مولانا شېرانی: د پاکستان استخباراتو دیني عالمان وژلي

مولانا محمد خان شېرانی

د بلوچستان ایالت په ږوب سیمه کې نن پنجشنبه د پاکستان یو شمېر ملتپالو او مذهبي ګوندونو کسانو یوه لویه ولسي غونډه وکړه او په سیمه کې د روانې نا امنۍ په اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

دغه ولسي غونډه چې د یاد ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ د پېښو پر ضد رابلل شوې وه، ګڼو ویناوالو د نا امنۍ پېښو له کبله امنیتي اورګانونه تورن کړل او پر ځايي ولس يې غږ وکړ، چې د ناامنۍ د پېښو پر ضد دې سره یو شي.

مذهبپال سیاستوال او د جمعیت علما اسلام یوه مشر مولانا محمد خان شېراني دې غونډې ته په وینا کې بیا بیا د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې په سیمه کې په نا امنۍ او ترهګرۍ تورنې کړې. ښاغلي شېراني په دې وینا کې ادعا وکړه چې د پاکستان یو شمېر مخکښ علما د پاکستان استخباراتو وژلي.

خو د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو بي بي سي سره په خبرو کې د مولانا شېراني دا تورونه په کلکه رد کړل. نوموړي وویل، یو شمېر ګوندونو د نا امنۍ پر ستونزه هم خپل سیاست کوي.

Image caption ځایي خلکو سیمه کې د نا امنۍ په اړه اندېښنه وښوده

ښاغلي لانګو زیاته کړه، په بریدونو کې د پاکستان امنیتي ادارو کسان وژل شوي، خو جالبه دا ده چې په احتجاجي غونډو کې بیا نیوکې هم پر امنیتي ادارو کېږي.

هغه زیاته کړه چې حکومت هم د نا امنۍ د پېښو په اړه اندېښمن دی او د مخنیوي لپاره یې هر ګام اخلي، خو دوی به چا ته دا اجازه ورنکړي چې پر دې موضوع دې سیاست وکړي.

د ږوب په ننۍ ولسي غونډه کې له یاد ښاره د بلوچستان د ایالتي اسمبلۍ پخواني غړي شېخ جعفر مندوخېل هم په خپله وینا کې پر امنیتي اورګانونو ورته تورونه پورې کړل.

د ښاغلي مندوخېل په خبره د پاکستان استخباراتو د همدې لپاره د پښتنو مذهبپال او ملتپال سیاستوال د پاکستان ملي او ایالتي اسمبلیو ته پرې نه ښودل، چې هغوی به هلته پر پوځ او اسختباراتو نیوکې کولې.

یادې ولسي غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال عبدالرحیم زیارتوال، د عوامي نېشنل ګوند انور مندوخېل او یو شمېر نورو ویناوې وکړې. د ږوب یاده ولسي غونډه د هغو غونډو لړۍ ده، چې د سنځاوۍ تر پرلت په ملاتړ او په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ د پېښو پر ضد ترسره کېږي.

د زیارت په سنځاوۍ سیمه کې د مارچ د میاشتې له ۲۱مې نېټې احتجاجي پرلت روان دی، چې په دغه ښار کې د مارچ پر ۲۰مه نېټه پر لیوي سرتېرو تر برید وروسته پېل شوی وو. په دغه برید کې شپږ لېوي سرتېري وژل شوي وو.

تردې وړاندې په پښتون مېشته لورلايي یا بوري، په کلاسیف الله او پښین سیمو کې هم د ناامنۍ ورته پېښې شوې، چې ځايي ولس يې اندېښمن کړی او تور پورې کوي، چې ځينې ډلې په لوی لاس ؛طالبانایزېشن؛ د دوی سیمو ته ورغځوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب