عمران خان: د تورخم لاره به شپه او ورځ پرانیستې وي

عمران خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان دا اعلان پر خپله ټوېټر پاڼه کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خپل حکومت ته یې شپږ میاشتې وخت ورکړی چې د تورخم لارې په دایمې توګه د پرانیستلو لپاره لاس پر کار شي. ښاغلي خان لیکلي، له دې ګام سره به د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.

د پاکستان لومړي وزیر همدا راز لیکلي، اړونده ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده چې په دې برخه کې هلې ځلې پیل کړي، تر څو په راتلونکو شپږو میاشتو کې د تورخم لاره د دې جوګه شي چې ۲۴ ساعته پرانیستې وي او خلک پرې ازاد تګ راتګ وکړای شي.

تر د ې دمه څرګنده نه ده چې د دې نوې پالیسۍ له مخې به افغانان له ویزې پرته پاکستان ته سفر وکړای شي که نه.

عمران دا اعلان په داسې حال کې کوي چې همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي وو، د نړۍ د ۷۰ هېوادونو وګړو ته به پاکستان ته په رسېدو سملاسي ویزه ورکول کېږي.

پاکستاني حکومت همدا راز ویلي، د ګڼ شمېر هېوادونو وګړو لپاره یې د پاکستانۍ ویزې تلاسه کول هم اسانه کړي، او اوس خلک کولی شي د انټرنېټ له لارې هم د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګڼ شمېر افغانان د تورخم له لارې پاکستان ته د درملنې او نورو موخو لپاره سفر کوي

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره ورځ (یکشنبه) پاکستان افغانستان په مزار شریف ښار کې خپله کونسلګري له دې کبله وتړله چې په وینا یې، یوې نجلۍ هڅه کوله چې لاسي بم کونسلګرۍ ته دننه یوسي.

تر هغه وړاندې پاکستان په جلال اباد ښار کې هم خپله کونسلګري له دې کبله تړلې وه چې په وینا یې، د ننګرهار والي د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي.

د تورخم تاریخي لار له څو لسیزو راهیسې د افغانانو لپاره پاکستان ته د تګ تر ټولو لویه او مهمه دروازه وه. تر دې وروستیو کلونو هم له دې لارې هره ورځ زرګونو افغانانو پاکستان ته د بېلابېلو موخو لپاره سفر کاوه.

خو په دې وروستیو کې پاکستان پر دې لاره د افغانانو د ازاد تګ راتګ مخه ونیوله او یوازې هغه افغانانو دا لار کاروله چې د پاکستان ویزه به ورسره وه.

د عامو خلکو له تګ راتګ پرته د تورخم لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره هم تر ټولو مهم لار بلل کېږي، چې هر ورځ سلګونه لارې پرې تېرېږي.

افغان دولت تر دې دمه د پاکستان د لومړي وزیر دې وروستي اعلان ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مطالب