د وزیرستان ښځې: هم له پوځ هم له طالبانو ډار

خواتین د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption عالیه چې راغله کور یې کنډواله و.

راحیله چې د وزیرستان د قطب خیلو له یوه کلي د درملنې لپاره ښار ته راغلې وايي، مونږ له طالبانو هم ډارېدو او له پوځ هم ډارېدو.

هغې دا خبرې د بي بي سي خبریالانو ته کړې چې دې وروستیو کې وزیرستان ته تللي دي.

دا وايي، له پوځ ځکه ډارېده چې د ګرځبندیز یا کرفیو په وخت یې ښوونځي یا بهر ته د تلو اجازه ترې اخیسته نو ویل به یې چې نه بهر مه ځئ ګرځ بندیز دی.

کله چې د طالبانو پرضد پوځ عملیات کول راحیله هم له خپلې کورنۍ سره بنو ته لاړه.

کنډواله کور

د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption یاسمین د بنو ده خو وزیرستان کې اوسېږي.

و د کورنیو بې ځایه شویو په توګه هالته اوسېدو، سخت وخت وه.

پوځ چې اجازه ور کړه، خوشال و، چې کور کلي ته ستنېږي، خو ستنېدو سره په کنډوالو واوښتل:

خو کله چې بیرته راغلو نو کور او هر څه مو له منځه تللي وو.

د پوځ له سروې وروسته د کور جوړولو لپاره یو څه مرسته وشوه خو راحیله وايي، چې په دې پیسو کور نه ودانېږي.

په ډېر سختۍ ژوند تېرو زما خاوند موټر چلوي ګزاره مو نه کېږي.

د انځور حقوق FACEBOOK/ DC OFFICE
Image caption شمالي وزیرستان کې د نجونو لپاره یو ښوونځی

اوس په قطب خیلو کې د یوه ښوونځي سره خونه کې اوسېږي او دا ځکه چې د پوځ په ور کړې مرسته یې کنډواله کور نه جوړېږي.

زما یو زوی دی ما خو سواد زده نه کړ غواړم هغه ښې زده کړې وکړي خو زمونږ وضعیت ښه نه دی.

نوموړې له کوره بهر یوازې نه ځي او بازار ته هم نشي وتلی،

له یو څه وخت راهیسې د بډوډ ناروغي ور ته پیدا شوې میران شاه کې روغتون شته خو د بې وزلۍ له کبله د درملنې وس نه لري.

د وزیرستان یوه بله ښځه عالیه وايي، یو کال مخکې یې د غرونو په سر ژوند پرېښود سره روغه(سور راغه) کې یې د سرک له غاړې کور جوړ کړ.

مونږ دلته خوشحال یو او اوبه هم لنډې دي هالته خو به مو له ډېر لرې ځایه اوبه راوړې ساه به مو وخته.

خو د طبي اسانتیاوو ستونزې یې ځوروي او وايي، یوه ډاکټره هم نشته.

دلته دولتي ډاکټره نه شته چې د زېږون به وخت کې مرسته وکړي.

زما دوه بچیان نارمل وزېږیدل پر یوه عملیات شوم او زه اړه شوم چې ټانک ته لاړه شم.

د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption دلته ډېرې لږ داسې ښځې لیدل کېږي چې له سړي پرته یوازې روانې وي.

دوی پر ۲۰۰۹ کال د پوځ او طالبانو د نښتو له امله میر علی او خیسور ته لاړل

زه او زما بچي به کله په یوه غونډۍ اوسیدو کله په بله مونږ ډېر بد وخت تېر کړ.

هغه وایي، له خپل کور تش لاس ووتل او ډک کور یې پرېښود، خو کله چې بیرته خپلو سیمو ته راغللل نو کورونه یې ړنګ شوي وو.

زما هیله دا ده چې ماشومان مې دیني او نیايي تعلیم کړي، زه خپله خو قرآن شریف هم نه شم لوستلی ښوونځي ته هم لاړه نه شوم اوس زمونږ بچیان ښوونځي ته ځي.

د انځور حقوق Bilal Ahmed
Image caption وزیرستان کي روغتون چي ښځې د درملنې لپاره ورغلې دي.

شکیله د بنو ده خو ما ټول عمر یې نورو ځایو کې تېر کړی اوس میران شاه بازار کې اوسېږي.

وايي، د طالبانو او پوځ جګړه کې یې ښوونځی تباه شو، خو اوس هالته مسلکي مرکزو نه جوړ شوي دي.

دا ښوونځی یوې موسسې جوړ کړی خو دیوالونه یې سم نه دي اوس نور ماشومان هم را ځي زدکړو لپاره باید یو لوی ښوونځی وي.

دا زیاتوي چې اوس پیاده ښوونځي ته ځي خو مخکې داسې نه و، یا به د طالبانو ډلې بهر ولاړې وې یا به پوځ په سرکونو باندې نو په داسې حالاتو کې به په موټرو کې ښوونځي ته راتله.