د نازیه اقبال ورور په اعدام محکوم شو

نازیه اقبال د انځور حقوق FB/Nazia IQBAL

پاکستان کې یوې محکمې د مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال سکه ورور د نوموړې پر کوچنیو لوڼو د جنسي تېري په تور د مرګ سزا ورکړې. د راولپنډۍ محکمې قاضي طاهر اسلم د نازیه اقبال ورور افتخار علي شپږ سوه زره روپۍ جریمه کړی هم دی.

تېر کال نازیه اقبال د خپل ورور پر ضد پولیسو سره قضیه ثبت کړې وه، او تور یې پورې کړی و چې ورور یې پر کم عمره لوڼو څو ځله جنسي تېری کړی دی.

نازیه اقبال د راولپنډۍ محکمې مخکې یو ویډیويي کلېپ ثبت کړی چې پکې نوموړې وايي، نن یې انصاف تر لاسه کړ او محکمې یې ورور ته د اعدام سزا ورکړه.

نوموړې په کلیپ کې وايي، د جریمې پيسې نه غواړي، ځکه هدف یې د انصاف تر لاسه کول و، چې و یې موند او له دې کبله د الله تعالی شکر ادا کوي.

نازیه اقبال: کشر ورور مې زما پر لوڼو جنسي تېری کړی

"هغه را باندې جنسي تېری وکړ، چې مور ور سره لېږلې وم"

نوموړې په غریو نیولي انداز هغو کسانو ته مبارکي وړاندي کوي چې د دې له لوڼو سره د زیاتي له کبله خواشیني وو. نازیه اقبال له تېرو څو کلونو راهیسې له خپلو شپږو ماشومانو سره په راولپنډۍ ښار کې اوسي.

تېر کال نازیه اقبال د خپل ورور خلاف روات سیمه کې پولیسو ته رسمي شکایت کړی و او ویلي یې وو چې ورور یې افتخار علي پر ماشومو لوڼو جنسي تېری کړی دی.

پولیسو وروسته د هغې ورور نیولی و او طبي رپوټونو کې د نازیه اقبال پر لوڼو جنسي تېری ثابت شوی و. نازیې په رپوټ کې ویلي وو:

د انځور حقوق FB/Nazia Iqbal

''لوڼو مې د ماما له لوري د زیاتي شکایت کاوه، خو ما پرې باور نه کاوه، یوه ورځ چې وختي پاڅېدم، د نجونو خونه کې مې د ماشومې ژړا واوریده، کله چې کوټې ته ورغلم، سکه ورور مې ولید چې زما پر لور یې جنسي تېری کاوه. ' '

د نازیه اقبال مشره لور وايي، ''ماما مو موبایل کې د ماشومانو مرۍ غوڅولو ویډیويي کليپونه راښودل او ویل به یې، که مو چا ته حال ووایه، وژنم مو. ''

اړونده مطالب