د سنځاوۍ احتجاجي پرلت څوارلسمه ورځ دوام لري

سنځاوی کې پرلت

د بلوچستان په پښتون مېشته سنځاوۍ ښارګوټي کې د ځايي ولسي وګړیو احتجاجي ناسته نن څوارلسمه ورځ هم دوام لري او د همدې احتجاج په ملاتړ په ځنګلورې هرنايي وسلوالۍ کې هم احتجاجي ولسي غونډه شوې.

د تېري مارچ مياشتې له ۲۱مې نېټې پېل شوې د سنځاوۍ احتجاجي ناسته د هغې پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه کوي، چې په کې شپږ ليوي سرتېري وژل شوي وو.

د مارچ پر شلمه نېټه د دغه ښار په لال کټايي سیمه کې ناڅرګندو کسانو د لېویزو پر يوې پوستې برید کړی وو، چې په کې شپږ لېوي سرتېري وژل شوي وو. د دغه برید مسوولیت پاکستانیو طالبانو قبول کړی و.

د سنځاوۍ دغه پېښه داسې مهال شوې، چې په څنګلوریو ولسوالیو لورلايي (بوري)، کلاسیف الله او پښین سیمو کې هم په تېرو شپږو میاشتو کې د ناامنۍ پېښو زور اخیستی. ځايي وګړي اندېښمن دي، چې تر پخوانیو قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا را وروسته اوس ناامني د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو ته ور وړل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځایي خلک وایي، د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې په لوی لاس نا امنه کېږي

سردار عبدالرحمان ترین په سنځاوۍ کې د دوی د احتجاجي ناستې په هکله له بي بي سي سره خبرو کې وویل، احتجاج به يې تر هغه دوام ولري، چې غوښتنې يې منل شوې نه وي. ؛تر هغه به زموږ دغه احتجاج دوام لري، چې مرستیال کمشنر او تحصیلدار له دې ځایه بدل شوي نه وي او د پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمیسيون جوړ شوی نه وی؛.

د سنځاوۍ د همدې پرلت ملاتړ ځايي مذهبپالو او ملتپالو ټولو ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ هم کړی. د یاد غورځنګ یوه غړي بهرام اڅکزي همدې پرلت ته وینا کې وویل، امنیتي اورګانو په ټولو لویو لارو پوستې جوړې کړې، خو بیا هم د ناامنۍ پېښې دوام لري.

نن چارشنبه د سنځاوۍ د همدې پرلت په ملاتړ په هرنايي وسلوالۍ کې هم احتجاجي ولسي غونډه شوې او غوښتنه يې کړې، چې د سنځاوۍ د پرلت کوونکو غوښتنې دي ومنل شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال عبدالرحیم زیارتوال د ټيلي فون پر کرښه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی د سنځاوۍ پرلت د غوښتنو په ملاتړ احتجاج کوي، چې د هغې پېښتې عدالتي پلټنې دي وشي، چې په کې شپږ ليوي سرتېري ناڅرګنده کسانو په ډزو وژلي وو.

Image caption دا پرلت اوس څنګلورو سیمو ته هم غځېدلی دی

؛د هرنايي ولسي غونډې اعلان زموږ د ګوند له لوري شوی وو، خو په کې مو د نورو ګوندونو سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه او هغوی هم راسره دي؛.

په تېرو شاوخوا شپږو مياشتو کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو سنځاوۍ، لورلايي، کلاسیف الله او پښین سیمو کې د ناامنۍ يو شمېر پېښې شوې، چې د ډېری و مسوولیت پاکستانیو طالبانو قبول کړی دی. ځايي وګړيو د ناامنۍ د همدې پېښو پر ضد اوس په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې احتجاج پلان کړی، چې سبا پنجشنبه به يې په ږوب ولسوالۍ کې او د اپرېل پر اتمه نېټه به يې په کوټه کې کوي

ورته مطالب