د ارمان لوڼي وژنه؛ د بلوچستان ګڼو سیمو کې کاربندیز

ر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مشر ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې خلاف د بلوچستان مرکز کوټه او د دې صوبې ډېری سیمو کې نن دوشنبه کاربندیز و. دوه ورځې وړاندې بوري یا لورلايي کې د پولیسو له خوا د نیولو په مهال ارمان لوڼي پر سر ضربه وخوړه او بیا مړ شو. پښتون ژغورنه غورځنګ وايي، چې پولیسو ارمان سر ته وهلی، خو پولیس دا تور ردوي.

پولیس دا هم وايي، چې نه یې ارمان نیولی او نه یې له هغه سره تاوتریخوالی کړی دی. د لورلايي د ځايي تاڼې یو چارواکی وايي، د ارمان د وژنې په هکله کومه عریضه یا مقدمه نه ده درج شوې.

دوی دا هم وايي، چې د نوموړي کورنۍ یا دغه غورځنګ په دې تړاو کومه غوښتنه هم نه ده کړې او نه پولیسو په خپله کومه هڅه کړې ده.

خو د نوموړي وژلو پسې غورځنګ د هغه له مړي سره په بوري کې څو ساعته په همدې احتجاج کاوه چې رپوټ یې ثبت شي

پرون یکشنبه امنیتي ځواکونو له ژوب او نورو سیمو د هغو خلکو د سفر مخه نیوله چې کلاسیف الله ته د ارمان لوڼي جنازې ته تلل.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان دوه غړي محسن دوړ او علي وزیر هم په خامو لارو ځان تر کلاسیف الله ورساوه.

کاربندیز کې نورې سیاسي ډلې

د انځور حقوق Courtesy Khursheed Khan
Image caption ارمان لوڼی او خور یې وړانګه لوڼۍ، چې بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر بلل کېږي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پرون ویلي وو چې د ارمان د وژنې غبرګون کې لاریون او احتجاج کېږي. نن پر پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نورو سیاسي ګوندونو هم دغه هرتال یا کاربندیز وکړ.

د دې کاربندیز له امله د کوټې ښار مرکزي سیمو کې ټول کاروباري مرکزونه تړلي وو، خو ګاډي پر سړکونو چلېدل. پر کوټه سربېره د بلوچستان نورو پښتني سیمو کې هم کاروبار تړل شوی .

د ارمان لوڼي جنازه د یکشنبې په ورځ ( د پرورۍ ۳) کلاسیف الله کې وشوه، چې ډېر شمېر خلکو پکې ګډون کړی و. د نوموړي مړی کوټه کې وتوشپل(پوسټ مارټم) شو او ډاکټران وايي، چې رپوټ به یې نن وشي.

د ارمان خور وړانګه لوڼۍ وايي، ورور یې د پولیسو د زور زیاتي له امله مړ شو. نوموړې زیاتوي چې د ارمان د مړي د توشپلو رپوټ یې لیدلی هغه کې هم راغلي چې نوموړی سر ته وهل شوی دی.

د منظور او وړانګې ویناوې

Image caption د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون د هغو خلکو په مخ هم لار تړلې وه چې له نورو سیمو د ارمان جنازې ته تلل

د ارمان لوڼي د جنازې مراسمو کې منظور پښتین، وړانګې لوڼۍ او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر نواب ایاز خان جوګیزي وینا وکړه.

منظور پښتین د ارمان لوڼي وژل وغندل او هغه یې یوازې د سیمې نه بلکې د ټول پښتون وطن اتل وباله.

نوموړي د پاکستان پر امنیتي ځواکونو نیوکې وکړې او ویې ویل: که پښتون یو شي نو سیمه کې به یې د وژلو او لوټ ګرم بازار هم ختم شي.

وړانګې لوڼۍ هم وویل، چې ارمان یوازې د دې نه بلکې د ټول پښتون قام ورور او زوی و.

"یوازې ارمان نه بلکې په زرګونو پښتانه ځوانان او مشران وژل کېږي، افسوس په دې چې ولې داسې و رسره کېږي".

د نوموړې په خبره، اوس د دې وخت راغلی چې د دې وژنو او لوټ د مخنیوي لپاره نوې لار غوره شي.

بندیزونه ولې؟

د انځور حقوق سیپ اوغان
Image caption د علي وزیر او محسن دوړ په مخ پخه لار تړلې او له خامې لارې ځان د ارمان جنازې ته رسوي.

که څه هم صوبايي چارواکو بلوچستان ته د علي وزیر او محسن دوړ او نورو ملګرو پر ور تګ ۹۰ ورځې بندیز لګولی، خو دوی هم له خپلو ملګرو سره له لوړو ژورو تېرولو وروسته پرون د ارمان جنازې ته ورسېدل.

صوبايي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین هم ورته بندیز لګولی، خو هغه هم د ارمان وروستي دیدار ته ځان ورساوه.

صوبايي چارواکو د ارمان تر وژنې وروسته ژوب کې د پنځلسو ورځو لپاره هر ډول وسلې ګرځولو، جلسو، غونډو، پرلتونو، مظاهرو او د څلورو یا څلورو ډېرو کسانو پر ناسته بندیز لګولی دی.

ارمان څنګه ووژل شو؟

د انځور حقوق Twitter
Image caption منظور پښتین وايي، ارمان لونی د ټول پښتون قام اتل دی.

د غورځنګ یوه ځايي فعال جلیل افغان د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته وویل، لورلايي کې د پولیسو پر مرکز د برید پېښې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ له څلور ورځني پرلت وروسته ارمان لوڼی په یوه ځايي پارک کې له ملګرو سره ناست و، چې پولیس هلته د ځینې کسانو نیولو لپاره ورغلل.

د ښاغلي افغان په خبره ارمان لوڼي پولیسو ته وویل، د دوی د هغو ملګرو نومونه دې ورکړي، چې غواړي ویې نیسي، هغوی به خپله د پولیسو مرکز ته ورشي، خو په وینا یې پولیسو پر نوموړي تشدد وکړ او ویې واژه.

نوموړي ادعا وکړه، چې ارمان لوڼی پر سر وهل شوی و، چې له کبله یې ساه ورکړه، خو لورالايي کې یوه لوړپوړي پولیس چارواکي وویل، د عدلي طب له معایناتو وروسته به معلومه شي، چې پر ارمان لوڼي تشدد شوی او که نه.

ورته مطالب