د پاکستان يوې محکمې مخکينی افسر راو انوار د نقيب مسيد پر وژنې تورن کړ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان يوې محکمې مخکينی افسر راو انوار د نقيب مسيد پر وژنې تورن کړ

د پاکستان په کراچۍ کې د ترهگرۍ ضد يوې محکمې د پوليسو مخکينی افسر راو انور د وزيرستان د نقيب الله مسيد پر وژنې تورن کړى دى. راو انور چې په محکمه کې حاضر و دا تور نه مني.

محکمه به د اپريل په يولسمه نېټه دغه پوليس افسر ته سزا ټاکي. ٢٧ کلن نقيب الله مسيد د ٢٠١٨ کال په جنوري مياشت کې ووژل شو او هغه مهال پوليسو ويلي و چې گواکې په نښته کې يې وژلى دى.

نور حال له خدای نورناصر سره مرکه کې.