قبایلو کې په لومړي ځل د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې

  • 17 جنوري 2019 - 27 مرغومی 1397
قبایلي سیمه د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption ځايي مشران وايي په قبایلي سیمو کې د ټاکنو لپاره پنځه میاشتې موده بسنه نه کوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت والي یا ګورنر شاه فرمان تېره اونۍ له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د ایالت قبایلي سیمو کې به راتلونکو څو میاشتو کې د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې وشي.

نوموړي ویلي، دا ټاکنې به د راتلونکې جولای میاشتې نه وړاندې ترسره شي.

ښاغلی فرمان وايي، قبایلي سیمو کې د ټاکنو لپاره د پاکستان د ټاکنو کمېسیون چمتوالی پیل کړی دی. قبایلي ولسوالیو کې د بېلا بېلو ګوندونو مشران وايي، ټاکنو ته لیوال دي، خو باور یې نشي چې دغه ټاکنې به پر ټاکلي وخت وشي.

د اورکزیو ایجنسۍ اوسېدونکی عمر اورکزی چې غواړي ټاکنو کې کاندید شي وايي، د سیمې اوسېدونکو ټاکنو ته چمتوالی نه دی کړی:

"هغسې چې زه قبایلي سیمو کې ټاکنو ته خوشحال یم، خلک هم خوشحال دي، خو في الحال تیاریانې نه شته نه د حکومت له لوري کومه تیاري شته او نه هم د خلکو له لوري. پکار ده چې حکومت او کمېسیون په مناسب وخت اعلان وکړي، ځکه ما سره خپله دا وېره شته، چې ټاکنې به پر خپل وخت وشي او که به و نه شي."

پاکستانۍ محکمې ته د قبایلي سیمې اوسېدونکې ښځې عریضه

"پاکستان قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګډوي"

'د پاکستان قبایلي سیمې ځوانانو لپاره دې پالیسي جوړه شي'

شاه سوار چې مومندو ایجنسۍ کې د پیپلز ګوند یو مرکزي مشر دی وايي، د دې لپاره چې قبایلي سیمې په بشپړه توګه خیبر پښتونخوا ایالت کې شاملې شي، د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې ډېرې ضروري دي. نوموړی وايي، که حکومت قبایلي سیمو کې پر ټاکلي وخت ټاکنې و نه کړي، دوی به احتجاج پیل کړي.

ځايي مشران وايي په قبایلي سیمو کې د ټاکنو لپاره پنځه میاشتې موده بسنه نه کوي. خیبر ایجنسۍ کې د پیپلز ګوند یو ځايي مشر حضرت ولي اپرېدی وايي. پکار وه چې ټاکنې لږې ځنډول شوې وای:

زه وایم دا موده ډېر لنډه ده، پکار و چې دا لږ ناوخته شي، چې عامه پوهاوی هم ډېر شي، ذهناً هم خلک تیار شي او لږ تر لږه د حلقه بندیو یا حوزو په هکله شته تحفظات هم لرې شي. ''

د خیبر پښتونخوا په ایالتي پارلمان یا اسمبلۍ کې د سر شمېرنې پر بنسټ د قبایلي سیمو لپاره ۱۶ څوکۍ ځانګړې شوې دي، خو د قبایلي سیمو ځینې اوسېدونکي د سر شمېرنې پر بهیر نیوکې کوي او وايي د څوکیو وېش ناسم دی.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

تېر کال مې میاشت کې د پاکستان اساسي قانون کې د یوه بدلون له مخې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شاملې کړل شوې.

د تېر کال په جولای میاشت کې د قبایلي سیمو په ګډون ټول پاکستان کې د قامي یا ملي اسمبلۍ لپاره ټاکنې وشوې، خو د همدي قانوني بدلون له مخې قبایلي سیمو کې د صوبايي اسمبلۍ ټاکنو لپاره یو کال وخت ورکړل شوی و.

اړونده مطالب