اسلام اباد کې د پښتو حال

زموږ مشران شاعران وايي، یو وخت د اسلام اباد حکومتي ادارو کې له اردو پرته پر بله ژبه غږېدل سخت منع و.

خو د پاکستان ادبیاتو اکېډمۍ چمن کې ناست سردار یوسفزی او نور ملګري یې اوس هم د خپلې پښتونولۍ او ژبې لپاره اسلام اباد کې هڅې کوي.

دی وايي: "له ۲۰۰۱ کال وروسته چې حالات خراب شول، څلور پښتانه هم له خپلې خولۍ او څادر سره یو ځای کېناستلی نه شول، پولیسو وېرول او د دې له امله موږ ته دې ښار کې د خپل هوویت احساس کم شو".

د پښتونخوا د صوابۍ ۴۵ کلن سردار یوسفزی پر ۱۹۹۶ کال اسلام اباد ته راغی، د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ټلېفونچي شو.

* اسلام اباد کې پښتو او پښتانه

* اسلام اباد کې "پښتنو لومړی ځل د خپل حق لپاره احتجاج کړی"

پښتو کې د شاعرۍ له امله پر ۲۰۰۶ کال اسلام اباد کې د پښتو ادبي ټولنې غړی او بیا مرستیال مشر شو.

په ۱۹۸۶ کال کې اسلام اباد کې جوړه شوې دا ټولنه مشهوره ده، هره میاشت اکېډمۍ کې مشاعره کوي، چې تر ۴۰ او ۵۰ شاعران پکې ګډون کوي.

دې ناستو کې ګډنوال هر ادیب لږ تر لږه یو کتاب خو خپور کړی دی.

سردار دوه کتابونه خپاره کړي دي او وايي:

"د پښتونخوا کلتور ادارې زموږ د څو ملګرو کتابونه چاپ کړي، خو تر ډېره شاعران خپل کتابونه په خپل لګښت چاپوي، حکومت دې د پښتو پراخولو مسوولیت پر شاعرانو نه اچوي".

اسلام اباد کې پښتانه

۱۹۶۰ لسیزه کې د اسلام اباد جوړېدو راهیسې دلته پښتانه شته. د نوې پلازمېنې جوړېدلو سره له مزدور نیولې تر سرکار پورې خلکو اسلام اباد ته د تلو هڅه وکړه.

دې سیمې ته د پښتنو تللو سره پښتو شاعري او رباب هم ورسېد.

خو د وخت تېرېدو سره حالات داسې شول چې دوی اوس ځانونه مېلمانه بولي، خو مخکې داسې نه و.

* انګلیسي- پښتو هش ټګ: طنز که پر ژبه ملنډې؟

* پښتو نړیوال کنفرانس: د نصاب ژبه دې پښتو شي

د سردار ملګری او د پښتو ټولنې مشر اقبال حسین افکار هم د پښتو خدمتګار بلل کېږي.

دی وايي، د ټیټ پاړکي پښتانه اسلام اباد کې د کمترۍ احساس کوي.

خو دی د پښتو پراختیا ته هیله من دی او وايي:

"زموږ مشرانو شاعرانو لکه میم رفیق، عنایت الله ضیا، غني خټک، عبدالرحمان بېتاب او سید محمود احمد دلته د پښتو ادب خپل کور جوړ کړ، اوس پوره باور سره ویلی شو چې له پېښور، کابل او کوټې وروسته اسلام اباد هم د پښتو مرکز جوړېږي".

د جګړې اغېز

سیمه کې جنګ د پښتو ادیبانو کار هم اغېزمن کړی، د افغان شوري جګړه وه که د امریکا ترهګرۍ ضد جنګ او قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ ضرب غضب عملیات، ټولو کې د پښتنو سیمه برباد شوه او دا اغېز پر پښتو ادب هم شته.

افکار وايي، ورځني ژوند کې دا تاوتریخوالی پر شاعرۍ هم اغېز کوي.

پښتو شاعري اوس هم د جانان له زلفو پرته نیمګړې وي، خو چاربیته، غزل او نظم کې خپلې قومي مسلې هم یادوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوس هم د ادیبانو تګ راتګ شته او د دواړو غاړو پښتانه ادیبان په دې باور دي چې د امن راتلو سره پښتون قام ګټه کوي.

د پښتو غوښتنه

اسلام اباد کې پښتانه ادیبان یوازې، خپل وخت، زیار، فکر او نظر د پښتو ادب لیکلو لپاره نه کاروي، بلکې د کتاب چاپولو لګښت هم په غاړه اخلي او بیا ان خپل کتاب خلکو ته وړیا وېشي.

اقبال افکار وايي، که څه هم پښتونخوا کې د کلتور اداره څه ناڅه کوي، خو ادیبان یې له هڅو راضي نه دي.

که حکومت ریښتیا هم د پښتو خدمت غواړي، نو شاعرانو ته د تقاعد ور کولو په ځای دې خپرندویه برخې ته پام وکړي.

موږ ته اسلام اباد کې حکومت د ادبیاتو اکېډمۍ له لوري مرسته کوي، خو خپله صوبه کې دربدر یو، د پېښور نشترهال کارولو کې له موږ پیسې اخیستل کېږي، خو خانه فرهنګ کې پر پښتو ادب د خبرو لپاره کوم فیس نشته.

د پښتو د وروسته پاتې والي په تړاو یو بل شاعر عبدالحمید زاهد وايي، پښتو ځکه ټولنیز حیثیت نه لري چې د زدکړې ژبنه ده. که پښتون ته خپله ژبه کې زدکړې برابرې شي، نو زموږ قلم به ور سره وځلېږي.

دی وايي، تر هغه چې دا وخت راغلی نه وي، دوی به هغه څه کوي چې له وس یې پوره وي:

د خپلو بچیانو له خولې به ډوډۍ وباسو د پښتو ګېډه به مړه کړو.