عمران خان: له افغان حکومت او امریکا سره د طالبانو د خبرو هڅه کوو

د انځور حقوق TRT
Image caption د پاکستان لومړی وزیر وايي، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو سره ګډه هڅه کوي چې طالبان له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، افغان کشاله پوځي حل نه لري او له نېکه مرغه اوس ټول دا خبره مني.

ښاغلی خان د ترکیې رادیو تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ طالبان له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.

د عمران خان دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو پیلېدو سره د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي د نږدې کېدو په لور دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي له هغه وروسته تاوجن شول چې د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۸ کال راهیسې پر پاکستان د سختو نیوکو ترڅنګ پر دغه هېواد پوځي مرسته ودروله.

* پاکستان: د هند له رول پرته افغان سوله نیمګړې ده

* افغان سوله؛ د امریکا او پاکستان اختلاف پر څه دی؟

واشنګټن او د ترهګرۍ ضد جګړه کې نور ملګري یې او افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې خپله خاوره کې یې طالبانو او حقاني شبکې ته ځای ور کړی دی.

خو عمران خان دې مرکه کې دغو تورونو ته ځواب کې وویل، د ناټو او افغان پوځ سره سره څنګه له دریو تر څلور زرو کسان ټول هېواد ته تاوان رسولی شي:

"دا ټولې خبرې یې وکړې خلک یې تېر اېستل او پاکستان یې د قربانۍ ګډوری کړ".

عمران خان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا مرستو ته په اشارې وویل: کله چې ته د نورو په مالي مرسته تکیه کوې، بیه به یې هم ور کوې او پاکستان یې درنه بیه پرې کړه.

افغان- شوروي جګړه

د انځور حقوق AFP
Image caption عمران خان تېره اونۍ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه د دوو ورځو لپاره انکرې ته لاړ. هلته یې له اردوغان سره د افغان کشالې په تړاو د درې اړخیزې ناستې ژمنه هم وکړه.

نوموړي د افغان- شوروي جګړې یادولو سره وویل، اسلام اباد هغه مهال هم د هغې جګړې برخه و او له امله یې پاکستان کې ناامني خوره شوه او له هغې جګړې وروسته پکې توندلاري او نشه يي توکي زیات شول.

د عمران خان په خبره، د ۲۰۰۱ کال سپټمبر ۱۱ له پېښو وروسته پاکستان بیا له امریکا سره ودرېد او د پیسو بدل کې یې له هغه چا سره جګړه وکړه، چې ۸۰ لسیزه کې ور سره ملګری و:

"خو اوس پاکستان د چا لپاره جنګ نه کوي، اوس موږ له چا پیسې نه اخلو او بدل کې کار نه ور ته کوو، زموږ بهرنۍ پالیسي د پاکستاني ولس پر بهترۍ څرخي".

له هند سره اړیکي

د انځور حقوق TRT
Image caption عمران خان د ترکیي رادیو تلويزون د نیوز ميکر پروګرام کې

عمران خان دا هم وویل، چې پاکستان له ګاونډي هند سره خبرې غواړي، خو دا وړاندیز یې څو ځل رد شوی دی او لامل یې هم د هند د ۲۰۱۹ کال ټاکنې دي.

هغه دا هم وویل، چې د هند لومړی وزیر نرېندر مودي ټاکنیزو هڅو کې د پاکستان مخالفو احساساتو سره رایې خپلول غواړي.

* پاکستانی مېړه: چینايي پوځیانو مې مېرمن بربنډه کړې

* چین کې د یو میلیون مسلمانانو د نیولو مسؤول څوک دی؟

نوموړي پر ټاکنو سربېره د کشمیره مسله هم یاده کړه او ویې ویل چې هلته د هند زور زیاتی ډېرېږي.

"هغوی ماشومان په نښه کوي، چره دار ټوپک سره یې ړندوي، یوازې تېر کال هندي پوځ کشمیر کې پنځه سوه خلک وژلي دي".

د اویغوري مسلمانانو له حال بې خبري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین پرضد د اویغوریو مېرمنو لاریون

خو عمران خان د چین سینکاینګ ایالت کې له اویغور مسلمانانو سره د حکومت له چلن بې خبري وښوده.

"چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چین له چلن پوره خبر نه یم، خو دا ضرور ویلی شم، چې دغه هېواد له پاکستان سره ستونزمن وخت کې ټینګ ولاړ دی".

د چین له اویغور مسلمانانو سره د حکومت له چلن د عمران خان دا بې خبري په داسې مهال ده، چې ان هغو پاکستانیانو اسلام اباد کې مظاهرې وکړې چې اویغورۍ مېرمنې یې امنیتي ځواکونو بېولې دي.

دوی وايي، له کال ډېر وخت کېږي جې مېرمنې یې د چین حکومت روزنځیو ته بوولې، خو د خلاصون پته یې نشته.

ورته مطالب