''طالبان پېښور کې له لارۍ چلوونکو باج اخلي''

پېښور د انځور حقوق Getty Images

پېښور کې د لویو موټرو او ترانسپورتي اډو ځینې څښتنان وایي، نا مسووله وسله والو په دې وروستیو کې په پېښور له دوی نه په زور باج اخیستل پيل کړي.

ویل کېږي دغو پېښو کې نه یوازې د پاکستاني سخت دریځو ډلو وسله وال ښکېل دي، بلکې پر افغان طالبانو هم داسې تورونه شته چې په پاکستانۍ خاوره کې دننه له خلکو د افغان جهاد په نامه باج اخلي.

خو د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، دا موضوع په دوی پورې اړه نه لري او نه هم دوی په دې اړه کوم مالومات لري.

د پېښور د لاریو یوې اډې څښتن بي بي سي ته د نوم نه ښوولو په شرط وویل ګهیځ وختي داسې کسان د لاریو اډو ته ورځي چې د افغان طالبانو اړوند دي او له هغو لاریو څښتنانو باج اخلي چې افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي.

دوی وايي دلته د یوې لارۍ پر سر پنځه زره روپۍ اخیستل کېږي. نوموړی وايي له تېرو دریو میاشتو راهیسې دا لړۍ روانه ده او هغو لاریو څښتنانو ته د مرګ ګواښونه کېږي، چې د باج له ورکولو انکار کوي.

د کوکنارو کښت زیات شوی؛ پولیس او طالبان له بزګرو باج اخلي

پاکستاني طالبان: باج مو اخیستی او شوکې مو کړې

"هغه مافيا چې افغانستان گواښي"

د اډې څښتن وايي، باج اخیستونکي دا پیسې افغانستان کې د جهاد په نامه اخلي.

دی زیاتوي، وسله وال ورته وایي چې دا پېسې پر هغو کسانو وېشل کېږي چې خپلوان یې افغان جګړه کې وژل شوي وي.

سرچینه همدا راز ادعا کوي چې یو شمېر هغه موټر چلوونکوي چې له پیسو ورکولو یې انکار کړی و، په افغانستان کې له خپلو سوداګریزو توکو سره وتښتول شول.

سرچینه وایي، افغانستان ته سیمټ، کېله او نورو توکو لېږدونکو ګاډو څښتنانو ته د پېسو له ورکولو وروسته د سند په توګه یو لیک هم ورکول کېږي، چې بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سیمو کې کتل کېږي.

د لاریو اډې یو څښتن وايي، دوی په دې اړه پاکستاني چارواکو ته حال نه ورکوي، ځکه په خبره یې دوی په افغانستان کې له هغو سیمو تېرېږي چې افغان طالبان پکې فعال دي.

وړمه ورځ پېښور کې د ځايي چارواکو یوه غونډه کې د ځايي شورا یوه غړي د پېښور لاریو اډو کې د افغان طالبانو له لوري د باج پر اخیستنې اندېښنه څرګنده کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پېښور له لاریو اډو لسګونه لارۍ هره ورځ افغانستان ته ځي

د پېښور ډپټي کمشنر عمران حامد وویل، پولیسو سره به په دې تړاو خبرې وکړي او دې لړ کې به کوټلي ګامونه پورته شي.

د پېښور بېلا بېلو سیمو کې د لاریو نژدې لس داسې اډې دي، چې تر سلو پورې لارۍ هره ورځ ترې افغانستان ته بېلا بېل توکي لېږدوي.

دغه ډېری لارۍ تازه مېوې او سابه افغانستان ته لېږدوي.