طالبان، پوځ او وزیرستان

waziristan د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption د پاکستان پوځ وزیرستان کې هم له ډیورنډ کرښې سره ازغن تار غځوي، په ۱۰۹ کیلومتره سیمه کې یې ۲۲ چوڼۍ جوړې کړې او د څار نوی سیستم یې لګولی دی.

د بي بي سي خبریالان وزیرستان ته تللي او د دغې سیمې د خلکو د ژوند په هکله یې دا ګالري له تاسو سره شریکوو.

وزیرستان په شمالي او سوېلي وزیرستان یا دوو ایجنسیو وېشل شوی دی.

waziristan د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption سوېلي وزیرستان کې کورونه تر ډېره خام دي.

سوېلي وزیرستان شپږ لکه ۸۶ زره او ۶۶ زره کیلومتره پراخ دی. اته ولسوالۍ یا تحصیلونه لري.

غرني وزیرستان کې ډېر کورونه په غرونو او ځوړ کې هم جوړ شوي دي.

وزیرستان خلک تر ډېره د پاکستان سترو ښارونو په تېره کراچۍ ته د کاروبار لپاره ځي یا هم ځینې بهر په تېره عربي هیوادونو ته ځي.

waziristan د انځور حقوق BILAL AHMED
Image caption د عالیه ښي او کیڼ لور ته خپلوانې.

سیمه کې د ګرځېدو په مهال له عالیه سره مخ شو.

هغې سره کور ته د تللو اجازه را کړل شوه.

د عالیه شاوخوا خپلوانې له دې شکایت کوي چې سیمه کې یې طبي اسانتیاوې کمې دي.

د عالیه خاوند هم دوبۍ ته تللی دی.

WAZIRISTAN د انځور حقوق BILAL AHMED

د سوېلي وزیرستان ۳۵ سلنه خلک وزیر، ۵۶ مسید او درې سلنه دوتاڼي دي.

د سوېلي وزیرستان مرکز واڼه دی.

دا سیمه یخه ده، ځکه اوس ښوونځي هم رخصت وي.

وزیرستان
Image caption وزیرستانۍ پېغلې لاسي صنایعو کې بوختې دي.

دلته ښځې په لاسي صنایعو بوختې دي.

دوی وزیریستان کې د طالبانو او پوځ د عملیاتو کیسې هم لري.

wana د انځور حقوق Bilal Ahmed

د سوېلي وزیرستان مرکز واڼه کې صنعتي پارک

دا پارک ۳۵۰ ایکړه پراخ دی.

۱۶۸ دوکانونه او ۷۵ ګودامونه لري.

WAZIRISTAN د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption سوداګر وايي، صنعي پارک کې ډېرې ستونزې لري.

دلته ځڼغوزي هم چاڼ کېږي. وزیرستان کې د کال ۴۴۶۰ ټنه ځنغوزي کېږي.

حکومت د دې ونو په وهلو بندیز لګولی، خو سوداګر وایي، لا هم ځینې خلک دا ونې وهي.

سوداګر وايي دلته یو کیلیو ځڼغوزي تر څلور زرو کلدارو دي خو بهر کې له شپږ تر اتو زرو کیلو پلورل کېږي.

waziristan د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption د شمالي وزیرستان ډېرې سیمې له ماینونو ډکې دي.

وزیرستان کې د پوځ او طالبانو ترمنځ نښتو کې پوځ ډېر ماینونه وکرل چې اوس هم خلک ژوبلوي یا وژني.

د دې سیمې په میلیونونو خلک د عملیاتو له امله، د پښتونخوا نورو سیمو او ان سیند، بلوچستان او پنجاب ته کډه شول، ځینې خوست او پکتیکا ته هم وکوچېدل.

د پوځ له غوښتنې وروسته ځینې دا خلک خپلو سیمو ته تللي دي.

waziristan د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption ماشومانو ته د ماینونو په هکله مالومات ور کول

پوځ په عملیاتو کې په دې نوم کورونه وران کړل چې طالبان پکې پټېږي.

اوس حکومت وايي خلکو ته د کورونو جوړولو لپاره مرسته کوي چې څلور لکه کلدارې کېږي.

خلک باور نه لري چې دا مرسته ور کړل شي او زیاتوي که دا پیسې ور کړل شي بیا هم کور جوړولو ته بس نه دي.

waziristan د انځور حقوق Bilal ahmed
Image caption د شمالي وزیرستان رزمک کې سقاوه.

ار سوېلې وزیرستان شمالي وزیرستان کې ابادي ډېره ده.

د مرکز میرانشا سره یې غلام خان بندر هم دی او چارواکي وايي چې د خوست او دې سیمې ترمنځ اوس د ورځې تر ۱۵۰ موټر تګ راتګ کوي.

موټروانان هیله لري چې کسټم یا مالیه کمه شي.

waziristan د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption د پاکستان پوځ خپلو پوستو سره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د خلکو بله هیله دا هم ده چې له افغانستان دې سوداګري نه کمېږي او نه دې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګېږي.

دوی وايي، د تر پاکستان تر ښارونو خوست ولایت ور سره نږدې دی.

waziristan د انځور حقوق Bilal Ahmed

په وزیرستان کې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ نښې هم لیدل کېږي د ملاتړو یې خولۍ په سر دي.

خو وايي له پوځ او طالب دواړو وېرېږي.

waziristan د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا کې ښوونځی

د پوځ او طالبانو د عملیاتو او جګړو له امله دلته زدکړې هم اغېزمن شوې هغه هم په داسې مهال چې دواړو وزیرستانونو کې د نارینه وو زدکړې سلنه تر ۳۰ کمه او د ښځو هم له پنځو سلنې کمه ده.

وزیرستان د انځور حقوق DC OFFICE SOUTH WAZIRISTAN
Image caption د پوځ او طالبانو جګړه کې وران شوي کورونه

وزیرستان له تېل، ګاز او نورو کانونو ډکه ځمکه ده، خو لاس ناخوړلې پاتې ده.

۔