وي او پر ځای یې څوکېدار د ناروغانو وینې فشار معاینه کاوه. '

د خیبر پښتونخوا په ګډون پاکستان کې له دې مخکې هم داسې پېښې شوې چې د جعلي او بې سنده ډاکټرانو له لاسه د ځینې ناروغانو ناروغي سخته شوې او یا یې ان ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړونده مطالب