د شمالي وزیرستان د خیسوره پېښې پر ضد احتجاج

د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د دوشنبې په ماښام د شمالي وزیرستان د خیسوره سیمې په اړه ویناوو کې اندېښنه څرګنده شوې او له اړونده چارواکو يې په پېښه کې د ککړو چارواکو ضد د سخت ګام اخیستلو خواست کړی.

ددغې پېښې په اړه مالومات چې پر خواله رسنیو د یوې ویډيو له لارې خپاره شول، په کې یوه ماشوم د پاکستان امنیتي سرتېري د هغوی کور ته په بې پوښتنې ورتلو او ځورولو تورن کړي وو.

د متحده مجلس عمل غړي مفتي عبدالشکور غونډې ته په وینا کې د خیسوره سیمې د پېښې ذکر وکړ او ويې ویل، د امنیتي سرتېرو له لوري د پښتانه بې ستره شوي دي.

ښاغلی شکور غونډې ته په وینا کې ژړغونی شو او ويې ویل، په وژنو او بې کوره يې نه دي ژړلي، خو د "بې سترۍ" په دې پېښه به خامخا وژاړي. "زموږ بازارونه يې ویجاړ کړو، موږ يې ووژل، بې کوره يې کړل، هیڅ خبره نه ده، خو د خیسور په پېښه موږ ډېر ودردېدل، ځکه چې د خضر په جامه کې غل راغلی دی."

تر مفتي عبدالشکور وروسته د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر او د جنوبي وزیرستان خلکو استازي دواړو په خپلو ویناو کې دغه پېښه وغندله او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له چارواکو یې په دغه پېښه کې د ککړو کسانو ضد د جدي ګام پورته کولو خواست وکړ.

"اې کې شپاړس"

په خواله رسنیو له تېرو څو ورځو راهیسې یوه ویډيو زیاته لاس په لاس شوې، چې په کې یو دولس یا دیارلس کلن ماشوم د پاکستان پر امنیتي ارګانونو تور پورې کوي، چې دده پلار او مشر ورور يې څلور میاشتې وړاندې وړي دي، خو اوس هم د دوی کور ته بې له اجازې ورځي او دوی ځوروي.

دغه ماشوم چې خپل نوم حیات خان یادوي، وايي "امنیتي ارګانونو کسان زموږ کور ته راشي، په کټ کښېني او بالښتونه غواړي". دغه ماشوم په دې ویډيو کې د یوه سرتېري نوم دریاخان یادوي او د دوی ډلګۍ نوم "اې کې شپاړس" یادوي.

د انځور حقوق @Gulalai_Ismail
Image caption د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل تر دې ویډيو وروسته پر خواله رسنیو د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته یو خلاص لیک لیکلي او غوښتنه يې ترې کړې، چې د ښځو په ځورولو او بې اجازې د چا کور پر ورتلو دي ددې کسانو پر ضد ګام واخیستل شي.

په دې ویډيو کې حیات خان د پاکستاني پوځ له مشرانو خواست کوي، چې ورور او پلار دې يې نه راخوشي کوي، خو د دوی کسان دې يې کور ته نه ورځي.

تردې ویډيو وروسته یوه بله ویډيو هم خپره شوه، چې په کې یو کس ځان ملک ماتوړکی یادوي، وايي د حیات کور ته چې پوځي افسر ورغلی و، دی ورسره و او هغوی هلته ښځو ته یوازې دومره وویل، چې د غازو له ډبې سره پام کوئ، چې پټاو نه شي:

"هغوی داسې نه دي ورته ویلي، چې کټ راوړئ، یا بالښتونه راوړئ، بلکې زما په مخ کې دا ورته وویل، چې د غازو له ډبې سره پام کوئ". دغه کس چې دا خبرې کوي، شاته يې نورو کسانو د پاکستان بېرغونه په لاس کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه ماشوم تر ویډيو وروسته په خیسوره سیمه کې لویه ولسي غونډه وکړه او اړونده چارواکو ته يې د یوې اونۍ وخت ورکړ، چې په یوه اونۍ کې دي د حیات خان پلار او ورور خوشي شي او د اړونده چارواکو ضد دي پلټنې وشي.

د غورځنګ بنسټګر منظور پښتین له خیسوره په راستنېدو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، هلته يې د رزګونو کسانو غونډه کې دغه غوښتنې چارواکو ته کښېښودې. "که په یوه اونۍ زموږ دا غوښتنې ونه منل شوې، نو تردې به هم سخت احتجاج وکړو."

په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل تر دې ویډيو وروسته پر خواله رسنیو د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته یو خلاص لیک لیکلي او غوښتنه يې ترې کړې، چې د ښځو په ځورولو او بې اجازې د چا کور پر ورتلو دي ددې کسانو پر ضد ګام واخیستل شي.

اغلې اسماعیل په دې لیک کې د بشري حقونو د څار ادارې هم مخاطبې کړې دي.

له عمران خان سره د وېډیو شریکول

له شمالي وزیرستان څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه پر خپل ټيوټر پاڼه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره دغه ویډيو شریکه کړې او ورسره يې کښلي، ''د شمالي وزیرستان د خیسور یوه بله دردناکه پېښه''.

له جنوبي وزیرستان څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر هم په یوه ویډيويي پېغام کې دغه پېښه په سختو ټکیو کې غندلې ده. ؛پښتنو د ترهګرۍ په نامه جنګ د ځان او مال قربانۍ ورکړې، خو پر هغو به دومره نه وي خفه لکه د خیسور پر پېښې چې به وي؛.

بي بي سي د پاکستان پوځ او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار اپريدي ته ددغې پېښې هکله د هغوی د غبرګون لپاره بیا بیا زنګ او ټیلي فوني پېغامونه ولېږل، خو هیڅ ځواب يې را نه کړ. خو د دوشنبې په ماښام د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د غړیو په ځواب کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار اپريدي په وینا کې وویل، د اړونده چارواکو ضد که هر څومره هم زورور وي، ګام به اخلي.

''دغه افسر چې څومره هم زورور وي، خو چې زما یو پښتون او پاکستانی يې ځورولی وي، داسې سزا به ورکوو، چې د نوره لپاره بېلګه وي.''

ورته مطالب