د وژل شوي پښتانه مزدور زوی: نه پوهېږو ولې وژل کېږو

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان سند صوبې لړکانه ولسوالۍ کې پرون ماسپښین درې پښتانه مزدوران وژل شوي.

د دوی مړي د پښتونخوا باجوړ ته لېږدول کېږي.

د سیمې یو امنیتي چارواکی مسعود بنګش وايي، موټر سایکل سپرو دا درې کسان څارلي او تر درولو وروسته یې وژلي:

"دوه ځای په ځای وژل شوي او یوه روغتون کې سا ور کړه".

نوموړی زیاتوي چې د پېښې ټول اړخونه پلټي:

"شخصي دوښمني او کراچۍ کې د یوه ملتپال مشر د وژنې غبرګون هم له پام نه شو غورځولی".

د وحید ګل، رییس خان او تاج ګل په نوم دغو مزدورانو کلي په کلي برتن یا لوښي پلورل.

ریکشه وان مختیار جونیجو پولیسو ته ویلي چې کله موړې ته نږدې شو، پر موټر سایکل سپرو دوو کسانو کې یوه ډزې پیل کړې او دا پښتانه یې ووژل.

د وحیدګل زوی سعید خان په غوښتنه د دوو نامعلومو کسانو خلاف د قتل دوسیه درج شوې ده.

ویل کېږي له وحیدګل یوه مېرمن او اوه بچي، له رییس یوه مېرمن او لس بچي او له عرب ګل یوه مېرمن او شپږ بجي پاتې شول.

Image caption وژل شوي کلي په کلي ګرځېدل او لوښي یې پلورل

د تاج ګل مشر زوی سعید خان هم له خپل پلار سره مزودري کوله، خو وايي، ریکشه کې ځای نه و، ځکه له پلار او دوو نورو مزدورانو پاتې شو.

هغه زیاتوي چې لړکانه کې د باجوړ تر ۴۰ مزدوران کلي په کلي برتن پلوري.

د هغه په خبره، دریو میاشتو کې دغه سیمه کې د باجوړیانو د وژلو دا دریمه پېښه ده.

"نه پوهېږم دا څه روان دي، نه پوهېږم څوک موږ وژني او مطلب یې څه دی؟"

له دې پېښې وروسته باجوړ ځوانانو جرګې په مرکز خار کې غونډه کړې چې ډېرو خلکو په کې ګډون کړی دی.

دوی ګواښ کړی چې د پنجشنبې په ورځ مړي باجوړ ته ورسېږي تر هغه به یې خاورو ته نه سپاري چې حکومت د دوی غوښتنې منلې نه وي.

خواله رسنیو کې هم ډېرو پښتنو پر دې پېښه غبرګون ښودلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ منشر منظور پښتین یوه ټوېټ کې دا پېښه غندلې او له حکومت یې غوښتي چې ژر تر ژره تورن ونیسي او سز اور کړي.

د دې غورځنګ یوه بله مخکښه مشره وړانګه لوڼۍ هم ټوېټر کې دا پېښه غندي او زیاتوي:

"په دې ریاست کې زموږ مزدوران، ډاکټران، پروفیسران او استادان هر وخت ډېر په بې دردۍ وژل شوي دي".

د نوموړې ورور ارمانی لوڼۍ هم د پرورۍ پر دویمه بلوچستان کې د پولیسو له خوا د نیولو په مهال ووژل شو.

غورځنګ وايي، د امنیتي ځواکونو د ګوزار له امله نوموړی وژل شوی، خو حکومت دا تور ردوي او وايي پلټنې کوي.