لورلایي: د طالبانو برید کې نهه پولیس وژل شوي

پولیس د انځور حقوق EPA

د پاکستان بلوچستان په لورلايي کې د پولیسو انسپکټرجنرل پر مرکزي دفتر برید کې نهه پولیس وژل شوي او ۲۱ کسان ټپیان دي.

د لورلايي پولیس چارواکو په وینا برید هغه مهال وشو، چې پولیسو ته د نویو سرتېرو جلب او جذب دفتر مخې ته خلک کتار کې ولاړ وو.

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو بي بي سي ته وویل، یوه بریدګر دروازه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او دوه نور ودانۍ ته ننوتل. د وزیر په خبره برید کې نهه پولیس وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا وروسته دواړه بریدګر د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شول. د لورلايي پولیسو په وینا برید کې له ۲۱ ډېر کسان ټپیان شوي دي، چې پولیس هم پکې شامل دي.

سرفراز بګټي: د بلوچستان مدرسو کې د افغان طالبانو کره شمېر معلوم نه دی

'پاکستاني طالبانو په لورلايي کې پر پوځ برید کړی'

رپوټونه وایي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او د یو شمېر ټپیانو وضعیت ښه نه دی. پاکستاني طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی دی. روانه میاشت دا په یاده سیمه کې د سخت دریځو دویم برید دی.

له دې مخکې یوه برید کې د روانۍ جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه څلورو وسله والو د فرنټیر کور نومي امنیتي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی و. هغه برید کې د امنیتي ځواکونو څلور کسان وژل شوي وو.

د انځور حقوق GOOGLE MAPS

همدا راز په یوه جلا برید کې د خیریه ټولنې ایدهي فاونډیشن لورلايي څانګې مشر باز محمد عادل هم وژل شوی و.

لورلايي پښتون مېشته سیمه ده، چې لویدیځ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ژوب او کلا سیف الله سیمو سره لګېږي او بل لور ته ژوب له وزیرستان سره هم څېرمه پرته سیمه ده.

د بلوچستان بلوڅ مېشتو پرتله دغه سیمې نسبتاً سوله ییزې دي، خو له دې مخکې هم پکې د تاوتریخوالي ځینې پېښې شوې دي. په تېر کې هم د دغو سیمو امنیتي پېښو مسوولیت پاکستاني طالبانو او ځینې نورو سخت دریځو ډلو منلی دی.

اړونده مطالب