پاکستان: افغان کډوالو ته د اردو او انګریزي زده کړې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان: افغان کډوالو ته د اردو او انګریزي زده کړې

پاکستان کې د افغان کډوالو استازو د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه رد کړې او غندلې، چې له مخې یې د افغان کډوالو ښوونځيو کې په انګرېزۍ او اردو ژبو ښوونه او زده کړه کېږي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې تېر اکتوبر ويلي وو، د پوهنې نړيوالې تګلارې له مخې يې پرېکړه کړې چې د کډوالو ښوونځيو کې د پاکستان ښوونيز نظام پلی کړي.

دوی وايي دا پرېکړه يې د افغان کډوالو د حالت اوږدمهاله طبيعت له مخې کړې، او د کوربه هېواد د زده کړې نظام هم پايېدونکی او هم د لګښت له مخې فعال غوراوی ثابتېدی شي. رحمان الله پرې له پېښور راپور لري.