پښتون ژغورنې غورځنګ ته د سمینار اجازه ورنه کړل شوه

منظور د انځور حقوق Getty Images

د پښتونخوا مرکز پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، د قامي مسلو په تړاو یې پېښور پرېس کلب کې د سمینار جوړاوه، خو د کلب مشران دا خبره نه مني چې غورځنګ د چا د فشار له امله یې دا غونډه وځنډوله.

پېښور کې د غورځنګ یوه مشر رحیم شاه ایډوکېټ بي بي سي ته وویل، چې اونۍ وړاندې یې د سمینار لپاره پرېس کلب کې نوملیکنه کړې او ۱۵ روپۍ هم ټپۍ( وارمخکې پیسې یا پېشکي) سپارلې وې.

تېره ورځ د کلب مشرانو ټلیفون کې راته وویل، چې د ځینې خلکو د فشار له امله د سیمینار اجازه نشي ور کولی.

نوموړی وايي، دې سمینار کې د خیبر ایجنسۍ د خلکو پر نورو ستونزو سربېره د ټرانسپورټ او اډو په هکله هم خبرې کېدې.

هغه په دې خواشیني وښوده چې د خبریالانو داسې ادارې د سمنیار جوړولو اجازه ور نه کړه چې د ولس ستونزې پکې را پورته کېدې.

د انځور حقوق AFP

رحیم شاه وايي، اوس یې پرېکړه کړې چې دا سمینار له پرېس کلب بهر سړک کې جوړ کړي او د دې کار لپاره یې پوره تیاری نیولی دی.

خو د پېښور پرېس کلب مشر سید بخار شاه دا تور ردوي چې د فشار له امله یې دا سمینار جوړېدلو ته اجازه نه ده ور کړې.

کلب کې ودانیزې چارې رواني دي، ځکه ممکنه نه وه چې دومره ډېر خلک کلب کې ځای شي.

دی دا هم وایي، چې د پرېس کلب مشران دې سمینار جوړېدلو باندې دوه خولې و، ځینې د سیمینار ملاتړي او نور مخالف و، ځکه اجازه ور نه کړل شوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption عالم زېب مسید د ترهګرۍ ضد محکمې ته وسپارل شو.

په ورته مهال پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د خپل یوه مهم مشر عالم زېب مسید د نیولو خلاق ټول پاکستان کې د مظاهرو خبره کړې ده.

د غورځنګ سرچینې وايي، مختلفو ښارونو کې د پرېس کلبونو مخې ته او عمومي ځایونو کې دې لاریونونو سره د ښاغلي مسید د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کېږي.

ویل کېږي عالم زېب مسود تېره سې شنبه کراچۍ کې تر نیول کېدو وروسته محکمې ته وړاندې شو.

د کراچۍ پولیسو د ښاغلي مسید مخ په ټوکر پټ کړی و او د سختو مجرمانو په ډول یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پښتون ژغورنې له غونډې وروسته عالم زېب مسید او نور مشران ونیول شول.