پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومت سره پر خبرو غور کوي

محسن داوڑ د انځور حقوق MOHSIN DAWAR

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، د دوی او د پاکستان د حکومتي کمېټې ترمنځ خبرې تر اوسه نه دي پیل شوې، او دوی به دوو ورځو کې به دې خبرو پیلولو لپاره خپله ایجنډا او نېټه اعلان کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ وایي، دا ځل دوی په دې پوهېدل غواړي چې حکومتي کمېټې د خبرو او بیا د هغو له مخې د پرېکړو عملي کولو څومره واک لري.

حکومت له دې مخکې د خبرو لپاره د مارچ ۲۶ نېټه ټاکلې وه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر ارمان لوڼي د څلوېښتۍ له امله د مارچ په ۳۱ د غونډې په سبب دا خبرې پیل نه شوې.

د پي ټي اېم مشرانو هم ویل چې دوی خپلو کې له سلا مشورې وروسته خپله ایجنډا اعلانوي.

محسن دوړ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې حکومت د خبرو بلنه ور کړې او دوی په دې هکله غور کوي.

کله چې وپوښتل شو له حکومت سره پخوانۍ خبرې کومې مهمې نتیجې ته ونه رسېدي، نوموړي ځواب کې وویل، چې دې کمېټه کې ځینې قبایلي مشران هم وو، خو کمېټې واک نه درلود، ځکه یې پرمختګ ونه کړ:

"له اوسنۍ کمېټې به دا پوښتو چې څومره واک لري، که واک نه لري، نو بیا خبرې څه ګټه نه لري".

محسن دوړ وايي، چې د دوی غوښتې پر خپل ځای دي، چې هغو کې په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ په نوم حالات، ورک کسان او نور خلک دي.

د مارچ پر ۳۱ پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د دې غورځنګ د وژل شوي مشر ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په ورځ لویه غونډه کې هم پر خپلو غوښتنو بیا ټینګار وکړ.

د انځور حقوق Getty Images

تېره میاشت د پېښور ګورنر هاوس کې د قبایلي سیمو منتخبو استازو او قبایلي مشرانو په غونډه کې پرېکړه وکړه چې له پي ټي اېم سره د پرېکنده خبرو لپاره د منختبو استازو له لارې د اړیک ونیولو لپاره د قامي اسمبلۍ د غړو او سناتورانو کمېټه جوړه شي.

له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو تر یوځایولو وروسته د صوبايي حکومت ویاند اجمل وزیر تېره میاشت یوه کانفرنس کې وویل، چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ او ناراضي ځوانانو غوښتنو او ګیلو اورېدو ته تیار دي.

له دې مخکې هم د غورځنګ او حکومت ترمنځ خبرو کې د پېښور حیات اباد کې دقبایلي مشر حاجي شاه جي ګل او ځینې نورو مشرانو پر بعضې مسلو بحث کړی دی.

خو د هغو خبرو لړۍ هغه مهال وځنډېده چې کله د غورځنګ مشرانو وویل، حکومتي کمېټه د پرېکړې اختیار نه لري.