له چیغې تر غورځنګه؛ د پښتون ژغورنې یو کلنه مبارزه

د پښتنو د ملتپالنې او حق غوښتنې په تاریخ کې تر ټولو نوی خوځښت، یعنې پښتون ژغورنې غورځنګ یو کلن شو. دې غورځنګ تېر یو کال په ولسي غونډو، احتجاجونو، پرلتونو او د پاکستان پر پوځ په ښکاره او په جار نیوکو تېر کړ.

په تېر یوه کال کې د غورځنګ غږ نه یوازې په پاکستان، بلکې په افغانستان او د نړۍ په ډېرو هغو برخو کې هم واورېدل شو چې پښتانه پکې مېشت دي.

د غورځنګ بنسټګر منظور پښتین بي بي سي ته د خپل سیاسي سفر د لومړي کال لاسته راوړنو په اړه وايي، تر ټولو لویه بریا يې دا ده، چې پښتنو ته يې زړه ورکړ، ژبه يې ورکړه او د خپل قاتل د نوم اخیستلو توان يې ورکړ.

"لوی بریالیتوب مو خپل ولس ته خپل دوښمن ور په ګوته کول دي، تري تم کسان مو نوشته کول دي او د خپلو وژل شویو زلمو شمېر مالومول دي"

پښتون ژغورنې غورځنګ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ په لیکو کې د پښتنو مېرمنو حیرانوونکی پراخ ګډون تر دې وړاندې ساری نه درلود.

یاد غورځنګ په لومړي کال کې د پاکستاني پنجاب له لاهوره نیولې تر کراچۍ، او له کوټې نیولې تر پېښوره لويې ولسي غونډې وکړې او په هره ولسوالۍ کې يې له ستونزو سره سره زرګونه مینه وال او پلویان خپلو جلسو ته را وبلل.

د اسلام اباد تر لس ورځني پرلت وروسته د غورځنګ مشرانو د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو- چې پښتانه يې سوېلي پښتونخوا یادوي- سفر پېل کړ.

د غورځنګ مشران د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان روان شول او په شېراني، ږوب، کلاسیف الله، مسلم باغ او کوټه کې يې لويې ولسي غونډې وکړې.

ورپسې یې په لاهور، پېښور، سوابۍ، کراچۍ، ټانک، بنو، سوات، شمالي وزیرستان او په یو شمېر نورو ښارونو کې ولسي غونډې وکړې.

د لاهور او کراچۍ په ګډون د پښتونخوا په هر ښار کې د غورځنګ تر ولسي غونډې وروسته پاکستانیو پولیسو د غورځنګ پر مشرانو د پولیسو رپوټونه ثبت کړل، ګڼ شمېر فعالان او مشران يې ترې ونیول او د پاکستان په محکمو کې يې ورباندې د ترهګرۍ مادو له مخې قضيې پېل کړې.

پښتون ژغورنې غورځنګ

د غورځنګ یو فعال حیات پرېغال چې په دوبۍ کې مېشت و او له هغه ځایه يې پر خواله رسنیو د غورځنګ لپاره فعالیت کاوه، هغه مهال پاکستانيو استخباراتو او امنیتي اورګانونو ونیوه چې خپل کور ته راغلی و.

تر دریو میاشتو زیات بند وروسته حیات را خوشی شو، خو لا هم پر نوموړي د سفر بندیز لګېدلی او له پاکستان نشي وتلی.

ګلالۍ اسماعیل د غورځنګ یوه بله فعاله ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې يې نوم په همدې لېست کې دی او لاهم بهر ته شي تللی.

که څه هم د پاکستان د امنیتي اورګانونو له لوري په تېر یوه کال کې په هره لویه او وړه ولسي غونډه کې د غورځنګ پلویان وځورول شول، خو غورځنګ لا هم سوله ييز دی او ډېری يې همدا د غورځنګ ګټه بولي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ څنګه پیل شو؟

د ۲۰۱۸مېلادي کال د فبروروۍ لومړۍ نېټه وه، چې په سلګونو پښتانه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته له داسې شعاورنه سره راګډ شول، چې تردې وړاندې به چا له ځان سره هم دغسې شعار یا خبره کولی نه شوه.

د لاریونوالو مخې ته یوه لویه لارۍ روانه وه، او د جنوبي وزیرستان د هغه زلمي لوی عکس پرې لګېدلی و، چې هماغه کال په جنورۍ میاشت کې په کراچۍ کې د پاکستانیو پولیسو په یوې جعلي نښته کې وژل شوی و. دا وژل شوی ځوان نقیب مسید نومېده.

دوی د ؛مسید ژغورنې غورځنګ؛ په نومراټول شوي وو، لویه غوښتنه يې دا وه چې په کراچۍ کې د وژل شوي نقیب مسید وژونکي ونیول شي، په وزیرستان کې ښخ ماینونه پاک کړل شي، تری تم کسان راخوشي او یا محکمو ته وړاندې شي او د امنیتي اورګانونو له لوري د پښتنو ځورول ودرول شي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ څنګه پیل شو؟ څنګه یې وکولای شو پښتانه را ټول کړي؟ له بنسټ ګر او جوړونکي منظور پښتین سره خدای نور ناصر مرکه کړې ده.

د دې لاریون وروستی منزل د اسلام اباد مطبوعاتي کلب و، خو لا هلته نه و رسېدلی چې د کلب مخې ته بیا خیمې ولګول شوې، او د دغه لاریون د هرکلي لپاره کسان چې اکثریت يې اسلام اباد مېشتي پښتانه وو، راغونډ وو.

په راتلونکو ورځو کې دغه خیمې نه یوازې د همدې لاریونوالو لکې د ګڼو هغو کسانو ځای شو، چې د کورنۍ غړي يې تری تم، وژل شوي او یا هم په ماینونو کې معیوب شوي وو.

د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان ښار د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه ۲۲ داسې کسان د اسلام اباد په لوري روان شول، چې هر یوه يې ځان تر سر تېر باله.

د پلازمنېنې اسلام اباد پر لور يې قدم واهه او د پښتونخوا له هرې ولسوالۍ چې تېرېدل، د قافلې ملګري يې ډېرېدل.

کله چې دغه لاریون اسلام اباد ته ورسېد، نو شمېر یې په سلګونو و.

لس ورځې يې په اسلام اباد کې پرلت درلود او په دې لس ورځو کې د "مسید ژغورنې غورځنګ" په "پښتون ژغورنې غورځنګ" بدل شو او د دغه غورځنګ بنسټګر "منظور مسید" پر "منظور پښتین" بدل شو.

پښتون ژغورنې غورځنګ

اسلام اباد مېشت لیکوالان، خبریالان او د پاکستان پوځي افسران حیران وو چې څرنګه په یوه پېښه دومره پښتانه راټول شول.

هغوی د مسید ژغورنې غورځنګ او د منظور پښتین پر هغو ویناوو نه وو خبر چې ان دوه کاله وړاندې يې په ډېره اسماعیل خان او شاوخوا سیمو کې کړې وې.

د غورځنګ شعار

پښتون ژغورنې غورځنګ له لومړۍ ورځې راهیسې د ترهګرۍ او ترهګرپالو ضد شعارونه ورکوي، پر خپله خاوره سوله غواړي او غوښتنه کوي چې د دوی وطن دې د نورو لپاره د جنګ ډګر نه جوړېږي.

غورځنګ په دې هر څه کې تر ټولو زیات د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد شعارونه ورکوي، خو طالبان او نورې وسله والې ډلې یې هم له نیوکو خوندي نه دي.

د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین د پېښور په ولسي غونډه کې هغه خبره تر ټولو زیاته پر خواله رسنیو لاس په لاس شوه، چې ویل یې، د هر هغه چا پر ضد یو چې ظلم کوي.

"هر ظالم، هغه که طالب دی، که ګوډ (ښه) دی، که بیډ (بد) دی، که امن کومېټي ده، که ای ایس ای دی، که ایم ای دی، که هغه پوځ دی، چې ظلم کوي خلاف يې یو".

د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری شعارونه په اردو ژبه وي، او تر ټولو مشهور شعار يې دا دی، چې "د ترهګرۍ تر شا د پوځ یونیفورم دی".

غورځنګ پر پاکستانیو استخباراتو تور پورې کوي چې د ښو او بدو وسلوالو تر منځ توپیر کوي، ښه وسلوال ساتي او بد ځپي.

د غورځنګ په خبره د پاکستان لپاره ښه وسلوال هغه دي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرۍ پېښې پلانوي او بد بیا هغه دي چې په پاکستان کې د پاکستان د امنیتي اورګانونو ضد جنګېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ

ډېرو پښتنو شاعرانو پښتون ژغورنې غورځنګ ته نوي نوي شعرونه ولیکل، ډېرو سندرغاړو دغه شعرونه زمزمه کړل او په تېر یوه کال په سلګونو سندرې ورته وویل شوې.

د پښتنو لویو او وتلیو سندرغاړو لکه هارون باچا، سردارعلي ټکر، کرن خان، شوکت عزیز او یو شمېر نورو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ سندرې وویلې.

غورځنګ ته د پاکستان د سیاسي ګوندونو غبرګون

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام اباد په لومړني پرلت کې د پاکستان د شاوخوا ټولو لویو وړو ګوندونو مشرانو په جلا ورځو ګډون وکړ او پرلتوالو ته يې ویناوې وکړې.

په دغو سیاستوالو کې اوسنی لومړی وزیر عمران خان، د مذهبپال ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، پښتون ملتپال مشر محمود خان اڅکزی، سراج الحق او یو شمېر نور مشران هم وو.

که څه هم د عوامي نشنل ګوند ځينو مهمو مشرانو او ډېری پلویانو له لومړۍ ورځې راهیسې د غورځنګ د لاریون او پرلت هرکلی وکړ او ډېری يې ملګري هم وو، خو د پرلت پر دویمه ورځ د یاد ګوند له لوري خپلو پلویانو ته لومړی ګواښ وشو، چې په دې پرلت کې دې ګډون نه کوي.

وروسته چې یو شمېر سیاستوال دې پرلت ته راغلل، نو بیا ورته د یاد ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم راغی او وینا يې وکړه.

پاکستان ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عوامي نېشنل ګوند اسفندیار ولي خان

له ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرته د پاکستان په سیاسي ګوندونو کې یوه هم وروسته د غورځنګ ښکاره ملاتړ ونه کړ، خو د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو وخت ناوخت د غورځنګ غوښتنې د پاکستان له اساسي قانون سره سمې وبللې.

که څه هم د غورځنګ ډېری پلویان د پښتنو ملتپالو ګوندونو عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني یا اوسني غړي دي، خو عوامي نشنل ګوند د غورځنګ د ملاتړ له کبله لومړی خپل یو ځوان مشر محسن دوړ له ګونده وایست او وروسته يې د ګوند د دوو مشرانو غړیو افراسیاب خټک او بشرا ګوهر د ګوند غړیتوب هم وځنډاوه.

د یاد ګوند جنرل سکرتر میا افتخار حسین یوه غوڼده کې وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ کوي، خو د دوی له کړنلارې سره مخالف دی. د ده په خبره د غورځنګ شعارونه ډېر توند دي.

خو د بېلا بېلو ګوندونو ځينې هغه سیاستوال چې په پاکستان کې د اسټيبلشمنټ یا په سیاست کې د پوځ د لاسوهنې، او یا پخپله د پوځ پر ضد دي، لا هم وخت ناوخت د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي او پر خواله رسنیو د دوی په حق کې بیانونه ورکوي.

غورځنګ ته د پاکستانیو رسنیو پوښښ

د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیل راهیسې پاکستانۍ رسنۍ دې خوځښت ته ښکاره او کافي پوښښ نه ورکوي.

کله چې په اسلام اباد کې د غورځنګ د پیل لس ورځنی پرلت روان و، د ګڼو پاکستانیو رسنیو دا غوښتنه وه چې د غورځنګ په پرلت کې دې د پاکستاني پوځ پر ضد شعارونه نه ویل کېږي، او بیا به دوی یاد پرلت ته پوښښ ورکړي.

خو د غورځنګ د بریالیتوب لوی لامل همدا و چې هغه څه چې پخوا يې چا د ویلو فکر هم نه شوای کولی، دوی ښه په جار په لویو ولسي غونډو کې وویل.

د غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه ولسي غونډه کې وویل، پخوا به چا د پوځ او استخباراتو نوم اخیستلی نه شو، خو اوس يې په ډاګه درته اخلو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د انځور حقوق Getty Images

"چا به د ډار نه ستاسو نوم اخیستلی نه شو، دومره لېونی شوی وې، چې د پښتنو وژل درته وژل نه ښکارېدل. په ډاګه یې درته اخلم، په ویاړ يې درته اخلم، چې ای ایس ای او ایم ای د وسلوالو ملاتړ کوي".

د پاکستان د رسنیو کار کوونکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پوښښ ځکه نه ورکوي چې د پاکستان پوځ منع کړي او هېڅوک هم پر غورځنګ خبره نشي کولی.

ان د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستانۍ رسنۍ ښه کوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ ته پوښښ نه ورکوي.

په همدې غونډه کې ښاغلي غفور تور پورې کړ چې د غورځنګ ملاتړ تر ټولو زیات له افغانستان کېږي.

د پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور په همدې خبري غونډه کې وویل، دوی پوهېږي چې منظور احمد مسید څه ډول په منظور احمد پښتین بدل شو او څه ډول يوه خولۍ له بهره راوړل شوه او په شپه شپه يې د پښتین د خولۍ نوم خپل کړ.

له دې سره نوموړي په همدې غونډه کې د غورځنګ غوښتنې سمې وبللې، خو بیا يې هم د پاکستان له ځايي رسنیو مننه وکړه چې د غورځنګ ولسي غونډو ته پوښښ نه ور کوي.

همدې غونډه کې د پاکستاني پوځ ویاند نړیوالې رسنۍ په دې تورنې کړې چې غورځنګ ته تر خپل حق زیات پوښښ ورکوي.

غورځنګ ته تر ټولو لوی چلنج

پښتون ژغورنې غورځنګ خپل لومړی کال ټول په احتجاجونو تېر کړ.

که به يې ولسي غونډه وه که نه، خو پر خواله رسنیو به يې فعالان شپه او ورځ لګیا وو.

خو په دې یوه کال کې څو اونۍ یا دوې درې میاشتې غورځنګ ولسي غونډې ونه کړې او نه يې هم پر خواله رسنیو هغه د پخوا په څېر زور و.

دا هغه وخت و چې په پاکستان کې ټولټاکنې کېدې.

د غورځنګ دوه مهم کسان چې په منظور پښتین پسې دویم او درېیم مهم او د کار کسان یادېدل، هغوی نه یوازې پارلمان ته کاندیدان شول، بلکې بریالي هم شول.

علي وزیر له سویلي وزیرستان او محسن دوړ له شمالي وزیرستان د پاکستان ملي اسمبلۍ ته بریالي شول.

تر څو اونیو پورې داسې ګومان کېده، چې غورځنګ دوه ډلې شو او علي وزیر او محسن دوړ له منظور پښتین څخه لارې بېلې کړې.

خو وروسته بیا هم دواړو له منظور پښتین سره یو ځای په ولسي غونډو کې ګډون وکړ او هم یې په پارلمان کې تر ډېره ځایه هغه خبرې وکړې چې د غورځنګ په ولسي غونډو کې به يې کولې.

محسن دوړ او علي وزیر د انځور حقوق Reuters
Image caption محسن دوړ او علي وزیر

له ډېرو سره پوښتنه دا ده چې ایا غورځنګ باید پارلمان ته لاړ شي که نه.

د غورځنګ بنسټګر منظور پښتین بیا بیا ویلي، دوی هېڅ پلان نه لري چې پارلمان ته لاړ شي او ټینګار کوي چې د علي وزیر او محسن دوړ پارلمان ته د تللو پرېکړه د هغوی شخصي وه.

په را روانو څو میاشتو کې په پخوانیو قبایلي سیمو کې، چې اوس د خیبرپښتونخوا برخه دي، د خیبرپښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېږي.

پوښتنه دا ده چې ایا د غورځنګ نور فعالان به دې ټاکنو کې کاندیدان شي که نه. دا به یو مهم پړاو وي او ښايي غورځنګ ته یو لوی چلنج هم.

که څه هم په غورځنګ کې ډېری کسان د پارلماني سیاست پر ضد دي، خو ځينې یې بیا داسې هم شته چې وايي، د دوی د غوښتنو د پوره کېدلو لاره یوازې د پارلمان لار ده.

اوس چې د ایالتي اسمبلۍ لپاره به د ټاکنو اعلان کېږي، نو ښايي د غورځنګ ځينې سیمه ييز فعالان هم ځانونه دې ټاکنو ته کاندیدان کړي.

خو که د منظور پښتین پخوانۍ خبرې ته وګورو، نو د دوی ایالتي اسمبلۍ پرېکړه به هم شخصي وي، خو دا ځل به منظور پښتین ښايي په دې خبره خلاص نه شي، چې ووايي، د دوی پرېکړه شخصي ده.

ځکه له دوو لارو به یوه لار غوره کوي او سخت ګام به اخلي.

غورځنګ ته پښتنې هم له کورونو راووتې

منظور پښتین له بي بي سي سره لومړنۍ مرکه کې ویلي وو:

که د زلمو نه پوره نه شوه

ګرانه وطنه جینکۍ به دي ګټينه

دې ټپې ته په لسګونو داسې پښتنو پېغلو او ښځو هرکلی ووایه چې لومړی ځل د یاد غورځنګ لپاره له کوره راووتې او لومړی ځل يې د پښتنو د حقونو لپاره د غورځنګ غږ بدرګه کړ.

ثنا اعجاز چې له وړاندې لا فعاله وه، د غورځنګ تر جوړېدو وروسته د غورځنګ ملګرې شوه. خو یو شمېر ښځينه فعالانو بیا د پښتونخوا په شمول په بهرنیو هیوادونو کې هم د غورځنګ ملګرتیا ته لېڅې بډ وهلې.

پښتون ژغورنې غورځنګ
Image caption له ښی لاس زېبا وزیري او له کیڼ لاس ایینه درخانۍ، خو په غورځنګ کې ډېرې داسې فعالانې هم شته چې عام محضر کې یې څوک نه پېژني.

په اسلام اباد کې که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړي پرلت کې د ګوتو په شمېر فعالانې وې، خو څومره چې غورځنګ په نورو ښارونو کې ولسي غونډې اعلانولې، همدومره ورسره د ښځينه فعالانو شمېر زیاتېده.

له پېښور نیولې تر کوټې، په هره سیمه کې یو شمېر پښتنې فعالانې لومړی ځل له کورونو راووتې او نه یوازې يې د غورځنګ په ولسي غونډو کې ګډون وکړ بلکې پر خواله رسنیو هم له نارینه و سره په دې مبارزه کې ملګرې شوې.

د کوټې وړانګه لوڼۍ د دې یوه ښه بېلګه ده، چې لومړی ځل له کوره راووته او دا وخت يې د غورځنګ په مهمو ښځينه فعالانو کې ځای جوړ کړی دی.

اغلې لوڼۍ وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان مېشتو پښتنو مړې هیلې ژوندۍ کړې، ځکه يې دې هم ملاتړ وکړ.

د کوټې زرمینه خان، ولسمینه بړېڅه او روښانه هغه پېغلې دي، چې د غورځنګ ملاتړ يې نه یوازې پر خواله رسنیو کړی، بلکې په غونډو کې يې هم ګډون کړی دی.

زرمینه خان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا يې د ژوند ارمان و چې یو داسې غورځنګ راڅرګند شي چې د پښتنو لپاره همداسې برملا حق وغواړي.

پر دې نجونو سربېره یو شمېر داسې فعالانې هم دي چې بهر مېشتې دي، خو پر خواله رسنیو د ملاتړ ترڅنګ يې د غورځنګ په غونډو کې هم ګډون کړی.

لندن مېشته ايينه درخانۍ، ډنمارک مېشته ګلالۍ خان او هالنډ مېشته زېبا وزیري يې ښې بېلګې دي.

ایینه درخانۍ وايي، که غورځنګ نه وای، د لکونو نورو پښتنو ښځو غوندې به یوازې تر خپل کار او ژونده محدوده وی.

هالنډ مېشته زېبا وزیري هم ورته نظر لري او وايي، همدا غورځنګ دی چې دوی ته يې د ژوند تېرولو او حق غوښتنې هنر وښود.

ګلالۍ خان چې په ډنمارک کې مېشته ده، له یو شمېر نورو ښځينه فعالانو سره لومړی ځل د غورځنګ لپاره فعاله شوې.

.

ورته مطالب