پاکستان: کډوال ماشومان به د پښتو پر ځای اردو لولي

پناہ گزین

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اړوند ټولو افغان ښوونځیو کې روان کال د نصاب بدلولو پرېکړه شوې ده. افغان زدکوونکي چې تر دا مهال یې ډېری کتابونه پښتو دي او دري مضمون هم لري په ځای به یې په اردو او انګریزي ژبه کتابونه لولي.

کرامت الله له کلونو راهیسې یوه ښوونځي کې استاد دی او وايي، د نصاب بدلولو پرېکړې سره د دوی ستونزې زیاتېږي.

* ممورنۍ ژبه د انسان د پېژندنې مهمه برخه

* په مورنۍ ژبه زدکړه؛ هغه حق چې نه ور کول کېږي

هغه بي بي سي ته وویل: "ډېری کتابونه پښتو دي او دري هم وایو، خو د روان کال له سپټمبر دا نصاب بدلېږي، چې له مخې به یې تر ډېره کتابونه اردو ژبه کې وي".

د هغه په خبره، نوي نصاب کې یوازې یو پښتو مضمون دی او پاتې اردو او انګرېزي دي، دري له سره پکې نشته.

کرامت الله وايي، د نصاب بدلون سره لوی تاوان هغه زدکوونکی کوي چې د یوې وجې له امله افغانستان ته ځي او هلته له ستونزو سره مخ کېږي.

پښتونخوا کې د افغان کډوالو له سلو ډېر ښوونځي شته، چې څلوېښت زره زدکوونکي لري.

دې کې ډېری ښوونځي داسې سیمو کې دي چې ډېر کډوال پکې اوسي.

دا سیمې اوس د کډوالو د پنډغالیو یا کمپونو په ځای د کډوالو کلیو باندې مشهورې دي.

پاکستان کې دا مهال کوم رسمي پنډغالی نشته او دا کلي هم د کمپونو درجه نه لري.

د نوي نصاب کتابونه چاپ شوي، خو ښوونځیو کې وېشل شوي نه دي.

د کډوالو ډېری مشران دې پرېکړې خپه کړي او د افغانانو د تاریخ بدلولو سره یې یو شان بولي.

مشران څه وايي؟

پر چارسده روډ د کډوالو یو مشر اول ګل وايي، د افغانانو تاریخ څو زره کلونه پخوانی دی او د مورنۍ ژبې پرېښول د خپل کلتور او تمدن پرېښولو په مانا دي:

"پښتو مې د پلار نیکه ژبه ده، څوک چې د پلار نیکه ژبه پرېږدي دا له خپل قام سره زیاتی کوي".

نوموړی دا هم وايي، چې په دې هکله له دوی سره نه کومه خبره شوې او نه د دوی خوښه په پام کې نیول شوې ده.

* په ایران کې د افغان زدکوونکو ښوونځی تړل کېږي

* د ترکیې حکومت د افغان - ترک ښوونځیو تړل غواړي

د نوموړي په خبره، د نصاب بدلولو پالیسي نه چلېږي: "که څوک یې په زور چلوي، احتجاج خو کولی نه شو، مګر خپل بچي د افغانانو خصوصي ښوونځیو ته بدلولی شو".

اول ګل دا هم وايي، چې کډوال نه پوهېږي نصاب یې ولې بدلېږي.

د ملګرو ملتونو ځواب

له بلې خوا پاکستان کې د کډوالو خوندیتوب اداره وايي، د نصاب بدلولو پرېکړه یې د نړیوالې ښوونیزې پالیسۍ له امله ده چې د کډوالو خوښه هم پکې شامله ده.

اسلام اباد کې د دې ادارې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې کوم هېواد کې کډوال له دوو تر دریو لسیزو وخت تېر کړي، نو د پالیسۍ له مخې د همغه هېواد نصاب پلی کېږي.

د هغه په خبره، د نصاب بدلولو کې د افغان کډوالو ستونزه پام کې نیول شوې او د تاوان په ځای یې ګټه ډېره ده.

دی وايي، دې ښوونځیو کې له زدکړو وروسته افغان کډوال پوهنتونونو کې داخله اخیستلی شي او د نوکرۍ یا دندې چانس هم په لاس ور ځي.

ورته مطالب