بلوچستان: څوک ډاکټران تښتوي؟

ډاکټران

په بلوچستان ایالت کې د ډاکټرانو د اتحادیې په خبره د دوی درې دېرش ډاکټران د پېسو د تاوان لپاره تښتول شوي، اتلس وژل شوي او شاوخوا نوي ډاکټرانو د ناامنۍ له امله دغه ایالت د تل لپاره پرېښود.

دوه اونۍ وړاندې د کوټې له جناح ټاون سیمې ډاکټر ابراهیم خلیل و تښتول شو، چې د ډاکټرانو د اتحادیې په وینا ښاغلی خلیل يې درې دېرشم ډاکټر دی، چې د بونګې (د پېسو بدل کې د خوشي کولو) لپاره تښتول کېږي.

پوښتنه دا ده چې څوک دغه ډاکټران تښتوي او ولې يې امنیتي ادارې مخه نه شي نیولی؟

په کوټه کې د ډاکټرانو د اتحاديې د یوه مشر ډاکټر کلیم الله مندوخېل په خبره تښتوونکي دومره زورور دي، چې ایالتي حکومت او د دوی چارواکي يې پر ضد هیڅ نه شي کولی:

"کله چې موږ له چارواکو سره وینو، نو ښکاري، چې د هغوی په لاس کې هیڅ نه شته".

د ښاغلي مندوخېل په خبره، د ډاکټر ابراهیم خلیل د تښتولو تر دوو زیاتې اونۍ وشوې خو امنیتي اورګانونو او ایالتي حکومت لا هم کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د کوټې په شمول د دغه ایالت په بېلا بېلو سیمو کې په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې چې څومره هم ډاکټران تښتوول شوي، له بونګې پرته نه دي خوشي شوي.

بي بي سي له ځينو داسې ډاکټرانو او د هغوی له کورنیو سره خبرې کړې دي، چې څه ډول دغه ډاکټران وتښتول شول؟ څه ډول بیا د دوی له کورنیو پېسې واخیستل شوې او څه ډول امنیتي اورګانونه په دې هر څه چوپ پاته و.

په دغو تښتول شویو ډاکټرانو کې تر شلو زیات له سرښار کوټې تښتول شوي او اکثره يې په سپينه ورځ د ښاره له منځه تښتول شوي دي.

د ۲۰۱۳میلادي کال په جون میاشت کې د دغه ایالت له يوې سیمې تښتول شوی ډاکټر له نومپرته وايي، په سپينه ورځ د دوو ښارونو ترمنځ له یوې لویې لارې وسلوالو کسانو وتښتاوه.

د دغه ډاکټر په خبره، اته دېرش ورځې یې له همدې لویې لارې سره څېرمه په یوه کلي کې، دیارلس ورځې نيژدې بل کلي کې او یوه نیمه میاشت بیا د شمالي وزیرستان په میران شاه کې په یوه کور کې پټ ساتلی و.

"له بلوچستان تر میران شاه يې زه په دوو ورځو کې یووړم. کله چې به پر امنيتي پوستو ورتلو، نو راته ویل به يې، چې دا د امریکایانو پوستې دي، که دې ږغ وکړ، ډز درباندې کوو. وروسته بیا موږ ته څرګنده شوه، چې دا خو د امریکایانو نه زموږ خپلې پوستې وې".

د دغه تښتول شويډاکټر په خبره د ده له کورنۍ لومړی د پنځوسو کروړه کلدارو بونګې غوښتنه وشوه، خو وروسته تښتوونکي په درې نیم کروړه راضي شوو.

"کله چې زما کورنۍ په درې نیم کروړه تاوان تښتوونکو ته ومنلې، چې درکوو يې، بیا د پېسو د ورکړې لویه ستونزه وه، چې دغه پېسې به تر دوی څه ډول رسوو. زما کورنۍ ورته هلته یو قبایلي مشر یاد کړ، چې دغه پېسې به هغه ته ور کړو، له هغه يې بیا تاسو واخلئ، نو تښتوونکو انکار وکړ، ویل هغه مشر تر دوی زورور و او بیا دوی ورڅخه پېسې نه شي اخیستلی. بیا وروسته د همغې سیمې یو ډاکټر په منځ کې راغی، هغه دغه پېسې ور ورسولې".

د دغه تښتول شوي ډاکټر په خبره کله چې د میران شاه هغه ډاکټر بیا تښتوونکو ته پېسې ورکړې نو يې ورته وویل، پېسې وګڼئ؟ ؛د ګڼلو ضرورت يې نشته؛ تښتوونکو ورته ویلي و.

په ۲۰۱۱م میلادي کال کې له کوټې ښاره یو بل ډاکټر وتښتول شو، چې بیا شل ورځې وروسته تربونګې ورکولو وروسته خوشی شو.

دی هم له بي بي سي سره د نوم نه ښوده په شرط وايي:

"وسلوالو د کوټې ښار د ګڼې ګوڼې یو بازار بلاک کړی و. په دوو موټرو کې له اته بیا تر لس پورې وسلوالو زما موټر ودراوو او د ټوپک په زور يې زه د دوی په موټر کې کښېنولم. تر دوه یا درې ساعته سفر وروسته يې يوې خونې ته یووړم او بیا تر راخوشي کېدو پورې شاوخوا شل ورځې هملته وم".

د دغه ډاکټر په خبره تښتوونکو لومړی د ده له کورنۍ څوارلس کروړه کلدارې غوښتنې حږ وروسته په دوه کروړه سره راضي شول.

دا ډاکټر وايي، دغه پېسې يې کورنۍ په همدې ایالت کې د یوه درېمګړي په وسیله تښتونکو ته ورکړې.

که څه هم په بلوچستان کې حکومتي چارواکو کله هم د دغو تښتوونکو په تړاو کوم مالومات څرګند کړي نه دي، چې دوی څوک دي.

خو هلته ځينې سرچینې ددغو تښتوونکو ډلو تر شا خپله د پاکستان د ځينو ادارو د ملاتړ تور پورې کوي.

په ۲۰۱۳م میلادي کال کې له کوټې ښاره د یوه بل تښتول شوي ډاکټر کورنۍ وايي، دوی د دغه ډاکټر د راخوشي کېدو بدل کې یې تښتوونکو ته پنځه کروړه کلدارې ورکړې.

هغه بي بي سي ته وویل: "موږ ته يې وویل چې پېسې په یوه ګاډي کې د کوټې ښار د سریاب سیمې پلانکۍ کوڅې ته راوړئ. کله چې موږ هلته ورغلو نو په دوو موټر سايکلو سپاره کسان راغلل او له پېسو ډک بریف کېس راڅخه واخیست".

که څه هم د کوټې په شمول د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو د سیاستوالو او سوداګرو په شمول د ځينو نورو شعبو خلک هم تښتوول شوي خو تر ټولو زیات ډاکټران تښتوول شوي دي.

د ډاکټرانو په اتحادیه کې د ځینې فعالو ډاکټرانو په خبره تښتوونکي او د هغوی باداران د ډاکټرانو بانکي حساب ګوري او تر هغه وروسته ډاکټر په نښه کوي.

په کوټه کې پر اکثرو ډاکټرانو دا تور دی، چې دوی تر دولتي روغتون زیاتې پېسې په شخصي روغتونو کې ګټي.

په بلوچستان ایالت کې د پېسو لپاره د سړي تښتوونې دغه کاروبار نيژدې له یوې لسیزې روان دی او له دې سره چې د دغو تښتوونکو ډلو د ملاتړ تور پر ځينو سیاستوالو، پخوانیو ایالتي وزیرانو او د ځينو امنیتي اورګانونو پر لاس پوڅو پورې کېده.

خو کلونو تېر شوو، چې نه هم کله یو تښتوول شوی کس له پیسو پرته خوشی شو او نه هم د هغو کسانو پر ضد قانوني ګام پورته شو، چې پرې دغه تورونه پورې کېږي.