د نقيب مسعود پر لومړي تلين د ټانک غونډه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نقيب مسيد پر لومړي تلين د ټانک غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي پاکستان کې پښتانه له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې دي.

د نقيب مسيد لومړي تلين کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د پښتونخوا ټانک کې د زرګونو کسانو غونډه کړې وه. غونډې ته د دغه غورځنګ مشر منظور پښتون وويل پاکستان کې پښتانه له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې دي.

نقيب مسيد تېر کال همدې ورځو کې کراچۍ کې يوه داسې پېښه کې وژل شوی و، چې د پاکستاني پوليسو یوه جعلي نښته بلل شوې وه.

د ده د وژنې غبرګون کې بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو، چې پاکستان کې د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.

خدای نور ناصر د دې پوښتنې په ځواب رپوټ پیل کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د ټانک غونډه بريالۍ بللې، داسې ښکاري هغسې چې دوی غوښته هماغسې وه؟

اړونده مطالب