خیبر دره؛ د خلکو، سوداګرو او لښکرو تاریخي لار

پشاور
Image caption خیر دروازه.

له دوو ملګرو سره په ګډه مې له اسلام اباد تر خیبر دروازې د چکر پرېکړه وکړه.

خو د نصیب خبره وه چې تر تورخم یې ورسولو او ټوله خیبر دره یې را باندې ولیده

پشاور د انځور حقوق Courtesy Muneeb Ansari
Image caption اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه.

مګر پرېکړه مې له ځان سره څو ورځې مخکې هغه وخت کړې وه چې دغه ملګري ویل یو خوا چکر وهو اوما خیبر دروازه غوره کړه او وجه یې هم له چپلي کباب سره مینه وه.

پشاور

د مارچ په ۲۴ سهار نهه بجې له ملګري او د هغه له مېرمنې سره له اسلام اباد روان او پښتونخوا ته تر اوښتو وروسته په اکوړه خټک تېرېدو او بیا تاروجبه کې سپېشل کباب ته ګونډې وهل و.

پشاور

موږ تېرو کلونو کې بیا بیا پېښور ته تللي وو، خو خیبر دروازه مو په لسګون نوټ کې لیدلې وه، نه په سترګو.

خیبر دروازه خیبر درې ته د تللو پیل ده، یوناني بلوڅګر سیکندر اعظم هم کارولې.

پشاور
Image caption له پېښور خیبر ته د ننوتلو دروازه.

د سلیمان غرونو لړۍ کې دا تاریخي سیمه د ورېښو لار مهمه برخه وه، له زرګونو کلونو راهیسې د خلکو، سوداګرو او جنګي لښکرو لار ده.

پشاور
Image caption پر ۱۹۶۳ کال د خیبر دروازې پرانیسته.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته پوځي مشر ایوب خان خیبر درې ته لاړ او هلته چارواکو ورته وویل، چې د جمرود کلا سره خیبر ته تللې لار باندې باب خیبر جوړ کړي.

پشاور
Image caption د پاکستان په لسګون د خیبر دروازې انځور

خو موږ چې له اسلام اباد تر دوه سوه کیلومتره سفر وروسته خیبر دروازې ته ورسېدو، ورځ ښایسته وه، ځای ځای ورېځې او ووره، ځکه مې کمرې ته لاس کړ.

پشاور
Image caption د خیبر دروازې سره تاریخي دېوال هم جوړ شوی دی.

د لیوي(ملېشه) په اجازه جمرود کلا ته لاړو چې ۱۹ پېړۍ کې جوړه شوې ده.

پشاور
Image caption له جمرود کلا د خیبر منظره.

هلته پوځیانو تر لسو دقیقو ودرولو له چا یې په ټلېفون پوښتنه وکړه بیا یې موږ کلا ته د ننه پرېښودو.

پشاور
Image caption د انګرېز د وخت پټلۍ، چې اوس پرچاو ده.

کلا کې ګرځېدو سره مو هغه خونه هم ولیده چې سیک جنرال هري سینګ نالوا پکې وفات شوی و.

پشاور
Image caption په لار کې تاریخي ودانۍ هم شته.

د کلا بام ته ختلو سره مو د پېښور ښار د ټولې سویلي برخې منظره او شمال لور ته مو د خیبر ایجنسي او خیبرپاس پورې تللي سړک ننداره وکړه.

پشاور د انځور حقوق Courtesy Rida Arif
Image caption تورخم باډر چې یوه پل سره وېشلی

هسې خو دا سړک تر کابل رسېږي، خو موږ تر تورخم تللی شو.

له جمرود کلا په وتلو سره موږ د یوې ګړۍ کې څلوېښت کیلومتره لار لنډه کړه.

پشاور د انځور حقوق Courtesy Rida Arif
Image caption تورخم کې پر غرونو ازغن تار

په لار ډبرین غرونه او په مختلفو سیمو کوچنۍ کوچنۍ پوځي کلاوې هم وې چې انګریزانو جوړې کړې دي.

هم مو د ورانې پټلۍ لپاره غرونو کې وتلي سورنګونه ولیدل چې انګریزانو له اسلام اباد تر خیبر غځولې وه.

پشاور د انځور حقوق Courtesy Muneeb Ansari

اوس بیا حکومت وايي، چې د اورګاډي د تګ لپاره دا پټلۍ رغوي.

تورخم ته په غرونو تر کوزېدو مخکې مو پورې غاړه له افغانستان راتلونکي ګاډي هم لیدل.

پشاور
Image caption د پېښور کارخانو مارکېټ کې هر ډول توکي شته

بس یو پل دی چې دلته کرښه پرې بېله شوې او د بندر دواړو خواوو ته غرونه او ازغن تار دی چې ډیورنډ کرښه یادوي.

پشاور

ستنېدو کې مو لږ وخت د پېښور کارخانو مشهور مارکېټ کې تېر کړ او ښکاره ده چې دومره اوږد مزل وکړې، خو پېښور کې د جلیل چپلي کباب ونه خورې نو د چکر ګټه به څه وي.