عمران خان: که هند پوځي ګام واخلي، ځواب به ورکوو

پاکستان په دې برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې، خو د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر دا مهال په پاکستان کې ښکاره او ازاد ګرځي. د انځور حقوق Reuters
Image caption پاکستان په دې برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې، خو د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر دا مهال په پاکستان کې ښکاره او ازاد ګرځي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی چې که هند تېره اوونۍ په کشمیر کې پر هندي پوځيانو د ځانمرګي برید په تړاو د پاکستان پر ضد پوځي ګام پورته کړي نو دوی به یې ځواب ورکړي.

په هغې ټلویزیوني وینا کې چې لومړي وزیر عمران خان کوله پر هند یې غږ وکړ چې که د دې ادعا لپاره چې ګواکې پاکستان د برید ترشا و کوم ثبوت لري نو وړاندې دې يې کړي.

تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په کلکو ټکو د برید پړا پر پاکستان اچولې او ویلې یې ول چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ سره لویه تېروتنه کړې ده او هند به یې ځواب ورکوي.

د برید مسولیت پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد منلی.

پاکستان په دې برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې، خو د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر دا مهال په پاکستان کې ښکاره او ازاد ګرځي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په هغې ټلویزیوني وینا کې چې لومړي وزیر عمران خان کوله پر هند یې غږ وکړ چې که د دې ادعا لپاره چې ګواکې پاکستان د برید ترشا و کوم ثبوت لري نو وړاندې دې يې کړي.

د کشمیر تر وسله وال برید وروسته عمران خان په لومړي غبرګون کې وویل هند باید "له کوم ثبوت پرته د پاکستان ملامتول ودروي." هغه ګواښ وکړ چې که هند د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا وګواښوي ورته ځواب به ورکړي.

هند پر یکشنبه له پاکستان سره خپلې ګډې پولې ته نژدې یو شمېر پوځي تمرینات هم پیل کړل.

په کشمیر کې پر هندي پوځیانو د تېرې اونۍ له خونړي برید وروسته لومړي وزیر نرېندرا مودي څو ځله د پاکستان پر ضد څرګندونې کړې دي، او یوه جلسمه کې یې ګډونوال ته وویل، څومره غوسه چې ستاسې په زړونو کې ده هماغومره غوسه زما په زړه کې هم شته.

پاکستاني لومړي وزیر ویلي دوی د پېښې پلټلو په تړاو له ډیلي سره همکارۍ ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې دی چې سعودي عربستان هند ته د ولیعهد محمد بن سلمان تر تګ وړاندې خبرې ورکړی چې هڅه به وکړي د پاکستان او هند ترمنځ تازه راټوکېدلې ترینګلتیا له مینځه یوسي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته مخکې له دې چې هند ته لاړ شي بیرته ریاض ته ستون شو او نن هند ورسېد.