کوټه: ځانمرګي برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي

Image caption ځايي اوسېدونکو د پېښې خلاف احتجاج کړی

د بلوچستان مرکز کوټه کې امنیتي چارواکي وايي، د سبو او مېوې منډيي کې د ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ټپیان دي. برید د جمعې پر ورځ 'اپرېل ۱۲ ' هزار ګنجي سیمه کې شوی چې تر ډېره هزاره لږکي پکې اوسي او په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر ضیاالله لانګو وايي، وژل شویو کې اته هزاره کسان، د امنیتي ځواکونو یو کس او یو ماشوم شامل دي. له دې مخکې د کوټې پولیسو ډي ای جي افسر عبدالرزاق چیمه رسنیو ته وویل، چاودنه د سابه یوه زېرمتون کې شوې.

* کوټه کې د ښځو لومړنی هوټل

* "کوټه هزاره قبیلې ته په زندان بدله شوې"

چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې د کوټې ښار تر لرې لرې سیمو اورېدل شوی دی.

Image caption امنیتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

د پېښې مړي او ټپیان عامه روغتون، بولان میډیکل کمپلېکس هسپتال او شیخ زاهد روغتون ته لېږدول شوي دي. د کوټې عامه روغتون ویاند وسیم بېګ ویلي چې دوی ته ۱۱ مړي ور وړل شوي چې یو ماشوم هم پکې دی.

د شالکوټ پولیس وايي، د برید د هزاره قبیلې کسان وو چې هزار ګنجي مارکېټ ته د مېوې او سبو د پېرلو ته تللي وو.

له دې مخکې هم دې سیمه کې د هزاره قبیلې سابه او مېوه پلوري په نښه شوي دي. هزاره قبیله شیعه مذهبه ده.

د پخواني ولسمشر پروېز مشرف حکومت پر مهال بلوچستان کې د حالاتو خرابېدو پسې دا قبیله په نښه کېږي، چې معمولاً یې مسوولیت هم توندلارې مذهبي ډلې پر غاړه اخلي.

د دې بریدونو غبرګون کې د هزاره قبیلې سیمو کې امنیتي تدابیر سخت شوي او چارواکي وايي دې تدبیرونو سره تر پخوا پر دوی بریدونه کم شوي دي.

Image caption د سیمې اوسېدونکو د ښار لویدیځ لور ته احتجاجي لاریون کړی دی