پښتونخوا کې د ۱۹ طلايي مډالونو ګټونکې پېغله

  • 7 اپریل 2019 - 18 وری 1398
پاکستان د انځور حقوق Rana'a Aslam
Image caption مژده سبحان ایم بي بي اېس (MBBS) یا د جراحي او درملو په برخه کې لوړې زدکړې کړي.

په پاکستان کې معمولا ویل کیږي چې نجونې د طب پوهنځیو کې تر ډېره محدود وسایل او سرچینې کاروي او له واده وروسته عملي کار ترې پاتې وي.

خو د پښتونخوا مژده سبحان دا فکر بدل کړی. نوموړې د پېښور خیبر طبي پوهنتون کې ایم بي بي اېس (MBBS) یا د جراحي او درملو په برخه کې لوړې زدکړې کړي.

په دې برخه کې نوموړې تر ټولو زیات ۱۹ د سرو زرو مډالونه ګټلي.

تر دې وروسته دویم مقام بیا د فیصل اباد کې پنجاب طبي پوهنتون زده کونکې رعنا اسلم په بي ډي اېس (‌‌BDS) یا د غاښونو په برخه کې زدکړې کړي.

نوموړې ۱۸ د سرو زرو مډالونه ګټلي.

پاکستان کې کومه رسمي شمېره نشته چې څومره کسانو په تېر وخت کې په کومه اندازه میډالونه ترلاسه کړي، خو ددې دواړو پوهنتونونو چارواکي وايي، د دوی پوهنتونونه خو لا پریږده د پاکستان د طب په برخه کې تاریخ کې کوم زدکوونکي دومره میډالونه نه دي ترلاسه کړي.

د مژده سبحان ټول ښوونییز ژوند خورا هڅونکی دی.

د پیښور بورډ د متوسطه زدکړو (مېټرېک) په وروستیو ازموینو کې یې دریم مقام ترلاسه کړ، همداراز یې طب پوهنتون ته د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی و.

د انځور حقوق RANA'A ASLAM
Image caption د رعنا اسلم د ښوونیز ژوند داستان هم له هڅونې ډک دی.

هغه وايي په ماشومتوب کې یې له ډاکټرۍ سره شوق نه و او غوښتل یې د خپلې مور په څېر یوه ښوونکې شي. خو د نوموړې خورګانو چې طبي زدکړې کړې وې، ددې د هڅونې لامل شوې چې طبي زدکړې وکړي او ډاګټره شي.

بلخوا د رعنا اسلم د ښوونیز ژوند داستان هم له هڅونې ډک دی.

د پنځه خویندو او ورونو د مشرې خور پلار د یوه بانک کارکوونکی و. د هغې بچیانو د اسلام اباد او لاهور ترڅنګ نورو ښارونو کې ژوند کاوه. له ستونزو سره سره رعنا په ښوونځي کې تل لومړی مقام ګاټه.

هغه وايي: "زه پوهېدم چې ژوند دومره اسانه نه دی او یوازې په زدکړو کې لوړ مقام او بریا کوای شي بندې لارې پرانیزي. ځکه مې د زدکړې په برخه کې هر ممکن کار وکړ."

د انځور حقوق MUSSDA SUBHAN
Image caption مژده سبحان تر ټولو زیات ۱۹ د سپینو زرو میډالونه ګټلي.

مژده سبحان وايي، لېوالتیا یې د ریډیالوژي په برخه کې ده. په یوې پوښتنې کې چې که هغه بهر ته د ټرېننګ لپاره لاړه شي بېرته به راستنه شي، نوموړې وویل: "زما هیله ده چې په پاکستان کې د ریډیالوژي داسې مرکز جوړ کړم چې د هر غریب او شتمن پکې یو ډول درملنه وشي."

رعنا اسلم وايي، دی په ځان بسیا ده، له ماشومتوبه یې هیله وه داسې یو څه وکړي چې تل پاتې وي.

"ما د خپلې نړۍ د جوړولو لپاره ډېر کار کړی."

رعنا زیاتوي چې د زدکړو په لار کې یې هېڅ ستونزې ته غاړه نه ده ایښې او هرڅه یې په ورین تندي زغملي دي.

"د طبي زدکړو پروخت به مې شپه او ورځ یوازې ۴ ساعته خوب کاوه."

ورته مطالب