د وېسټ انډیز کرېکټ ستوری پېښور ته ځي

سمي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډرېن سمي د پېښور زلمي او وېسټ انډیز لوبډلو وتلی ستوری دی

د پېښور زلمي او د وېسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلې یو وتلی ستوری ډرېن سمي به ډېر ژر پېښور ته سفر کوي. دا خبره د پېښور زلمي لوبډلې څښتن جاوېد اپرېدي په یوه ویدیویي پیغام کې کړې ده چې د ده پر ټوېټر پاڼه خپره شوې.

ښاغلي اپرېدي ویلي، د فبررورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه به د خیبر پښتونخوا د ګورنر یا والي په دفتر کې د پېښور زلمي لوبډلې د نویو کالیو او نوې سندرې یا رسمي نغمې پرانیسته کېږي.

نوموړي ویلي، په همدې مراسمو کې به د یادې لوبډلې وتلی ستوری ډرېن سمي هم ګډون کوي.

د جاوېد اپرېدي په وینا، دوی له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوله چې کرېکټ یو ځل بیا پاکستان ته ور ستون شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډرېن سمي پېښور زلمي سره د پاکستان د کورني کرېکت سیالۍ هم ګټلې دي

نوموړي د پېښور زلمي مینه والو ته بلنه ورکړه چې د فبرورۍ پر څلورمه نېټه له خپلو کورنیو سره د والي دفتر ته ورشي او هلته د خپلې خوښې لوبډله او نړیوال لوبغاړي له نژدې وګوري.

‌‌‌‌‌‌ډرېن سمي تېر کال هم پاکستان ته سفر کړی و او په کراچۍ کې یې د پاکستان سوداګریزو سیالیو پاېلوبه کړی وه، خو دا به لومړی ځل وي چې نوموړې پېښور ته سفر کوي.

ډرېن سمي د پېښور زلمي لوبډلې یو مهم لوبغاړی دی او له خپل ټیم سره یو یو ځل د پاکستان د کورني کرېکټ شل اوریزې سیالۍ یا "پي اېس اېل" هم ګټلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډرېن سمي په مشرۍ کې وېسټ انډیز د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم ګټلی

نوموړي له خپلې ملي لوبډلې وېسټ انډیز سره هم دوه ځله د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ګټلی دی.

دی ډېر کله پر خواله رسنیو را څرګندېږي او خپلو پښتنو مینه والو ته په ماته ګوډه پښتو کې یو څو خبرې کوي، او له همدې کبله پښتانه ورسره ډېره مینه لري.

د پي اېس اېل سږنۍ سیالۍ به د فبروروۍ میاشتې له ۱۴مې نېټې پیل شي او د مارچ تر ۱۷مې نېټې به دوام کوي.

په دې سیالیو کې به ټولټال شپږ لوبډلې ګډون کوي او ۳۴ لوبې به ترسره کېږي.

ورته مطالب