پاکستان: دیني مدرسه کې لومړی ځل کلتوري مېله

د دیني مدرسې په انګړ کې له موسیقۍ پرته سټېج ډرامه، طنز، ټوکې ټکالې او د پښتنو تاریخي نکلونو تمثیل ښايي ډېرو ته حیرانونکی وي، خو د خیبر پښتونخوا ایالت په دویمه لویه دیني مدرسه جامعه عثمانیه کې دا هر څه د یوې کلتوري مېلې بهیر کې نندارې ته وړاندې شول.

فېسټوال کې د مدرسې زده کونکو تر څنګ د سیمې ډېرو اوسېدونکو هم ګډون کړی و.

Image caption مېله کې د سیمه ییزو لوبو سیالۍ هم وشوې

د پبو جامعه عثمانیه نوښار مرکز دغه دوه ورځني نندارتون کې د بېلا بېلو سیمو په استازیتوب ۱۷ هټۍ پرانیستل شوې وې، چې خواړه، د مشهورو ودانیو ماډلونه او کالي هم پکې شامل وو.

مېله کې کتابونه وو، لرغوني لوښي وو، پخوانۍ وسلې نندارې ته ایښې وې او زده کونکو د غشي ویشتلو او پړي کشولو په څېر د سیمه ییزو لوبو سیالۍ هم وکړې.

مېله کې د پښتنو دودیزې جرګې تمثیل هم د مومندو او باجوړ سیمو په اسټالونو کې وړاندې شو، چې د ډېرو ګډونوالو پام یې ځانته کړ.

دغه راز د بېلا بېلو سیمو مېوې او د تېرو واکمنو د استعمال توکي هم نندارې ته ایښي وو.

دیوبند مدرسه: طالبان دې له اړتیا پرته سفر نه کوي

"د پاکستان دیني مدرسې دې وڅارل شي"

د جامعه عثمانیه مشر مفتي غلام الرحمان د فېسټوال په تړاو وویل:

''دا د یوې دیني مدرسې له لوري لومړۍ دا ډول هڅه ده او هدف دا دی چې د مدرسو طالبان د نوي عصر غوښتنې وپېژني. ''

Image caption مېله کې د جرګې تمثیل هم وړاندې شو

نوموړي زیاته کړه:

''نړۍ اوس د یوه کلي بڼه غوره کړې او موږ فکر کوو، چې طالبان باید پر دې غوښتنو پوه شي، تر څو چې یو دیني عالم او فاضل د خپلو خلکو پر احساساتو پوه نه شي، د ټولنې غوره خدمت نه شي کولای. ''

د جامعه عثمانیه رسنیو چارو مسوول مفتي سراج احسن وايي، د مېلې بهیر کې یې د طالبانو ادبي ذوق ته په کتو سره یو ادبي بهیر جوړ کړی او په خبره یې دوی هیله من دي چې د راتلونکي کال دغسې پروګرام کې به مشاعره هم شامله وي.

Image caption د تاریخي حیثیت لرونکي لوښي او نور توکي هم نندارې ته ایښي وو

په فېسټوال کې له موسیقۍ پرته هغه ټول فعالیتونه شامل وو، چې معمولاً د پوهنتونونو په دغسې پروګرامونو کې کېږي.

کله چې مې له یوه طالب ضماد احمد نه وپوښتل چې ولې په مېله کې موسیقي نه شته، په خندا یې ځواب راکړ، 'موسیقي له اسلام سره مطابقت نه لري او ښايي دلته ورته اړتیا هم نه ده محسوسه شوې. '