د ترهګرۍ ضد محکمې نقیب مسید بې ګنا وباله

د انځور حقوق Twitter
Image caption محکمه وايي، نقیب مسید لیبرال نظر درلود، له هنر سره یې مینه وه او غوښتل یې مادل شي.

د پاکستان کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې په ترهګرۍ، وسله او باروتو لرلو په تور وژل شوی نقیب الله مسید بې ګنا وباله.

محکمه وايي، د نقیب مسید د خواله رسنیو پروفایل ښيي چې هغه یو لېبرل یا ازاد خیال کس و، له هنر سره یې منیه وه او د ماډل جوړېدو ارمان یې درلود.

د تېر کال جنورۍ کې د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انوار نقیب الله مسید له خپلو دریو ملګرو سره وواژه او ویې ویل چې له داعش او جنګوي لښکر سره یې اړیکه درلود.

* "پاکستان کې اوږدمهال ځورېدلي پښتانه خپل غږ اوچتوي"

* " لومړی ځل پاکستان کې پښتانه د یوه ګډ هدف لپاره یوه خوله شوي"

د ترهګرۍ ضد محکمې له پلټنو او څېړنو له پنځو رپوټونو ارزولو وروسته پر نقیب مسید لګېدلي تورونه ناسم بللي.

محکمه خپله پرېکړه کې لیکي: په رسنیو کې د راو انوار د خبرو اپوټه په نقیب الله مشهور نصیب الله ترهګرۍ کې اس نه درلود او نه داسې کوم ثبوت میلاو شوی دی. د پېښې له ځای ترلاسه شوي اسناد او څېړنې دا تورونه نه ثابتوي، ځکه د هغه په ضد لګېدلي تورنه له دوسیې غورځول کې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نقیب مسید تر وژل کېډو وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو.

د نقیب مسید له وژل کېدو وروسته ټول پاکستان کې مظاهرې پیل شوې او اسلام اباد کې د مختلفو سیمو پښتنو لس ورځې پرلت وکړ.

راو انوار له مظاهرو وروسته ونیول خو وروسته په ضمانت سره خوشی شو.

تېرو ورځو کې راو انوار له هېواد د وتلو وړاندیز کړی و، خو محکمې ونه مانه.

اسلام اباد کې د پښتنو پرلت سره د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو، چې له هغه راهیسې د خپلو حقونو لپاره په مختلفو سیمو کې مظاهرې کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption راؤ انوار کو بیرون ملک جانے کی اجازت نہیں

د غورځنګ وروستی لاریون دا اونۍ په کراچۍ کې و، خو تر غونډې وروسته یې یو مشر عالم زېب مسید ونیول شو.

د نوموړي د خوشي کولو لپاره تېره ورځ هم مختلفو ښارونو کې مظاهرې شوې وې.

ورته مطالب