څېړنه: رباب پښتنو جوړ کړی دی

رباب د انځور حقوق Getty Images

د خیبر پښتونخوا په یوه تعلیمي اداره کې لومړی ځل د پښتو موسیقۍ په خورا مهمه اله رباب رسمي څېړنه شوې. دغه څېړنه د پېښور یوه ځوان محصل سعد حیدر کړې، چې خپله هم د رباب غږولو ماهر دی.

د وزیر باغ سیمې اوسېدونکي سعد حیدر دا وروستیو کې د پېښور له سوپیریر ساینس کالجه د 'بي ایس ' ډګري تر لاسه کړې، چې د رباب په اړه تحقیق یې یوه برخه وه.

۲۳ کلن سعد حیدر په دغه لنډه خو لومړنۍ رسمي څېړنه کې نه یوازې د رباب تاریخ موندلو هڅه کړې، بلکې په وینا یې دا یې هم ثابته کړې، چې پښتانه له پېړیو راهیسې دغه ساز غږوي، چې د سولې ساز هم بلل کېږي.

د موسیقۍ یو شمېر ماهرینو په اند د رباب نوم د عربي ژبې له دوو تورو 'روح او باب ' اخیستل شوی، چې مانا یې د روح دروازه ده.

Image caption څېړنه وايي، د پښتو ټولنه کې له پېړیو راهیسې د رباب رول خورا مثبت دی

دغه راز ځینې څېړونکي وايي، رباب لومړی عربانو ایجاد کړ او وروسته پښتنو خپل کړ، خو سعد حیدر وايي، ده په خپله څېړنه کې دغه ادعا رد کړې ده.

نوموړی وايي، هغه ټول کسان چې د رباب ماهرین وو، د عربي نړۍ پر ځای د افغانستان او پاکستان پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي وو.

هغه زیاتوي، د رحمان بابا، خوشحال خان خټک، احمدشاه ابدالي او پیر روښان په ګډون د پښتو ژبې ډېرو مشهورو او سترو شاعرانو د رباب یادونه کړې، چې ښيي پښتنو له پيړیو راهیسې رباب ساتلی دی.

ښاغلی سعد وايي، د رباب یو تار چې 'شاه تار ' بلل کېږي د پښتو ستر شاعر پیر روښان د رباب برخه کړی.

نوموړی وايي، هغه ونه چې له لرګي یې رباب جوړیږي، د پښتنو پر خاوره شنه کېږي او د عربستان پر سارايي خاوره د دغې ونې هيڅ وجود نه شته.

سعد حیدر وايي، د رباب په تړاو د څېړنې فکر ورسره د سخت دریځو له لوري پېښور کې پر هنرمندانو له پرلپسې بریدونو وروسته پیدا شو، چې د هغو بریدونو له کبله مشهور هنرمندان له دغه ښاره ووتل.

Image caption سعد حیدرا وايي، لومړی ځل یې په رسمي توګه د رباب په اړه څېړنه کړې

نوموړی وايي:

''زه خپله رباب غږوم او فکر کوم داسې اړتیا شته، چې د رباب تاریخ معلوم شي او نورو څېړونکو ته هم یوه لار پرانیستل شي، چې د موسیقۍ پر الاتو د څېړنو یوه لړۍ پیل شي. ''

سعد حیدر وايي:

'' زه چې کله رباب غږوم نو فکر کوم چې دا خو د سولې ساز دی او چېرې چې د سولې خبره وي، هلته مثبت او سوله ییز جذبات او احساسات رامنځته کېږي، ځکه یې زه د غږولو پر مهال ویاړ محسوسوم. ''

اړونده مطالب