باجوړ کې انټرنيټي شبکو کار پېل کړ

د انځور حقوق Reuters

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په پخوانۍ قبايلي سیمه باجوړ کې چې اوس د خیبرپښتونخوا ایالت برخه ده، په کې نن دوشنبه انټرنيټي شبکو کار پېل کړ. باجوړ له پخوانیو قبايلي سیمو لومړنۍ سیمه ده، چې په کې انټرنيټ فعاله شوی دی. پاته نورې سیمې لاهم د موبایل ټيلي فون له انټرنيټه بې برخې دي.

د روانې مارچ میاشتې پر ۱۵مه نېټه د پاکستان صدراعظم عمران خان باجوړ ته د سفر مهال هلته د انټرنيټي شبکو د فعالولو اعلان کړی وو. ځايي وګړیو له کلونو وروسته هلته د انټرنيټي شبکو پر فعالېدو خوښي څرګنده کړې. شاه ولي ماموند له ماموندو د ټيلي فون پر کرښه بي بي سي ته وویل، د انټرنیټ له فعالېدو سره به دوي له نړۍ سره نيژدې شي.

له باجوړه پرته په نورو پخوانيو قبايلي سیمو کې لاهم انټرنيټي شبکې نه دي فعال شوې خو ځايي وګړي يې بیا بیا د فعالولو غوښتنه کوي. د خیبرپښتونخوا ایالت مشر وزیر محمود خان څو اونۍ وړاندې سوېلي وزیرستان ته د سفر مهال اعلان کړی وو، چې هلته به انټرنیټي شبکې فعالي کړي، خو موسا وزیر چې د واڼه اوسېدونکی دی، وايي، هلته لاهم انټرنيټي شبکې فعالي شوې نه دي.

دلته خو د موبایل شبکې دومره کمزورې دي، چې زنګ بېخي په ګرانه په وهو او میسیج په ګرانه په کوو، د موبایل انټرنیټ خو بېخي شته نه. موبایل هم په لږ سیمو کې کار کوي او اکثره د زنګ وهلو لپاره بام ته خېژو یا لوړ ځای ته ځو؛.

سوېلي وزیرستان، شمالي وزیرستان، مومند، باجوړ، اورکزي، خیبر او کورمه پخوانۍ قبایلي سیمې وې، چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له خیبرپښتونخوا سره ګډې کړې. یادې سیمې چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترهګرۍ ځپلې، په کې بیا بیا پاکستاني پوځ عملیات کړي.

په یادو اکثرو سیمو کې تردې عملیاتو او ناامنۍ وړاندې موبایل او انټرنيټي شبکو کار کاوو، خو د ناامنۍ تر پېښو او د ځواکونو تر عملیاتو وروسته هلته نه یواځې انټرنیټي شبکې وتړل شوې، بلکې موبایل او ان نوري ټیلي فوني شبکې هم وتړل شوې.

ورته مطالب