پاکستان پوځ ولې 'خپل زلمی' د نورو لاسپوڅی بولي

  • 7 فبروري 2019 - 18 سلواغه 1397
پاکستان

یو کال مخکې د اسلام اباد پریس کلب مخکې د پښتنو زلمو یوه ډله کراچۍ کې د نقیب مسید وژنې خلاف احتجاج لپاره یو ځای شول، هغه وخت هېچا فکر نه کاوه، چې دوولسو میاشتو کې به دغه تحریک څنګه رنګ او بڼه ومومي.

د اسلام اباد له هغه پرلته یو کال وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پي ټي ایم) په نامه دغه تحریک لورالايي کې د ارمان لوڼي په نامه لومړنی سیاسي شهید ورکړ، چې ویل کېږي د پولیسو تشدد پایله کې ووژل شو.

د ارمان لوڼي له وژل کېدو وروسته د بلوچستان بېلا بېلو برخو کې اعتصاب وشو او په ټول پاکستان کې مظاهرې وشوې، چې پایله کې یې یو شمېر پښتانه ځوانان ونیول شول.

دلته پوښتنه راپورته کېږي، چې تېر یوه کال کې ولې حالت داسې بڼه غوره کړه، چې نه یوازې د تحریک د یوه ملګري وینه تویه شوه، بلکې یو شمېر فعالان یې ونیول شول او د مشرانو پر ګرځېدو راګرځېدو یې هم بندیزونه ولګول شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ، له قبایلو تر پارلمانه

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان نیول شوي

افراسیاب خټګ: د خبریالانو په څېر سیاستوال هم شړل کېږي

منظور پښتین: زموږ یوه غوښتنه هم تر اوسه نه ده منل شوې

نه د دوی غونډې د رسنیو له لارې چا ولیدې او نه هم د ټلویزیونونو په مرکو او بحثونو کې دوی ته چا د ګډون فرصت ورکړ، ورځپاڼو کې د دوی په تړاو هېڅ خبر ته ځای ورنکړل شو او ان پر خواله رسنیو د دوی پر ضد خورا زورور کمپاین وشو، ان غداران او د هېواد دښمنان وبلل شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption پي ټي ایم اسلام اباد کې خپله لومړنۍ لویه غونډه وکړه

له دې هم یوه بله ډېره مهمه پوښتنه ذهنونو کې ګرځي او هغه دا چې د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې 'ای ایس پي ار ' مشر تورنجرال اصف غفور ولې تل رسماً یا غیر رسمي خبرو کې پښتون ژغورنې غورځنګ یادوي، چې پرلپسې د عدم تشدد خبره کوي، تل سوله ییز احتجاج کوي، خو ښاغلی غفور یې کله دریځ روا بولي او کله بیا په سختو ټکو ګواښونه ورته کوي.

دې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره باید پر هغو لاملونو غور وشي، چې له کبله یې د تحریک راټوکېدو ته زمینه برابره شوه.

د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ مخکې چې دغه تحریک په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه وپېژندل شو، په سویلي وزیرستان کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د مسید ژغورنې تحریک په نامه فعال و.

دوی هغه مهال د ځینې کسانو جبري بې درکه کولو، په سیمه کې د ماینونو شتوالي او د سیمې له اوسېدونکو سره د پاکستاني پوځیانو رویې خلاف احتجاجونه کول.

د ۲۰۱۸ کال جنورۍ ۱۸ له پرت وروسته دغه تحریک فعالانو د خپل ۲۶ کلن مشر منظور پښتین په مشرۍ د پاکستان لر او بر کې یو شمېر غونډې وکړې او احتجاجونه وکړل او په ځانګړې توګه یې پر پاکستاني پوځ سختې نیوکې وکړې.

دوی د خپلو مسایلو د حل لپاره د سویلي افریقا په بڼه د 'واقعیتونو او روغې جوړې کمیسیون ' رامنځته کولو غوښتنه کوله. بل لور ته په پاکستاني سیاست کې د پوځ رول هم پټه خبره نه ده.

د پاکستان ۷۰ کلن تاریخ کې نژدې نیمايي کلونه پاکستاني پوځي واکمنو پر دغه هېواد حکومت کړی او پاکستان کې معمولاً مخامخ پر پوځ د نیوکې پر ځای دوی د (اسټبلشمنټ، فضايي مخلوق یا ملایکو) په نامه یادېږي.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption د پي ټي ایم مرکزي کمېټې غړی ارمان لوڼی د فبرورۍ پر دویمه نېټه لورالايي کې ووژل شو

خو پي ټي ایم پاکستان کې دغه دود هم بدل کړ. دوی په خپلو غونډو کې نه یوازې له چارواکو د خپلو غوښتنو لړ کې د خبرو غوښتنه وکړه، بلکې د پوځ پر پالیسیو او جرنیلانو یې په داسې سخته ژبه نیوکې وکړې، چې پاکستان کې یې مخکې ساری نه لیدل کېږي.

پوځیانو تل د 'راځئ چې خبرې وکړو ' وړاندیز کړی، خو دغه خبرې له وړاندیزه مخکې نه دې تللې.

دغسې شرایطو کې د پي ټي ایم فعالیتونو څارونکي وايي، له پي ټي ایم سره د پوځ رویه د روغې جوړې نه ښکاري او داسې اندېښنه هم شته، چې راتلونکی وخت به د تحریک لپاره له ازغیو ډک وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د منظور پښتین په مشرۍ پي ټي ایم پر پاکستاني پوځ سختې نیوکې وکړې

په دې تړاو له بي بي سي سره خبرو کې د چارو شنونکی رفیع الله کاکړ وویل، پوځي چارواکي په خوله وايي، خبرو ته چمتو دي، خو د دوی عملي رویه داسې نه ښيي چې ګواکې دوی دغه موضوع کې جدي دي:

''د پي ټي ایم غوښتنې مخامخ پوځیان ننګوي. د واقعیتونو او روغې جوړې کمیسیون اصلاً په قبایلي سیمو کې د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د ( ترهګرۍ سره جګړې) مسوولین معلوموي او زموږ پوځ نه خو د دغه ډول حساب ورکولو عادت لري او نه داسې ګومان کوي، چې څوک دې له دوی حساب کتاب وغواړي. دوی به دغسې غوښتنې هېڅکله و نه مني، بلکې دوی پر خپلو شرطونو خبرې کوي. ''

لاهور مېشتی څېړونکی رضا وزیر په دې تړاو وايي، پاکستان پوځي چارواکي له مسایلو انانیت جوړوي او له دې کبله د دواړو لوریو تر منځ بې باوري رامنځته کېږي.

''موږ مخکې څو ځله ولیدل چې پوځیانو هېواد کې دننه سیاسي بدلونونو ته له بهرني نظره کتلي دي. د بنګله دېش بېلګه هم شته، چې څرګند اکثریت ګټونکی کس د نورو جاسوس وبلل شو. د خپلمنځي بې باورۍ اصلي لامل دا دی چې پوځیان د پي ټي ایم په څېر تحریکونو ستومانه کولو او وخت تېرولو پالیسي لري او ښايي له همدې کبله پي ټي ایم مشران فکر کوي، چې له دوی سره شوې ژمنې به پوره نه شي. ''

کله چې بي بي سي د پاکستان پوځ عامه اړیکو له ادارې د پي ټي ایم غوښتنو او تورونو په تړاو وپوښتل، دې ویلو سره له خبرو انکار وشو، چې د عامه اړیکو ادارې له لوري د رسنیو له لارې دریځ روښانه شوی دی.

Image caption پي ټي ایم د ۲۰۱۸ کال جنورۍ پرلت کې حکومت ته د خپلو غوښتنو یو لیست وړاندې کړ چې کیڼ لاس ته یې لومړنۍ بڼه او کیڼ اړخ ته له خبرو وروسته وروستۍ بڼه وینو.

بل لور ته د پي ټي ایم په تړاو د پوځیانو تېر یوه کال څرګندونو کې څرګندونې ګونګې او متضادې ښکاري.

د ۲۰۱۸ کال مارچ کې پوځي ویاند وویل، چې د پي ټي ایم غوښتنې منل شوې، خو بیا یې هم له نورو ځایونو او بهره ملاتړ تر لاسه کړی او افغانستان کې یې هم ملاتړ شوی.

دغه راز د ۲۰۱۸ کال اپریل کې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه پي ټي ایم ته په اشارې سره وویل، قبایلي سیمو کې د امنیت له ټینګښت وروسته خلکو یو نوی تحریک پیل کړ. د هماغې میاشتې اوږدو کې د پېښور کور کمانډر یا فرقه مشر ډګر جنرال نذیر احمد بټ وویل، 'منظور پښتین زموږ خپل بچی دی ' نوموړي د تحریک غوښتنې روا وبللې او ویې ویل 'که دوی غوسه هم وي، موږ به غور ورته نیسو '

د ۲۰۱۸ کال جون میاشت کې پوځي ویاند اصف غفور په رسمي خبرو کې لومړی ځل د پي ټي ایم په تړاو تور پورې کړ، چې داسې ډېر ثوبتونه شته، چې دوی د ښمنانو لاسپوڅي دي او د نورو د ګټو لپاره استعمالېږي.

د همدې کال وروستیو کې اصف غفور ګواښ وکړ، چې پي ټي ایم کومه لاره نیولې، له حده تېرېدو په صورت کې به یې پوځ پر ضد خپل واک استعمال کړي.

ښاغلي غفور له دې څرګندونو یوه میاشت وروسته یانې د سږکال لومړیو کې خپل دریځ بېرته نرم کړ او ویې ویل:

''هغه کسان چې د پي ټي ایم تر سیوري لاندې د خپلو روا حقونو خبره کوي، هېڅ کومه ستونزه نه جوړوي او دا خو د عدم تشدد پر فلسفه ولاړ تحریک دی. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې مشر تورنجرال اصف غفور

د پوځیانو دې متضادو څرګندونو په تړاو د قبایلي سیمو پخوانی اضافي سکرتر برید جنرال محمود شاه وايي، پوځ منظم فعالیت کوي او شرایطو په کتو سره د پي ټي ایم په تړاو څرګندونې کوي.

محمود شاه چې تېر کال اپریل کې یې له یو شمېر نورو پوځي افسرانو سره یو ځای د پي ټي ایم په تړاو له پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي وايي:

''پې ټي ایم له اړتیا ډېر پر ځان باوري دی، حال دا چې دوی ته په هېواد کې د ګډوډۍ رامنځته کولو مسوولیت ورکړل شوی او دوی په زور له خلکو د خواخوږي ټولولو هڅه کوي. دوی ته باید ډېر اهمیت ورنه کړل شي او داسې ډېر احتمال شته چې دولت به نژدې راتلونکي کې د دوی پر ضد د عملي اقدام کولو پرېکړه وکړي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوه تېر کال د پي ټي ایم په تړاو له پخوانیو پوځي افسرانو سره ولیدل

بل لور ته پي ټي ایم مشر منظور پښتین د پوځي چارواکو متضادو څرګندونو او د دواړو لوریو تر منځ د بې باورۍ په تړاو بي بي سي ته وویل، اصلاً هغه څوک ورځي چې ګیله ترې کېږي او هغه چې واکمن وي، باید د مظلوم غږ اورېدو ته ورشي:

''موږ خو څو ځله کوښښ کړی، چې خبرې وشي، خو موږ ته ان پر رسنیو د خبرو اجازه نه راکول کېږي او که زموږ دریځ نه اوریدل کېږي، باور به له کومه راپیدا کېږي. ''

منظور پښتین وايي، د دوی تحریک ته د پوځ له لورې بېلا بېلې اشارې کېږي او دا ښيي چې پوځ د پي ټي ایم لپاره څرګنده پالیسي نه لري. نوموړی وايي:

''له دوی باید پوښتنه وشي، چې داسې ولې کوي؟ دا څه ډول ازادي ده؟ دا څنګه باور دی؟ زموږ غږ ولې نه اورېدل کېږي؟ ''

د پوځ او پي ټي ایم تر منځ دغې بې باورۍ ته په کتو سره ښاغلی محمود شاه یوې پوښتنې ته ځواب کې وايي، خلک د پي ټي ایم پر حقیقت پوه شوي دي او د هېواد لپاره کوم خطر نه شي رامنځته کولای:

''که د دوی غوښتنې هم ومنل شي، د دوی فرمایشونه به ډېرېږي. حکومت یوازې وخت ضایع کوي. که دوی له حده تېر شي هماغسې به ورسره کېږي، چې دا وروستیو کې له (مذهبي تحریک) لبیک پاکستان سره وشول. ''

بل لور ته منظور پښتین د راتلونکي په تړاو د خپل تحریک د تګلارې په په اړه وايي، دا په دولت پورې اړه لري، چې څه ډول اقدام کوي، ځکه په وینا دوی له خپل دریځه نه په شا کېدونکي دي:

د انځور حقوق AFP
Image caption منظور پښتین د راتلونکي په تړاو د خپل تحریک د تګلارې په په اړه وايي، دا په دولت پورې اړه لري، چې څه ډول اقدام کوي، ځکه په وینا دوی له خپل دریځه نه په شا کېدونکي دي

''موږ هر څه له لاسه ورکړي، نور بایللو ته هېڅ نه لرو، تر اوسه ټولې ستړې ستونزې موږ ګاللې دي او ژمنه مو دا ده چې له ټولو ظلمونو سره به هم بې صبري نه کوو او د خپلو غوښتنو لپاره به د عدم تشدد له فلسفې سره مخ پر وړاندې سفر کوو. ''

اړونده مطالب