پښتون ژغورنې غورځنګ، له قبایلو تر پارلمانه

پي ټي ایم د انځور حقوق FB

د تېر کال په جولای کې د پاکستان له پارلماني ټاکنو مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مهمو غړو محسن دوړ او علي وزیر په ټاکنو کې د برخه اخیستو پرېکړه وکړه او دواړه د غورځنګ له مرکزي کمېټې و ایستل شول.

له کمېټې وتلو وروسته هم دغه دواړه کسان هغه هدف ته ژمن پاتې شول، چې د غورځنګ رامنځته کولو لپاره ټاکل شوی و.

خو پارلماني سیاست کې د برخې اخیستو یا نه اخیستو په تړاو اوس هم د پي ټي ایم مشرتابه کې اختلاف شته. دوی کې یوه ډله کسان په دې باور دي، چې د پاکستان پارلماني سیاست په تېرو ۷۱ کلونو کې دوی ته کومه ګټه نه ده کړې او له دې وروسته یې هم نه شي کولای، خو بله ډله په دې اند ده، چې پارلماني سیاست نه یوازې د دوی لومړیتوب دی، بلکې خپله د پي ټي ایم بقا یا رغېدنه په همدې کې نغښتې. د دغه غورځنګ له پیله یو کال تېر شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان نیول شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد د پاکستاني پوځ نوې تګلاره

وزیرستان؛ له پیر روښان تر منظور پښتین

دې سره هغه پوښتنه هم راپورته شوې، چې د د غورځنګ هغو غړو چې پارلمان ته ولاړل، څه ګټه وکړه؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption منظور پښتین وايي، دوی پارلماني سیاست ته په بد نظر نه ګوري، خو د دوی لومړیتوبونه ځانګړي دي.

دا پوښتنه هم کېږي چې ایا ټاکنیز یا پارلماني سیاست د دوی مسایلو په حل کې څه رول لرلای شي؟

د پاکستان قومي اسمبلۍ یا پارلمان غړي محسن دوړ په دې تړاو بي بي سي ته وویل، تېرو پینځو میاشتو کې یې هېڅ توپیر نه دی لیدلی، ځکه په خبره یې ( له کنټرولېدونکې سیمې نه کنټرولېدونکي پارلمان ته تللی). هغه وايي:

"دلته واکمن هم له پوښتنې وروسته پرېکړې کوي، خو یوه خبره شته او هغه دا چې موږ پاکستان کې تر ټولو مهم دریځ ته رسېدلي یو، بله دا چې اکثر پاکستانیان زموږ له مسایلو بې خبر وو، زموږ د سیمو مسایل تر یوه محدود دریځ پورې تړلي پاتې وو، ځکه رسنیز پوښښ نه ورکول کېده، خو پارلمان کې اوس زموږ د سیمې مسایل او ورپورې تړلی درد ټول پاکستان اوري او ویني".

نوموړی زیاتوي:

"تر یوه حده اوس دا هم منل کېږي، چې زموږ سیمو کې زور او ظلم شوی او باید حل ورته وموندل شي"

د پاکستان پخوانی فدرالي وزیر غلام قادر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ وده له نژدې څاري وايي، پي ټي ایم غړو په پارلمان کې د نورو ملتپالو ګوندونو ځای نیولی دی:

''که څه هم پي ټي ایم ویلي و، ټاکنیز سیاست کې به برخه نه اخلي، خو دې سره هم قبایلي سیمو کې د دوی همفکرو کافي ملاتړ موندلی، په داسې حال کې نور توکم پال ګوندونه په کوم مخ پر دوی نیوکې کوي، هغوی ته خو چا رایه نه ده ورکړې ''

نوموړی زیاتوي:

''د پي ټي ایم غړي مخامخ د خلکو استازیتوب کوي او په زغرده د دولتي جبر خلاف غږ پورته کوي، ځکه یې پلویان ډېر دي ''

د پاکستان قانون جوړولو وړتیا ودې او شفافیت انسټیټیوټ مشر احمد بلال محبوب په خبره دوی 'پي ټي ایم ' باید سیاست وکړي:

''د دوی اکثر کړه وړه او غوښتنې سیاسي دي، خو پر دې بحث کېدای شي، چې دوی باید ځانګړی سیاسي ګوند جوړ کړي او که د کوم بل سیاسي ګوند برخه شي ''

نوموړی وايي، دوی به هغه مهال بریا مومي، چې ادارو کې ډېر استازي ولري:

''زه فکر کوم څومره چې په صوبايي پارلمانونو او ځايي حکومتونو کې د دوی د استازو شمېر ډېرېږي، هغومره به یې مسایل حل او هیلې پوره شي. ''

دلته بیا پوښتنه راپورته کېږي، چې خپله د پي ټي ایم مشران په دې اړه څه فکر کوي، چې کار کوونکو ته یې کوم ځای غوره دی، پارلمان او که له پارلمانه بهر؟

د پي ټي ایم د مرکزي مشر منظور پښتین په خبره دوی رسماً پرېکړه کړې، چې پارلماني سیاست کې به برخه نه اخلي:

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټاکنو کې له برخې اخیستو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مهمو غړو محسن دوړ او علي وزیر په ټاکنو کې د برخه اخیستو پرېکړه وکړه او دواړه د غورځنګ له مرکزي کمېټې و ایستل شول.

"موږ د بل چا پر ځای له دولته خپل حقونه غواړو. د دې لپاره یوه قومي تحریک ته اړتیا ده او که خپله تحریک ټاکنو ته ځي، مانا به یې دا وي چې ټول به د یوه بل مخالف شي، د دې لپاره چې کارکونکي مو له وېشل کېدو وژغورل ښي، موږ پرېکړه کړې، چې له پارلماني سیاسته لرې پاتې شو.

نوموړي خپله خبره داسې تشریح کړه، چې دوی پارلماني سیاست ته په بد نظر نه ګوري، خو د دوی لومړیتوبونه ځانګړي دي:

زموږ ستونزه د امنیت نشتوالی دی، زموږ پر خاوره د ولکې ده، دا ټول مسایل په جي ایچ کیو ( د پاکستاني پوځ مرکز) پورې تړلي دي، ځکه موږ د مسایلو لپاره حل هم مخامخ له دوی غواړو، که ځینې خلک له دې ډاریږي چې موږ ولې باید له دوی مخامخ حل وغواړو، نو بیا موږ ته څه پاتې کېږي، ولې وډار شو؟

بل لور ته د محسن دوړ نظر په دې اړه جلا دی. هغه وايي:

موږ مزاحمتي ( مبارز) سیاست له پارلمانه نه شو بېلولای. که د دغې سیمې تاریخ ته وګورو خدايي خدمتګار هم د پارلمان برخه ول، عوامي نېشنل ګوند د دکتاتورانو پر ضد هم مبارزه کوله او د پارلمان غړي هم وو او دغسې د پیپلز ګوند بېلګه هم شته.

نوموړی زیاتوي:

''په منځ کې یوه تشه راغله، چې شتمن خلک، د اسټبلشمنټ پلویان ډېر راغلل، خو دغه پارلمان چې یرغمل دی، یو څوک یې باید ازاد کړي او مبارز کسان دا چاره کولای شي، که نه همداسې به پوځي محکمو ته اجازه ورکول کېږي. ''

د منظور پښتین او محسن دوړ جلا نظرونو ته په کتو سره ځینې کسان فکر کوي، ښايي راتلونکو میاشتو کې پي ټي ایم په څو برخو وویشل شي. خو ایا دغه اندېښنه پر ځای ده؟

ښاغلی پښتین وايي، خلک باید دا اندېښنه و نه کړي، ځکه په وینا دغه مسایل د دوی غورځنګ ته زیان نه پېښوي:

''دا یو تاثر دی، خو واقعیت نه لري، دغه تحریک د منظور له تګ یا راتګ سره نه ماتېږي او دغه راز پارلمان ته د چا له تلو سره هم نه ماتېږي. ''

محسن دوړ په دې اړه وايي، چې د پي ټي ایم ماتېدو خبرې د یوه ځانګړي پروپاګند برخه دي.

''زما او د منظور په هکله څو ځله پر خواله رسنیو کمپاین وشو او موږ یې ځواب هم ورکړ، خو رسنۍ هم د دوی په کنټرول کې دي او پر موږ د غدارۍ ټاپې وهي، نو دا ټولې بې بنسټه خبرې دي. ''

پارلمان کې د نویو قوانینو په تړاو محسن دوړ وايي:

د انځور حقوق EPA
Image caption د احمد بلال په خبره پي ټي ایم باید اوس د پاکستان له نورو ملتپالو سره ملګرتیا وکړي

هغه پوښتنې چې موږ یې کوو، دوی یې ځوابولو ته اړ کېږي، مثلاً د جبري بې درکه کسانو په اړه مخکې څوک نه خبرېدل، خو موږ اوس پوښتنې کوو او اوس دوی اړ دي چې غور پرې وکړي، د ترهګرۍ په تړاو موږ د ضرب عضب عملیاتو په تړاو موږ پوښتنې کوو، چې ځواب یې نه راکوي، خو بالاخره به یې ځوابوي.

نوموړی وايي، تر اوسه یې د پوښتنو ځواب لپاره دفاع او کورنیو چارو وزارتونه پر یوه بل پړه وراړوي.

''کله چې د قانون جوړولو خبره کېږي، زما یو پوښتنه څو ځله د اجنډا برخه شوې، خو بیا په یوه نا یوه خبره جنجال راپورته شي او زما خبره پر ځای پاتې شي، چې د پوځي عملیاتو او ترهګرۍ سره مبارزې کې پر ګډوډیو ده یا خلکو ته د تاوان ورکولو موضوع ده، چې تر اوسه انتظار پاتې دي، که نن وي که سبا پر دې موضوعاتو به خبرې کېږي. ''

احمد بلال محبوب په دې اړه وايي، دا مهال باید د پي ټي اېم له مشرانو ډېره تمه و نه شي.

''اوس خو ایله پینځه میاشتې وتلې دي، که دوی په راتلونکو صوبايي او ضمني ټاکنو کې ښه فعالیت وکړي، د دوی لپاره به ښه وي، ځکه د خلکو ملاتړ به ورسره شته ''

نوموړی وايي، د پي ټي اېم لپاره پارلماني سیاست ښه چاره ده، 'خو د دې لپاره دوی باید د یوه ژبنیز تحریک پر ځای د پاکستان نور ژبنیز تحریکونه له ځان سره ملګري کړي، چې فکر یې محدود پاتې نه شي. '

اړونده مطالب