شېرګړ کلا؛ د مسلمانانو او سیکانو ګډ میراث

  • موسا یاوري
  • بي بي سي
شېرګړ
د عکس تشریح،

شېرګړ کلا ۱۸۱۹ کال کې جوړه شوې ده.

د پښتونخوا د مانسېرې شېر ګړ کلا د مسلمانانو او سیکانو ترمنځ د دوو لسیزو جګړه لیدلې ده.

خو دا کلا چې تېر کې د مسلمان او سیک پوځ ترمنځ د تورو جنګولو ډګر و، څو ورځې مخکې پکې مسلمانانو د بهرنیو سیکانو کوربتوب وکړ.

د شېرګړ دا کلا د مانسېرې د اوګۍ تحصیل لوېدیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د مهاراجه رنجیت سینګ قومندان هري سینګ نلوا او دېوان بهواني داس د کشمیر له نیولو وروسته پر ۱۸۱۹ کال ودانه کړه.

د سیکانو واکمنۍ ختمېدو پسې دوی لاړل، خو دوه سوه کاله وروسته دا کلا د پښتنو له تنولي قبیلې سره ده.

د دې قبیلې یو غړی جانداد خان تنولي یې د اهمیت په هکله وايي: "د دې کلا جوړولو مطلب دا و چې کشمیر له افغان پوځ خوندي کړل شي".

د هغه په خبره، هغه مهال په دې سیمه کې دوه ځواکونه اغېزناک و، لوېدیځ لور ته کابل کې د دورانیو واکمني او ختیځ لور ته رنجیت سینګ، خو له دورانیو پنجاب ته تښتېدلی و.

د جانداد تنولي په خبره، له ۱۸۲۴ تر ۱۸۴۴ کال د تنولیو مشر پاینده خان تنولي پر شېرګړ ۱۷ بریدونه وکړل او بالاخره یې د شلو کلونو مبارزه کې دا کلا ونیوله.

د کلا ۲۰۰ کلیزه

د عکس تشریح،

له امریکا او سینګاپور د شېرګړ کلا لیدلو لپاره خلک راغلي.

۲۰۱۹ کال سره د دې کلا د جوړېدو دوه سوه کلونه پوره شول او په همدې موقع جانداد خان د مختلفو هېوادونو سیکانو ته بلنه ور کړې وه.

دی وايي، کوم کسان چې د سیکانو تاریخ څېړي، تل دې کلا ته راځي، خو دا ځل د سیکانو دا سفر نه یوازې د دوی بلکې د ټولې سیمې او دواړو قومونو(پښتنو او سیکانو) لپاره اهمیت لري.

د هغه په خبره، د خلکو ترمنځ اړیکي ډېر ضروري دي:

"زه ډېر خوشال یم چې اول ځل ډېر سیکان له امریکا او سینګاپور د دې کلا لیدلو ته راغلي، دا یوازې زما نه بلکې د دواړو قومونو میراث دی".

دی زیاتوي: موږ ۲۱ پېړۍ کې اوسو، خو ټولې جګړې ۱۹ پېړۍ کې شوې دي. دوه سوه کلونه کېږي او اوس حقایق څه بل ډول دي، اوس حقیقت دا دی چې څومره ډېر سیلانیان پاکستان ته راشي، زموږ لپاره ښه خبره ده. زموږ د اقتصاد لپاره ښه زېری دی او د دې ښار د خلکو لپاره.

سیکان څه وايي؟

د عکس تشریح،

موسیقي او نڅا سره د مېلمنو هرکلی

که څه هم سیکان د څو ګړیو لپاره دلته مېلمانه وو، خو د خپلو تېرو واکمنو د ژوند دود لیکل ورته هیښوونکي و.

د سینګاپور ونیندر کور هم د جانداد خان مېلمنه وه.

هغې ویل: "دلته راتګ داسې دی لکه موږ چې خپلو پخوانیو رېښو ته ستانه شوي یو".

هغه زیاته کوي، چې د هري سینګ نلوا په هکله د سیکانو تاریخ کې ډېر څه لیکل شوي، خو کله چې دلته راغله او جانداد خان یې ولید او د هغه په هکله یې ډېر معلومات ترلاسه کړل، نو داسې ورته ښکاري چې د جانداد په مټ یې هري سینګ نلوا ولید.

د عکس تشریح،

جانداد خان وايي، دا کلا یوازې د مسلمانانو نه بلکې د سیکانو هم ده.