د نرانو په جامه کې مزدوري کوي چې کور وچلوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نرانو په جامه کې مزدوري کوي چې کور وچلوي

د پښتونخوا چارسدې سیمې شهلا داسې مزدوري کوي چې ډېر ځوانان یې توان نه لري. داسې پېغله به مو تراوسه نه وي لېدلې چې د ټاټکي مزدوري وکړي؟

شهلا چې په پنځو خویندو کې یې یوه مړه شوې او نورې هم دې د مزدورۍ له پیسو پاللي، هر ډول سخته مزدور کاري کوي چې خپله کورنۍ وچلوي. مور یې څو کاله وړاندې مړه شوې او پلار یې ناروغ دی چې پالنه او د درملنې لګښت یې شهلا ته ور له غاړې دی.

سربېره پر دې ټولو سختیو شهلا له هغو مزدورکارانو خوښي څرګندوي چې دا ورسره ګډ کار کوي، ځکه هغوی ورسره ښه سلوک کوي او دې ته درناوی کوي.

زموږ همکاره کوثر اعوان ورسره غږېدلې ده.