ایا منظور پښتین سره عکس اخیستل جرم دی؟

ندا کرمانی اور منظور پشتین د انځور حقوق Nida Kirmani
Image caption ندا کرماني پوښتنه کړې، چې ایا له منظور پښتون سره عکس اخیستل جرم دی؟

پاکستان کې یو شمېر مدني فعالان وایي، د خواله رسنۍ پاڼې پرلپسې څارل کېږي. د دوی په وینا، د قانون او قانوني پرېکړو په تړاو هر نظر چې له دولتي نظر سره ټکر کې وي، نه یوازې اعتراض پرې کېږي، بلکې د سانسور کولو هڅه یې کېږي.

د ټوېټر شبکې د ښځو حقونو فعالې او تعلیمي ماهرې ندا کرماني ته یو برېښنالیک استولی او ورته یې ویلي چې ځینې ټویټر پیغامونه یې د پاکستاني قوانینو ضد دي. د ندا کرماني ټویټر پیغامونو کې هغه پیغام هم شامل دی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره ګډ تصویر یې هم پکې ټومبلی دی.

له بي بي سي سره خبرو کې ندا کرماني وايي، لږ خواشینې شوه، حو دغه برېښنا لیکونه حیرانونکي نه دي، ځکه په وینا یې له څه مودې راهیسې هغو خلکو ته داسې پیغامونه لېږل معمول دی، چې له دولت سره هم نظر نه دي او یا پر مهمو مسایلو خبرې کوي.

منظور پښتین کوټې ته ۹۰ ورځې نه پرېښودل کېږي

'پاکستان کې د جبري بې درکۍ پېښې ډېرې شوې'

'کلونه شخصي ټویټر پیغامونه خوندي نه وو'

نوموړې وايي، ځکه یې په دې تړاو پر خواله رسنیو بحث راپورته کړ، چې خلک پوه شي د سانسور هڅې کېږي. نوموړې وايي:

''ګومان کوم دغه رسمي شکایت ټویټر ته د حکومت لخوا استول شوی دی او له دې کبله داسې کوم دلیل نه شته، چې چارواکو ته په دې هکله شکایت وکړو. ''

هغه زیاتوي، ''زه باوري یم چې د انلاین دریځونو پراخوالي حکومتي چارواکي ویرولي دي او له همدې کبله دوی غواړي خلک کنټرول کړي، چې زما غوندې تعلیمي ماهرین یې نه مني. دولت باید پوه شي چې د پرمختګ لپاره مخالف نظر او بحثونه ډېر ګټور دي. ''

د انځور حقوق Reema Omer

د ټوېټر شبکې مدني فعالې ریما عمر ته هم څو ورته برېښنالیکونه استولي او پکې ویل شوي چې هغې د پاکستان له قانونه سرغړونه کړې. د ټویټر برېښنالیک کې ریما عمر ته ویل شوي، حکومت ستاسې شکایت کړی دی، چې ځینې پیغامونه مو له پاکستاني قانون سره ټکر کې دي. خو د ریما عمر کوم ټویټر پیغامونه داسې بلل شوي او څه یې پکې لیکلي؟ د هغې درې پیغامونه د پوځي محکمو په اړه دي. د بېلګې په توګه یوه ټویټر پیغام کې وايي:

''د پوځي محکمو فعالیتونه شفاف نه دي. ولس یې نه شي څارلی. پرېکړې یې له سره تر پایه د جرم پر اعتراف راڅرخي او پېښور عالي محکمه یې (مصنوعي) بولي. مشکوک کسان له ځانه دفاع نه شي کولای او نه هم په شفاف ډول د خپلې خوښې وکیل اجازه لري، ایا بیا هم پر پوځي محکمو باور کېدای شي؟ ''

مېرمن ریما بي بي سي ته وویل، ټویټر پیغامونو کې یې هېڅ قانون ضد مواد نه شته او داسې کوم دلیل نه شته چې د ډار له کبله یې له خپلې پاڼې لرې کړي.

د سایبر حقونو غیر دولتي ادارې ډېجټل رایټس موسسه نګهت داد وايي، پاکستاني قانون اړوند ادارو ته له خواله رسنیو د هر ډول موادو لرې کولو واک ورکوي، خو هغه کسان چې پیغامونه یې لرې کېږي، یوازې معلومات کولای شي او اپیل نه شي کولای. د پاکستان الیکترونیکي جرمونو ضد قانون له مخې پاکستان ټیلي کمیونیکشن نومې اداره حق لري ټول هغه مواد له انټرنیټي پاڼو لرې کړي، چې دوی یې د اسلامي ارزښتونو، ملي هویت، ملي امنیت او دفاع خلاف بولي.

بل لور ته د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی ټویټر ته داسې هېڅ خبرداری نه دی استولی. نوموړی وايي ( د پوځي محکمو شتوالی یا نشتون علمي بحث دی او هېڅ بندیز پرې نه شي لګول کېدای. نوموړي دې لړ کې یو ټویټر پیغام هم خپور کړی دی.

ریما عمر وايي دې سره یې درې پوښتنې کړې.

آیا ټویټر له خپل لوري دغسې برېښنالیکونه استوي؟

ایا یو څوک په جعلي توګه د حکومت په استازیتوب ټویټر ته شکایتونه استوي؟

ایا دغسې شکایتونه له (دولتي) اړخه کېږي، خو حکومت ته په دې اړه څه نه ویل کېږي؟

د انځور حقوق @reema_omer/Twitter
Image caption ریما وايي، زه یې د خبرداري پر ځای یوازې یو پیغام بولم

تر اوسه د نوموړې پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړل شوی، خو د واکمن ګوند پي ټي اي ویاند وايي، هغه کاروونکي چې دغسې برېښنالیکونه ورته استول شوي، باید پر خپلو پاڼو نظر واچوي او که له قوانینو سرغړونه شوې وي، خپله دې دغسې مواد لرې ک

د یادونې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر پاکستانیانو د ټویټر له لوري د برېښنالیکونو تر لاسه کولو او حساب پاڼو تړل کېدو شکایتونه کړي، چې خبریال مبشر زیدي، مدني فعاله ګل بخاري، بلاګ لیکوال احمد وقاص ګورایه او پاریس مېشتی پاکستانی خبریال طاحا صدیقي هم پکې شامل دي.

اړونده مطالب