وړانګه لوڼۍ: د ارمان لوڼي قضیې ثبت په لوی لاس ځنډول شوی

  • 14 مارچ 2019 - 23 کب 1397
ارمان او وړانګه د انځور حقوق COURTESY KHURSHEED KHAN
Image caption پي ټي ایم فعالان ادعا کوي چې ارمان لوڼی ځايي پولیسو د فبرورۍ پر دویمه نېټه وژلی دی.

د بلوجستان په لورالايي یا بوري سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له ادعا سره سم وژل شوي غړي ارمان لوڼي له مړینې څلوېښت ورځې تېرې دي، خو ځايي پولیسو د نوموړي ادعا شوې وژنې په تړاو لومړنی رپوټ یا 'ایف ای ار ' تر اوسه نه دی ثبت کړی.

پي ټي ایم فعالان ادعا کوي چې ارمان لوڼی ځايي پولیسو د فبرورۍ پر دویمه نېټه وژلی دی.

تېره ورځ د نوموموړي څلوېښتۍ په مناسبت پي ټي ایم فعالانو د پاکستان لر او بر کې په دې اړوند احتجاجونه وکړل.

ځايي پولیس وايي، دوی تر اوسه د ارمان لوڼي په تړاو د عدلي طب رپوټ نه دی تر لاسه کړی او د لورالايي پولیسو مشر سید ناصر شاه بي بي سي ته وویل، 'ډېر ژر ' به د دغه رپوټ له تر لاسه کولو وروسته ایف ای ار یا قضیه ثبت کړي.

بل لور ته د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ چې خپله هم د پي ټي ایم فعاله ده، د عدلي طب رپوټ نه رسېدل د پولیسو یوه پلمه بولي.

د انځور حقوق FB
Image caption وړانګه لوڼۍ وايي، د عدلی طب لومړنی رپوټ یې خپله لیدلی چې د ورور پر سر یې د وهلو ټکولو نښې ښيي.

نوموړې وايي د عدلی طب لومړنی رپوټ یې خپله لیدلی چې د ورور پر سر یې د وهلو ټکولو نښې ښيي. وړانګه وايي:

''پولیس په لوی لاس د عدلي طب رپوټ ځنډوي. اوس د ارمان لوڼي څلوېښتي ده. څلوېښتو ورځو کې رپوټ نه دی راغلی او ښايي نور هم وځنډیږي. سبب یې معلوم دی او هغه دا چې دا خلک نه مني چې له ارمان سره زور زیاتی شوی دی. ''

بل لور ته پر دې موضوع د سند ایالت پولیسو یو پخوانی مشر ډاکټر شعیب سډل وايي:

''پولیسو به قضیه ثبت کړې وه او که د عدلي طب رپوټ کې ویل شوي وای، چې (ارمان لوڼی) په طبیعي مرګ مړ شوی، قضیه به یې خارج کړې وه او قانون د دې چارې اجازه ورکوي، دویمه دا چې که د (تشدد) کېدو په تړاو هېڅ شکونه نه وي، بیا نو د عدلي طب رپوټ ته انتظار کېدای شي. ''

غني د پښتون ژغورنې غورځنګ پر "ځپلو" اندېښنه وښوده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم غړی ارمان لوڼی ووژل شو

د ارمان لوڼي وژنه؛ د بلوچستان ګڼو سیمو کې کاربندیز

بي بي سي د اسلام اباد په دولتي روغتون کې د عدلي طب څانګې ډاکټر محمد نصیر نه په دې تړاو وپوښتل. نوموړی وايي:

''معمولاً د عدلي طب رپوټ په یوه ورځ کې هم چمتو کېږي، خو که د پولیس یا ډاکټر د مړینې سبب په تړاو شکونه لري، نو له دوو تر درېیو میاشتو پورې هم ځنډ پکې راتلای شي، ځکه داسې حالت کې رپوټ د لاهور ښار په يوازیني فرانزک لابراتوار کې چمتو کېږي. ''

د نوموړي په خبره کې شکونه داسې وي، چې ګواکې مړینه د زړه درېدو له کبله شوې، د مړي زړه لاهور ته استول کېږي.

هغه زیاتوي په ټول پاکستان کې محکمې یوازې د دغه لابراتوار رپوټونه باوري بولي، ځکه له ټول هېواده سمپلونه یا یا بېلګې یوازې همدې ځای ته استول کېږي.

د انځور حقوق .
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټر پیغام کې د پي ټي ایم فعالانو پر 'ځپنه' خواشیني څرګنده کړه.

د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی ادعا کوي چې ارمان لوڼی نه نیول شوی او نه ورسره زور زیاتی شوی دی، خو د نوموړي له مړینې وروسته پي ټي ایم فعالانو پراخې مظاهرې وکړې او د دغه غورځنګ ځینې کسانو له نیول کېدو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټر پیغام کې د پي ټي ایم فعالانو پر 'ځپنه ' خواشیني څرګنده کړه.

له هغه وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي سخت غبرګون څرګند کړ او دا یې 'بې مسوولیتي ' او د پاکستان په کورنیو چارو کې 'سخته لاسوهنه ' وبلله.