بلوچستان کې د څلورو پاکستاني سرتېرو وژل کېدل

د انځور حقوق EPA
Image caption دا ۲۴ ګړیو کې دویم برید دی چې بلوچستان کې پر امنیتي ځواکون کېږي.

د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی چې له امله یې څلور سرتېري وژل شوي دي.

یوه ځايي چارواکي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، په ګوران کې سرتېري په ګزمه وو چې برید پر وشو.

خبریال محمد کاظم وايي، چې بریدګر تښتېدلي دي.

پنچګور له ایران سره پر پوله ولسوالۍ ده او په هغو سیمو کې بلل کېږي چې وخت ناوخت پکې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي.

* بلوچستان: څوک ډاکټران تښتوي؟

* ترهگري؛ د پاکستان بلوچستان کې زیاته شوې

د بلوچستان سر وزیر جام کمال خان دا پېښه غندي او د بلوچستان او د پرمختګ پر ضد دسیسه یې بولي.

دا په ۲۴ ګړیو کې بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو دویم برید دی.

د یکشنبې په ورځ هم لورلايي ښار کې وسلوالو دوه پاکستاني سرتېري ووژل.

دا بریدونه په داسې مهال دي چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه د دوشنبې په شپه اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر ورسېد.

سعودي عرب پاکستان کې د پانګونې لومړي پړاو کې د ۲۰ میلیارد ډالرو تړون لاسلیک کړ.