پښتون عمران چېرې دی؟

عمران د انځور حقوق Getty Images

لورالايي کې پر یوه ظالمانه وژنه د عمران خان خاموشۍ حیران کړم. ۲۵ کله پخوانۍ خبره ده، چې عمران خان کرېکټ پرېښود او اعلان یې وکړ چې هېڅکله به سیاست ته مخه نه کړي.

عمران خان له هغه اعلانه سملاسي وروسته پر یوه عملي او روحاني سفر ووت او بشپړ کتاب یې ولیکه.

کتاب یې په انګلیسي ژبه لیکل شوی و او پښتو نوم یې ښايي داسې وي، 'جنګیالی قوم: قبایلي سیمو ته زما سفر '

د هغه کتاب ځینې تصویرونه مې اوس هم یاد دي. هغو تصویرونو کې عمران خان له قومي مشرانو سره پر سره غالۍ ناست خبرې کوي یا قهوه څښي، کله داسې حال کې لیدل کېږي، چې د کلاشنکوف ډزې کوي او کله پر کومه ډبرینه غونډۍ ولاړ لیدل کېږي.

کتاب کې د عمران خان پیغام هم داسې و، چې ګواکې وايي، زه خپلو جرړو ته رسېدلی یم.

'ښايي څېره مې د دیسي انګریز په څېر وي، خو له زړه د همدې قبایلو په څېر پښتون یم. د دوی میلمه پالنه ګوره، د دوی پر اوږې ځوړند ټوپک ته وګوره، د دوی د جرګو مرکو معلومات وکړه، دغه ازاد فطرته غرني د نړۍ تر ټولو ښه خلک دي او زه هم له دوی نه یو یم. '

عمران خان ولې د عربي اماراتو د شهزاده موټروان شو؟

د عمران خان پر خور څه تورونه لګېدلي؟

له عمران خان چا سوالګر جوړ کړ؟

له هغه وروسته چې عمران خان سیاست پیل کړ او تر ۱۸ کلونو پورې یې پر سیاست ملنډې وهل کېدې، هغه وخت یې هم خپل پښتون حیثیت پټ نه کړ، بلکې مرکزي حیثیت یې ورکړ.

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption په خپل کتاب کې د عرمان خان پیغام هم داسې و، چې ګواکې وايي، زه خپلو جرړو ته رسېدلی یم.

طالبان یې بې لارې وروڼه وبلل، ډرون بریدونه یې د ترهګرۍ اصلي لامل وباله او د ناټو اکمالاتي کاروانونو لارې بندولو لپاره د سړک منځ کې پر کټ کېناست.

د هغه له سیاست سره بې شمېره اختلافونه ممکن دي، خو هغومره خواخوږي چې د پښتنو لپاره او بیا په ځانګړې توګه د قبایلي سیمو اوسېدونکو لپاره د عمران خان په زړه کې وه، د پاکستان د بل هېڅ یوه سیاستوال په زړه کې نه وه.

هغه وخت چې ټول پاکستان کې عمران خان ته خلکو رډ ځواب ورکړ، پښتنو خپله صوبه ده ته وسپارله. د هندې وچې پخوانیو فاتحینو په څېر عمران خان له شماله د توپان په څېر راغی او د اسلام اباد پر تخت کېناست.

په مرکز کې د هغه د ټیم نوې څېرې هم د نوموړي پخواني پښتانه ملګري وو.

که څه هم د عمران د کابینې ډېر غړي د پاکستاني سیاست پخواني لوبغاړي او موسمي تکنوکراتان دي، خو د هغه اصلي قوت د مراد سعید، شهریار اپریدي او ګنډاپور په څېر پړانګان دي، چې ښايي ځینو ته سپین سترګي او حاضر ځواب ښکاري، خو د خپلو خلکو استازیتوب کوي او له عمران خان سره یې وفاداري داسې ده، چې عمران خان به یې د خپل تصوراتي جنګیالي قوم له سرداره سره کوي.

دغسې حالت کې د لورالايي یو پښتون پروفیسر ابراهیم ارمان لوڼی د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییز احتجاج کې وژل کېږي او عمران خان پرې پټه خوله پاتې کېږي.

که عمران خان ته پخوانۍ پښتنولي یاده وای، باید یوه قومي مخور ته یې ټیلیفون کړی وای او پوښتنه یې ترې کړې وای، چې څه باید وکړي.

کېدای شي ورته به ویل شوي وو، چې ډېری مشران یا په ډرون بریدونو کې وژل شوي دي او یا بې لارې وروڼو وژلي دي. اولادونه یې ټوپک پر اوږه غرونو کې نه ګرځي، بلکې په تعلیم پسې ښارونو ته تللي دي.

دا چې له څو کلونو راهیسې رسنۍ د دوی د درد او غم اورېدو لپاره هلته نه ورځي، ځکه دوی اوس د خپلو خپلوانو له تصویرونو سره ستاسې ښارونو ته راغلي دي.

دوی اوس پوښتنه کوي، چې زموږ بچي چېرې دي؟ جنګیالی قوم اوس د لاریونونو، غونډو، تصویرونو او بنرونو له لارې خپله جګړه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پښتانه زلمي به هم فکر کوي، چې عمران لومړی وزیر شو، خو خان چېرې لاړ؟

ښايي د عمران خان د جنګیالي قوم په کتاب کې د هېڅ یوې ښځې تصویر نه و، خو اوس پښتنې ښځې د خپلو وروڼو د مړي څنګ ته ویناوې کوي.

د عمران خان حکومت له دې ښځو نه یوه په اسلام اباد کې بې درکه کړي او بیا شیرین مزاري د پولیسو په تاڼو کې پسې ګرځي.

دا د پښتونولۍ هغه ستر ارزښتونه دي، چې د تبلیغاتو له لارې یې عمران خان واک ته ورسېد. پښتانه زلمي به هم فکر کوي، چې عمران لومړی وزیر شو، خو خان چېرې لاړ؟

جنګیالی پښتون وي او که د سند بزګر د ټولو کلتور چې راټول شي، نو یوازې دومره پاتې شي، چې تر څو راسره عدل او انصاف و نه کړې، له دروازې دې نه پورته کېږم!

اړونده مطالب